د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په کابل کې د ښځو ټولنې لخوا د کرزي په ملاتړ غونډه وشوه

روح الله وفا - د حامد کرزي کمپاين 06.07.2009 17:13

نن د چنګاښ پنځلسمه د ښځو ټولنې لخوا د ښاغلي کرزي په ملاتړ یوه لویه غونډه وشوه

نن دوشنبه د چنګاښ پنځلسمه د(انجمن زنان) د ښځو ټولنې لخوا په کابل ولایت، له)‎( حامد کرزي څخه د ولسي ملاتړ دفتر) په خېمه کې چې د ګډونوالو شمېر ۱۰۰۰ تنو ښځو ته رسېده کرزي په ملاتړ لویه غونډه وکړه.

د غونډې په پیل کې آغلې خوراحمدي د قرآن سپېڅلي کتاب څو مبارک آیتونه تلاوت کړل وروسته اغلې حوا علم نورستانۍ راغلو مېرمنو ته ښه راغلاست وویل نوموړې د ښاغلي کرزي د دورې هغو پرمختګونو ته اشاره وکړه چې د د نوموړي په دوره کې ترسره شوي دي.نوموړې په هغو پرمختګونو باندې هم رڼا واچوله لکه تعلیم او تربيه، صحت، د ښځو حقوق همدارنګه ځینې نور داسې پرمختګونه چې د ښځو لپاره شوي دي.

نوموړې هغو ټکو ته هم اشاره وکړه چې ښځې په کوم حالت کې شتون درلود دوی له کومو ستونزو سره مخ وې او پس له اوو کلونو په کوم حالت کې دي، کومې لاسته راوړنې لري.

ښځې د تعلیم حق لري، بشپړ حقوق لري، نوموړې د اسلام نه مخکې دورې ته اشاره چې لوڼې به يې ژوندۍ خښولې او د اسلام په راتګ سره ښځو پوره پوره حقونه تر لاسه کړل نوموړې په ټولو ښځو غږ وکړ چې د کرزي لپاره کار وکړي او د ښځو په استازیتوب یې د ښاغلي کرزي څخه ملاتړ اعلان کړي.

ورروسته ښاغلي عبدالله پوپل د ښاغلي حامد کرزي پیغام د ګډونوالو ته وړاندې کړ او له دوی نه یې مننه وکړه چې داسې یوې غونډې ته یې تشریف راوړی.

ورپسې آغلې مصطفوي په خپل وار سره د ښاغلي کرزي شخصی صفتونه بیان کړل او د راغلو ښځو په استازیتوب یې خپل ملاتړ له ښاغلي کرزي څخه اعلان کړ، نوموړې د افغانو ښځو شجاعت بیان کړ او دا یې وویل چې مونږ تاریخ لرو نوموړې ځینو ښځو اتلانو نومونه ذکر کړل هغې وویل چې مونږ ملاله لرو چې تاریخ یې راته ژوندی ساتلی، مونږ نازو انا لرو چې داسې قهرمان بچی یې روزلی وروسته نوموړې د په ټولو ښځو غږ وکړ چې له صداقته رایه ورکړي او ښاغلی کرزي ته کار وکړي تر څو زمونږ راتلونکی رییس جمهور شي ځکه ده وویل چې کرزی یو ملي شخصیت دی، د سولې سمبول دی او یو بې تعصبه کس دی چې کولای ټول ملت سره راټول کړي، نوموړي د کرزي صاحب ملاتړ اعلان کړ، نوموړې د راتلونکي دولت نه غوښتنه وکړه چې د اسلام قانون پر ټول دولت پلی کړي زمونږ سپیڅلی کتاب قرآن په پوره ډول دولتي کارونو کې پلی کړي ځکه د افغانستان ۹۹٪ وګړي مسلمانان دي.

ورپسې آغلې خدیجه د کابل ولایتي شورا نومانده په خپل وار سره د کابل د ښځو په استازیتوب له ښاغلي کرزي څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او په ښځو يې غږ وکړ تر څو خپله رایه کې دقت وکړي او داسې کسانو ته رایه ورکړي ملي وحدت راولي، داسې نه چې وغولیږي او د هغو کسانو په خبرو و نه غوليو چې تر نن پورې یې دا چیغې وهلي چې( غټ، غټ بمونه ) او نن غواړي خلک وغولوي، که څه هم د ښاغلي کرزي دوره له ډېرو نیمګړتیاوو ډکه هم وه خو بیا هم داسې کس نه غواړه چې له بیخه مو وباسي. غونډه چې د سهار په لس بجې پیل شوې وه د غرمې دوولس بجې د دوعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.