د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په مزار شریف کې د ميرويس ياسيني په ملاتړ غونډه وشوه

د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين 05.07.2009 01:36

په مزار شریف کې د ميرويس ياسيني په ملاتړ غونډه وشوه

چنګاښ ۱۲ ، ۱۳۸۸

د بلخ ولايت د مزار شریف په ښار کې زرګونو خلکو د ولسمشرۍ د کانديد ميرويس ياسيني څخه ملاتړ اعلان کړ.

د مزار شریف خلکو د ملاتړ غونډه د ارزو په هوټل کې وکړه. غونډې ته سيد محمد رضي حسيني وينا وکړه او نور خلک یې هم د ميرويس ياسيني ملاتړ ته راوبلل. نوموړي وويل چې ميرويس ياسيني مسلمان او د ولس په غم خبر سړی دی.

غونډې ته محمد ظاهر حسيني هم د خلکو په استازيتوب وينا وکړه او ویې ويل چې ميرويس ياسيني د افغانستان د راتلونکې دپاره تر ټولو کانديدانو ښه پلان لري او د افغانستان د ملي وحدت سمبول دی.

یو بل قومي مشر غلام عباس مهدي په غونډه کې حاضرينو ته وويل چې ياسيني مهاجر او مجاهد دی او د هېوادوالو په مشکلاتو خبر دی او ورته هيله مند دي چې د دوی هيلې به واقعيت ته وژباړي.

په غونډه کې درې زره قومي مشرانو، روښانفکرانو، اکاديميکو شخصيتونو او هيوادوالو برخه اخيستې وه.

د ميرويس ياسيني پېژندنه:

ميرويس ياسيني په ۱۹۶۲ ز کال کې د ننګرهار د کامې په ولسوالۍ کې زېږېدلی دی. د ميرويس ياسيني پلار عبدالستار ديني عالم او څارنوال و. ميرويس ياسيني د مکتب تر کچې زده کړې په ننګرهار کې کړي دي او په ۱۹۷۸ ز کال کې مجبوره شو چې د روسانو د يرغل په نتیجه کې پېښور ته مهاجر شي او د هېواد د ازادۍ دپاره هڅې پيل کړي.

د هجرت په ديار کې یې د اسلام اباد د نړيوال اسلامي پوهنتون څخه د شرعياتو او حقوقو په برخه کې په ۱۹۹۱ ز کال کې ليسانس او بيا په همدې څانګه کې په ۱۹۹۳ ز کال کې ماستري لاس ته راوړه. ميرويس ياسيني په ۲۰۰۲ ز کال کې په بېړنۍ لويه جرګه کې، په ۲۰۰۳ ز کال کې د اساسي قانون په لویه جرګه کې، او په ۲۰۰۵ ز کال کې په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازيتوب کړی دی. اوس د ولسي جرګې لومړی مرستيال او د ولس د لا خدمت دپاره د سږه کال په ټولټاکنو کې د ولسمشرۍ کانديد دی.