دجمهوری ریاست چوکۍ به په کرزی لانوری نڅاوی هم وکړی
06.07.2009 14:44له هغی نیټی چی راروانو ټولټاکنوته رسمی منډی پیل شوی ، کرزی صاحب خو لا له هغی مخکی دپردی ترشا دوزارتونو، ولایتونو ، جنایی جرمونو دبښنی او ورکړی دسخاوت میدان ګرم کړی وه . کله چی بیا رسمی منډی ترړی پیل شوی بیا استخاری هم وشوی او ګواکی د الله تعالی په راز اونیاز هم له کرزی سره هوکړه وشوه .
که له سره ورته ځیر شو نو کرزی صاحب ښه په خلاص مټ له هرلوری او هری کاری څنډی داسی په روا او ناروا ډول ګټه او چته کړه چی اوس خو په ځینو مجلسونو کی ددی له امله هم ورته د رایو ورکولو ته زړه ښه کیږی چی ( بی له هغی هم کرزی بیا له همدی اوسه دافغانستان جمهور رئيس دي ).
له هغی ورځی چی ښاغلی کرزی صاحب ځان جمهوری ریاست د نویو نومآندو په نوملړ کی ورټاله ، په هماغه آن یی ولس ته داپه ډاګه وویل چی دی همداوس اوس دامریکی متحده ایالاتو ته روان دی او هلته به له خپل امریکایی سیال سره خورا ارزښتناکی خبری اتری ترسره کو ی او آن داچه یو پښتانه لیکوال خو بیا دکرزی صاحب په هماغه سفر د خپلی لیکنی په آن لیکلی وو چی داځل کرزی په امریکا کی له هر لوری سره د کتو په درشل کی زیات په خپل ځان ډاډه ښکاریده او ددی دلیل یی هم داښودلی وو چی ګواکی کرزی ددی ځل په سفر کی هیچاته هم خپله له قرقول پوستکی جوړه شوی خولۍ نه لری کوله ، دوینا په ترځ کی هم زیات خپلواک او ولسواک الفاظ کارول . خوحقیقت دا نه بلکی دا وو چی دسپینی ماڼی واکدارانو ورته دتوری پیشو سره سره کومه لږ شانته شنه رڼا هم ورښودلی وه، نوځکه خو بیا داسی زمری ، زمری کیده ، او کله ناکله خو به یی په نشته بریتو هم لاس راښکه .
له هغی نيټی چی ښاغلی دسپینی ماڼی له زیارته را ستون شو نو په داسی بی کچه اوتودو منډو لاس پوری کړ چی يه هیڅ شی او ارزښت یی له معاملی ډډه ونکړه، له ښاغلی کریم خلیلی او محقق صاحب سره د هزاره ګانو وروڼو ملکان دی دوزارتو او ولایتونو ژمنه وکړه، ښاغلی فهیم صاحب خو یی لا له پخوا راهسی د ځان دلومړی مرستیال په خوږو موړ کړی وه ، له ښاغلی دوستم سره یی هم معامله دتړلو دروازو ترشا ښه پوره وجنګیدله ، اسماعیلیان یی هم دڅه نا څه په ورکړی په ښه شان ترمنتر لاندی کړل ، ښاغلی پیرصاحب هم ورته دخوښۍ په هیله دخپل قطب زمان او غوثیت برکات او فیوضات په ځولیو ،ځولیو داسی ډالۍ کړل چی بیا په دی هم بسنه ونشوه نو بیایی ورته خپل دوکتوراه لرونکی زوم ( ښاغلی احدی) دسیاست ذبیح وګرځاوه ، ښاغلی حضرت هم له پیرصاحب سره په منډه ورته داستخاری په مته داسی زیری ورکړ ، چی ګواکی کرزی صاحب دالله تعالی هم همدا ته خوښ یی او بل کاندی خو ددی ملک او ولس چیرته خواخوږی کیدلی شی.
دحیرانتیا خبره بیا داده چی له ځینو سره بیادتړلو دروازو تر شا داسی ژمنی وشوی چی له کرزی صاحب سره یی د ريښتینی وفا له امله بیرون خوله قدری هم چوله نکړه، خو ښایی چی دکرزی صاحب ورسپارلی وثیقه به کوم بل شاهد او ګواه ته اړتیا نلری او ده به هیڅکله هم له دی ولس سره دوکه ، جفا او درواغ نه وی کړی .
دادی په دی درشل کی اوس په افغانستان کی دريښتینی فیوډالۍ اوسرمایه دارۍ دنظام دلومړنیو بیلګو په څیر خصوصی بانکونه ، مالی اداری، دکرزی صاحب په وینا ملی اوولسی سوداګر هم په دی کرغیړنه لوبه کی ورګډشول .
له دی وروسته بیا زمونږ په هیواد هم د فیودالی نظامونو لرونکو هیواد په څیر له ټولټاکنو وروسته دا ناندرۍ راپورته کیږی چی له دی یا هغی غاړی او سیاسی ډلی سره دی یاهغی مالی اداری او یا سوداګر لاس کړی وه او یا یی له نوموړو بډی او په ناروا ددی په موخه پیسی لاس ته کړی وی چی د خپل ځان په ګټه د ټولټاکنو لپاره دهلوځلو په درشل کی تری کار واخلی .
