اوسنی حکومت په دوو مياشتوکې اس چاغوي

محمدظريف عنايت 01.07.2009 17:08

په تيروکلونوکې زموږ له هيواد سره په ميلياردونو ډالره مرسته وشوه چې د دغو پيسوډيره لږه برخه په هيواد کې د بيارغونې ، ودانيزوچارو، ښوونيزه ،روغتيايي اوپرمختيايي برخوولګيده . خو د دغو پيسوډيره برخه بيرته همدغومرسته کونکوهيوادنوپه يوه اوبل نامه بيرته ورسره يووړه او يو څه يې د نادولتي موسسو له لوري د لکسونو کورونوپه کرايو ،لوړومعاشونواونورومزوچړچو ولګيدې اوپه دې مزوچرچوکې ډيری حکومتي چارواکوهم ښه غوړه ونډه اخستې او دهرچاچې د دغوپيسو په بډه وهلووس شوی نودريغه يې نه ده کړې خو هغه متل دی چې غل اوسه خوپه انصاف ، دوي انصاف هم نه دی کړی ، له بده مرغه حکومت په دې اوه اته کلونوکې دهيواد بيارغونې او د خلکو د اقتصادي وضعيت ښه کولوته هيڅ پام ونکړاوچارواکي يوازې دخپلوجيبونو د ډکولوپه فکرکې و،اوان ډيری چارواکي په خپل هيوادکې په مساپری کې ژوندکوي اوکورنۍ يې په هغه دوهم هيوادکې اوسيږي چې ورته تردې ډيرګران دی اوهسې د چکرلپاره هم خپل هيواد ته نه راځي ځکه چې د دې وطن اب وهواپربده لګيږي !!
په تيرو اتوکلونوکې چې په لويوښارونوکې کومې لويې اوښکلې ودانۍ جوړې شوې ، دا د شخصي اوخصوصي شرکتونوکاردی ، حکومت په دې موده کې يوازې د کابل ښارسړکونه هم ونه رغول د بيلګې په توګه هغه څلويښت متره سړک چې له هوايي ډګرڅخه ترکوټه سنګي اوپل سوخته پورې يې د جوړولو کاردا درې کاله وړاندې پيل شوی له تيرکال راهيسې يې کارپه ټپه ولاړ و اوهمداراز د کوټه سنګي او کمپنۍ ترمنځ سړک چې په تيرواتوکلونوکې په ځلونو د هغې د جوړيدوژمنې شوې دي او په څو تيرو کلونو کې چې څو ښاروالان بدل رابدل شول هر يوه چې کار پيل کړی د دې سړک د جوړولو ټينګه ژمنه يې کړې خو دا ټولې داسې ژمنې وې لکه په کنګل يې چې وليکې اولمرته يې کيږدې. خو کله چې د کانديدانو ټاکنيزه مبارزه پيل شوه دغه يوشميرسړکونه اونورو دغه رازنيمګړو پروژو کارپيل شو.دا نومالومه نه ده که يې کاربشپړشواوکه نه يوازې به دومره وي چې خلکوته به وښودل شي چې اوسنی حکومت دومره ستاسوپه غم کې دی اوکاردرته کوي .
خواوس ټول په دې ښه پوهيدلي چې اوسني حکومت چې په تيرواوواتوکلونو کې يې دغه کارونه ترسره نکړل او په دې نامه په ميليونونو ډالر په بډه ووهل شول اوس په څه کمو دوو مياشتو کې اس چاغوي . که اوسني چارواکي بياهم د تيرپه شان غواړي چې د خلکوسترګوته خاورې وشيندي دا به له دې کړيدلې اولس سره جفا اودوکه وي که څه هم چې خلک اوس له پخوا زيات په هر څه پوهيدلي او هر څول ښه پيژني . نورخلک له تشوشعارونوپه تنګ شوي او نه پوهيږي چاته رايه ورکړي دوي چې له هرچاسره د ملګرتيا لاس ورکړی هغه په سره سيخ داغلی نه پوهيږي چې د ولسمشرۍ په دې يوڅلويښتوکانديدانوکې چې د ډيرو نوم هم له دې وړاندې چا نه واوريدلی کوم يو به په خپلوغوړوژمنوکې ريښتونی اوصادق وي او کوم يو به په اخلاص کاروکړي .


