دولسمشرۍ لپاره خپلواک کانديد میرویس یاسیني د برتانیا له سفير سره وليدل
05.07.2009 21:41دولسمشرۍ لپاره خپلواک نوماند میرویس یاسیني نن له غرمې وروسته په خپل کور کې دانګلستان له سفیر ښاغلي سیډلر سره کتنه وکړه.
په دغه کتنه کې دانګلستان سفیر په افغانستان کې د راتلونکیو ټولټاکنو په اړه دمیرویس یاسینی سره هر اړخیزې خبرې وکړې او په ټاکنو کې د شفافیت او کره والي په ترسره کیدو یې ټینګار وکړ.
دانګلستان سفیر وویل: د ده هیواد په افغانستان کی دکره ټاکنو غوښتونکی دی او په ځانګړي ډول به له هیڅ نوماند څخه ملاتړ ونکړي.
سفیر زیاته کړه: هر هغه څوک چی دافغانانو لخوا ولسمشرۍ ته ونومول شي دوی به یې ملاتړ وکړي او خپلو همکاریو ته به دوام ورکړي.
میرویس یاسینی په دی کتنه کې دانګلستان سفیر ته خپله پنځه کلنه تګلاره بیان کړه.
یاسینی وویل که دولسمشرۍ څوکۍ ته دخلکو لخوا وټاکل شونو د یوژمن ټیم په جوړولو سره به یو سالمه ادراه رامنځته کړي، چی د قانون پلي کول به یې د کارونو په لومړیتوبونو کې وي، خلکو ته به د کار موندلو زمینه برابره کړي، د خلکو په ملاتړ به په هیواد کې امنیت راولي، هغه ناراضي افغانان چې له اوسنۍ ادارې سره په وسله واله مخالفت بوخت دي، دخبرو اترو بلنه ورکړي.
یاسیني دښځو د حقوقو په اړه وویل چې دده اداره به ښځو ته په مساوي ډول د دولت په ټولو برخو کې ونډه ورکوي.
ایمل یوسفزی
د یاسیني د کمپاین ویاند
۰۷۸۶۲۷۲۴۵۱