بیا به توری او سپینی پیل کیږی او خدای جل جلاله ګواه دی چی پدی سره به زمونږ هیواد نورهم د وروسته پاتی توب توری کندی ته ورلاهو کړی . په افغانستان چی ژوند، عزت ، زور او علم یوازی له مالدارانو سره و ی او بس ، افغانستان به دغریب لپاره سور دوزخ شی ، مالدارانو ته به چاړی په لاس ورکړی او دمظلوم او غریب افغان به مرۍ ورته برابره کړی چی څه غواړی هغه پری وکړی.
زه په یوه شی زیات حیران یم ، چی کرزی صاحب ته په خپله تیره دوره کی کوم کار ، کومه کړنه ، او کومه وینا داسی په زړه خوږه لیږیدلی ده ، چی بیاهم دی غواړی چی دافغانستان دجمهوری رئيس په توګه دی دافغان ولس له خواوټاکل شی .
هو! دایوه خبره ده چی له کرزی صاحب سره له پیله دافغان ولس غم نه وو ، هغه له هماغه لومړی سره په خپل تیز منتر او جادوګره ژبه یوازی دافغانستان ولس نه بلکی ټوله نړیواله ټوله تیرایستله ، دبهرنیانو او مرسته کوونکو هیوادونو په وینا - که چیرته ریښتیا وی - ټول نړیوال پلانونه یی داسی له خاورسره سره خاوری کړل ، چی دنن په پرتله دافغانانو حالت په هراړخیزه توګه اووه کاله وړاندی تری دی ښه وو.
دافغانستان حیثیت یی په ملک اوهیواد کی دننه او له هیواده بهر داسی تور او بی خونده کړ چی اوس په افغانستان کی خو لاپریږده آن په نړی کی هم دده په خوله څوک باور نکوی او آن په ځینو ناستو کی خو ورته په ډاګه هم وویل شول چی دهغی رسواییو ګواه خو په خپله کرزی صاحب هم دی . هغه دپښتو مشهور متل دلته خورا ښه ځای پيداکوی چی وایی : زه هغه ډم یم تور چی نه می ننګ شته نه پیغور.
کله دسیاسی موخولپاره خپله امریکایی انډیوالی په روسی انډیوالی بدلوی ، کله طالبان وروڼه او خبروته یی رابولی، کله بیا دپاکستان سره د سولی د جرګی یون پرمخ بیایی ، کله له انګلستان سره سیاسی تربګینت راپورته کړی ، کله بیا ولس ته په غوصه وی او کله ناکله بیا دی ورته د کمزوتیا اوښکی تویوی ، داسی کانی ترسره کوی چی په الله تعالی می قسم وی چی که انسان له مور زیږیدلی دسینما ستوری او یا دډرامو لوبغاړی وی ، دومره به په خپل کردار کی غښتلی نه وی لکه زمونږ مشر چی څومره پکی پرمختللی دی .
بس یو شی زیات راته دده په ټولو کړنو کی په زړه پوری دی هغه داچی له هرلوری سره چی ده دوکه کړی او یا یی په تشو خبرو تیرایستلی وی ، له دی سره سره په بل وار معامله کی بیا پر کرزی صاحب باور کوی ، خو زه هم چی له ځان سره داسی فکروکړم نو راته جوته شی چی که داهر لوری له خدایه نه وای لری نوبیا ولی هرځل دوی له دغه شان ماهر مداری سره معاملی ته کښینی او یا له هغه سره معامله کوی ، خوداهم دویلو وړ دی چی مقابل لوری هم د نور و په لارښوونه دی ته اړ کیږی چی له ښاغلی ماهر چپن پوشه مداری سره معامله وکړی . دمعاملی په درشل کی داهم نده کوټلی شوی چی خامخا دی په ګټه وی آن تردی چی که سپین اوړه په بیډیو هم ورکول کیږی خو باید معامله ترسره شی اوبس .
دافغانستان ګران او مسلمان ولس دی په دی پوره پوه شی چی دغه شان زمامدارن مو په ملک حاکم وو، هیڅکله به هم داسی ورځ را ته په سترګو نشی چی په هغی کی دی زمونږ سپیڅلی آرمانونه او هیلی پوره شی .
ای افغان مسلمان ولس !
داسی کسانو ته خپلی رایی مه روکوی چی د الله له دین او ستاسی دملک له ملی ګټو سره یی وفا او ژمنتیا دهر څه په سر کی نه ، چی له دغی خوار او په وینو لړلی افغانستان سره عملی مینه ونلری ، چی ددی ولس او هیوادوالو په غمونو او دردونو نه وی خبر ، چی ريښتینی افغان او یوازی دیوه افغانی تابعیت خاوند نه وی، که داسی چا ته رایه ورکړه چی له پورتنیو ټکو سره په ټکر کی وه نو بیا له ځانه پرته بل چا ته د ملامتۍ ګوته مه نیسی .
(فاعتبروا یا اولی الابصار) . الایه
کابل – افغانستان
د۱۳۸۸ هجری لمریزکال د چنګاښ د میاشتی ۱۵،د ۲۰۰۹ میلادی کال دجولای دمیاشتی ۶
شریف

