د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ميدان وردګ غونډه

روح الله وفا 04.07.2009 22:23

د چنګاښ یوولسمه د وردګو او ميدان ولایت په مرکز میدان کې یوه لويه غونډه وشوه غونډه چې د الحاج اختر محمد طاهري په مشرۍ او نوښت جوړه شوې وه د سهار په لسو بجو پیل شوه چې پکې دولس زره کسانو ګډون کړی ؤ.
غونډه قاري علي جان هدایتي د قران سپیڅلي کتاب په مبارکو ایتونو سره پیل شوه وروسته د وردګو او میدان د اوسېدونکو په نمایندګۍ او په ولسي جرګه کې دخلکو استازي الحاج سمیع جان شېرزاده ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او له دوی یې مننه وکړه چې داسې یوې لويې او پرتمینې غونډې ته راغلي دي. نوموړي په خلکو غږ وکړ په ټولټاکنو کې له ډېرې ځیرکۍ نه کار واخلي نوموړي څو ټکو ته په خلاصه توګه اشاره وکړه هغه زیاته کړه چې ټول نوماندان د قدر وړ دي خو دقت پکار د افغانستان راتلونکې مرحلې ته یوه تکړه تجربه کار کس ته اړتیا شته هغه ښاغلی کرزی یوه تجربه کار او د افغانستان د ستونزو نه خبر شخصیت وباله ده سوله د افغانستان لپاره او افغانستان د سولې لپاره دوه اړین کمیتونه دي نو د سولې د راوستلو لپاره کرزی یو اصلي شخصیت وباله. نو د راتلونکو ټولټاکنو لپاره داسې یو کس ته اړتیا شته چې د افغان مظلوم ولس ستونزو ته ځواب ووايي نوموړي په خلکو اواز وکړ چې د کرزي صاحب ملاتړ وکړي.
وروسته د ولایتي شورا ریيس ښاغلی حضرت محمد جانان راغلو مپلمنو ته ښه راغلاست وویل او له دوی نه يې مننه وکړه چې داسې یوې درنې غونډې کې شرکت کوي نوموړي خپلې خبرې په دریو مهمو ټکو کې خلاصه کړې:
۱-د ټولټاکنو اهمیت: هغه وویل چې که غواړئ چې د ظلم ټغر ټول شي که غواړئ په ملک ارامي راشي که غواړئ چې هوسا ژوند ولرو که غواړئ چې افغانستان له سولې سره وي که غواړئ نو په ټولټاکنو کې ګډون وکړئ نوموړي په طالبانو باندې غږ وکړ چې له سیاسي لارې رآس ته ځان ورسوي او په ټولټاکنو کې ګډون وکړي.
۲- د کرزي صاحب تېرې لاسته راوړنې بیان کړې هغه وویل که د کرزي صاحب لاسته راوړنې بیانوو نو میاشتې وخت نیسي ځینې ټوکو ته یې په خلاصه توګه اشاره وکړه لکه : اوس شپږ ملیونه زده کوونکي په زده کړه بوخت دي، تعلیمي نصاب جوړ شوی د روغتیا وزارت ۱/۵ میلیارده ډالره بودیجه لري ۹۵٪ روغتیا ستونزې حل دي، اساسي قانون جوړ دی، اجرایه قوه، مقننه قوه، او قضایه قوه جوړې دي ۱۵ کلن انکشافي پلان عملي کیږي، ۵۰۰۰ کیلومتره سړک جوړېدل، برېښنا، مخابرات چې ۹۰ ٪ مخابراتو، د ټولنې جوړېدل د ۲۱۰۰۰ شوارا ګانو جوړېدل، کلتوري خدمتونه، د کلتوري ټولنو جوړېدل، د رسنیو جوړېدل د بیان د ازاۍ شتون، د ۲۱ تلویزیون ۸۵ رادیو ګانو جوړېدل، د دولتي ودانیو ۷۰ سلنه جوړېدنه ، د بانکونو جوړېدل او په سلګونو داسې نور..
۳- ده د وویل چې ولې کرزي ته رایه ورکوو نو د افغانستان داسې یو حالت چې دلته ۳۰ کاله جګړه وه. تعلیم نه ؤ. اقتصاد صفر، د بودیجې نشتون داسې نورې کړنې د د یوې معجزې شانته دي.
همدارنګه نوموړي د کرزي شخصي صفتونه بیان کړل لکه: د ملي یووالي لېوال، بې تعصبه شخصیت، تحمل او د ښې حوصلې لرونکی، د پوره راهبرۍ شتون، د جهادي شخصیتونو ته احترام درلودل، پوه سیاستوال او داسې نور .............
همدرنګه نوموړي د نورو نوماندانو یادونه وکړه چې دوی به له بهرنیو قواوو غوښتنه کوله چې بمبارد مو قوي ندی او اوس دوی وایی چې مونږ ملي سوله غواړو او له مخالفینو سره خبرې کوو. ورپسې د حاجي اخترو وړوکي زوی د شعر په ویلو سره د ګډونوالو راتګ نه مننه وکړه.
وروسته محمد اصف مصباح د بهسودو، مرکز بهسودو په استازیتوب خبرې وکړې او خپل ملاتړ د کرزي صاحب نه اعلان کړ نوموړي وویل چې ټولټاکنې هم له سیاسي او هم له مذهبي او هم له کلتوري اړخه ډېر اهمیت لري ده د کرزي صاحب ملاتړ او اعلان کړي او د بهسودو او مرکز بهسودو په اوسېدونکو يې غږ وکړ چې د ښاغلي کرزي صیب ملاتړ وکړي.
وروسته ښاغلي عبدالرحمن د کرزي صاحب په اړه یو ښکلی شعر واوروو او د ګډونوالو لخوا په چکچکو بدرګه شو. وروسته ښاغلي ملا عبدالقدیم د مرکز میدان اوسېدونکو په استازیتوب د کرزي صاحب ملاتړ اعلان کړ او نوموړي یو څو شرطونه وړاندې کړل چې په لاندې ډول دي ‎: ۱- مونږ نوموړی مشر ټاکو او دوی به قراني قانون پلی کوي نه دا چې د خلکو حکومت په خلکو بلکه د مونږ له طرفه ټاکل او د قراني حکومت پلي کول د دوی دنده. ۲- ښاغلی کرزی باید له مخالیفونو سره خبرې وکړي او په یوه ټغر یې راټول کړي . ۳- د بهرنیو قواوو د وخت ټاکل او په ځای یې ملي پولیس او ملي اردو ته وده ورکول. وروسته اغلې الحاج بس بي بي د میدان او وردګو د ښځو په استازیتوب د ښاغلي کرزي صاحب نه خپل ملاتړ اعلان کړي او نوموړې په ښاغلي کرزي غږ وکړ چې باید د میدان وردګو ولایت ښځو ته په راتلونکې دوره کې د تعلیم، کار او نورې اسانتیاوې برابرې کړي. همدارنګه انجینیر عبدالولي د ټولو وردګو د علماوو د شورا په نمایندکۍ سره د کرزي صیب ملاتړ اعلان کړ، وروسته د جلګې ولسولۍ استازي ښاغلي قومندان نصرالله د جلګې د ولسوالۍ د خلکو په استازیتوب د ښاغلي کرزي ملاتړ اعلان کړم. ورپسې قبادي د هزاره مېشتو سیمو په استازیتوب د کرزي د ملاتړ اعلان وکړ او وویل چې د ښاغلي کرزي نه یو پېشنهاد لرړ هغه دا چې دوی باید طالبانو ته په دولت کې ځای ورکړي، ورپسې ښاغلي انجینیر شېرولي وردګ د غونډې پریکړه لیک ولوست چې په لاندې ډول دی:
۱- د اسلام سپېڅلي دین باید زمونږ د دولت قانون وي او پوره پوره درناوی یې وشي.
۲- له مخالېفینو سره خبرې کول او د وسلوالو مخالفینو سره سوله کول او په دولت کې ورته ځای ورکول.
۳- د ړندو بمباریو مخه نیول او د بهرنیو د کورونو د تلاشي کولو مخه نیول.
۴- مرکزي اسلامي جمهوري حکومت غواړو او د یو واحد افغانستان برابرول.
۵- د اداري فساد مخه نیول او د ټولنیز عدالت تامینول.
۶- د وردګو ځوانانو لپاره د ښوونې او روزنې برابرول.
۷- د د وردګو ځوانانو لپاره د کار زمینه برابرول.
۸- د وردګو کدرونو ته په راتلونکي دولت کې ځای ورکول.
۹- د وردګو د ولایت بیا رغول.
۱۰- وروسته ښاغلی مولوي عبدالرحمن د دوعایې په ویلو سره غوڼده پای ته ورسوله.