د ليکوال څو نورې لیکنې

   له ټول افغان بلاګونو څخه http://bloguna.tolafghan.com


13.03.2010 10:04 بیلتون

نوریه وهاب

13.03.2010 10:03 غزل

راليږونکی : سندريز شور

12.03.2010 19:02 د فضل الربي رستم ازاد نظم د جلال امرخېل په غږ کې ، ویډیو

12.03.2010 16:11 د اغزو څوکې =شاعر: انجينر متين

وينې د زړگي وې توى لـــــه څـوکــــو د بـــڼو شولې = اوښکې هم ياغي لـــــــه سلطنـــــته د لېـــــمو شولې

12.03.2010 14:01 ژوندی ناخوالی

بلي ! شيريني ته خبري كوي ؟

11.03.2010 14:27 د چا په نوم ؟

11.03.2010 13:04 ويرجن مازديګرى: اصيل ځاځى

دهغودواړو وروڼو، خيرن خچن صورتونه ، په پښوكې زاړه پلاستيكي بوټان شليدلي گريوانونه، دهيلوډكې سترگې اوپه معصوموشونډومړاوى غوندي موسكا مې هر

11.03.2010 10:33 د ملي مشرۍ تشه،درېیمه لاره: ۱۵ برخه

د ډیموکراسۍ له نغارو سره مل یوه نوې نومونه ( اصطلاح) چې زموږ پر غوږونو راننه ایستل کېږي، ملت جوړوونه (Nation Building) ده، حال دا چې موږ دې ته اړتیا

11.03.2010 10:08 نورمحمد سعيد

يو څو شيبې لانورې مې دمات.....

11.03.2010 08:07 غزل

سندريز شور

13.03.2010 21:30 وروستۍ لار: شیرین اغا جهانګیر

د خپل خاوند د مېز د پاسه يې یو لیک ولیده. لیک يې راپورته کړه. په لیک کې لیکلي وو: - ګمان کوم چې د بیمې پېسې به ستا او زمونږ د بچو د ژوند لپاره بس

13.03.2010 21:22 غزل: واثيق سنګريار

پر سپین غربــــه دبلال آذان شــروع شي لـــــه پامیره بــــه وارو نه د نیزو شي

13.03.2010 21:05 غزل: شیرین اغا جهانګیر

تیارو کې به دې ګورمه ډېوې ځان سره وړمه تا غواړمه له ستورو د آسمانه که رانه شې

13.03.2010 18:14 ته خو بيا هم غير حاضر شه کنه/ اديب

ددې بې شرمې د ګوتې څنډيدو سره زه هم د کوټې په لور روان شوم چې را نارې يې کړي. دې حرامې ته مو لږ نصيحت وکړې کنه خداې دې درباندې ودره وي

13.03.2010 16:29 ناکامه منډه / وږمه سبا عامر

13.03.2010 15:40 My Name is Khan

آرش ننګیال : پښتون خو تروریست نه

13.03.2010 13:19 غزل / ګلورينه

13.03.2010 12:20 امریکايي بدمعاشي او د افغانانو ستونزې!!!!!

محمدالله ارین احمدزی

13.03.2010 11:46 ډالۍ: شیرین اغا جهانګیر

د ګلدانۍ په یوې ټوټې يې لیکلي وو: * مننه ښوونکیه! ورځ دې مبارک شه!*

13.03.2010 11:44 طمع: شیرین اغا جهانګیر

هغې ورته په ډېر سکون ځواب ورکړه: - بیا به اولاد رانه د خپل د پلار د نوم پوښتنه کوي، زه باید د هغه د پوښتې لپاره ځواب ولرم