روح الله وفا
د چنګاښ دولسمه د جمعې مبارکي ورځ د کرزي نه د ملاتړ شورا د فتر تر خیمې جوړه شوې وه پکې په سلګونو زده کوونکو، محصلینو او نورو ځوانانو ګډون کړی ؤ.
په پیل کې ښاغلي قاري محمد عابد قرآن سپیڅلي کتاب څو مبارک ایتونه تلاوت کړل ورپسې ګلاب شا احمدزي د زده کوونکو د راغلو زده کوونکو په استازیتوب د غونډې موخه بیان کړې او په ګډونوالو یې غږ وکړ تر څو ښاغلي کرزي د بیا ټاکل کېدو لپاره هلې ځلې وکړي نومړي د کرزي د دورې پرمختګونه د ده شخصي صفتونه او اوصاف بیان کړل.
ورپسې ښاغلي افضل خان د خوشحال خان عالي لیسې د زده کوونکو په استازیتوب خبرې وکړي د ښاغلي کرزي څخه يې خپل ملاتړ اعلان کړ همدارنګه محمد ظریف راغلو مېلمنو ته هر کلی وویل او دوی یې مننه وکړه چې خپل وخت یې دداسې غونډې په جوړولو کې ولګاوه او نومړي د کرزي صاحب څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
ورپسې ښاغلي محمود کرزي د ولسي ملاتړ د دفتر مشر د راغلو زده کوونکو او محصلینو نه مننه وکړه او ښه راغلاست او هرکلی یې ورته وویل نوموړي د کرزي څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.همدارنګه محترم ورور اجمل د رحمان بابا د زده کوونکو په استازیتوب دښاغلي کرزي نه خپل ملاتړ اعلان کړ.
د چنګاښ یوولسمه د کابل ښار د کابل دوبۍ رستورانت کې د کابل د محصلینو لخوا یوه لویه غونډه وشوه چې سلګونو محصلینو پکې
ګډون درلود دوی د ښاغلي کرزي نه خپل ملاتړ اعلان کړ او ښاغلی کرزی یې د راتلونکې دورې لپاره یو تجربه کار شخصیت وباله
همدارنګه د کابل ښار شمشاد هوټل د کابل پوهنتون د محصلینو لخوا یوه لويه غونډه وشوه او دوی د کابل پوهنتون د محصلینو په استازیتوب د ښاغلي حامد کرزي نه ملاتړ اعلان کړ.