د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

وزيراعلی په ولي باغ چارسده کې د سنګين ولي خان کور او قبر له ورغلو او دعا يې وکړه

زاهد بونېری 29.06.2009 22:06

پېښور : د خدائي خدمتګار تحريک باني خان عبدالغفار خان نمسي ، د عوامي نېشنل پارټۍ د رهبرتحريک خان عبدالولي خان مرحوم زوی، اؤ د اې اين پي د مرکزي صدر اسفنديارولي خان کشر ورور سنګين ولي خان د مرګ اولنۍ کليزه په ډېر احترام او سادګۍ سره په ولي باغ چارسده کښې اونمانخل شوه.

 په دې غونډه کښې د عوامي نېشنل پارټۍ صوبائي صدر افراسياب خان خټک ، پخواني وفاقي وزير محمد اعظم خان هوتي سره سره د ګوند نورو مشرانو اؤ کارکنانو شرکت درلود.

په دې موقعه د قران پاک د تلاوت سره سره د خدائې بخلي په حق کې دعا کېده .

 د پښتونخوا صوبې وزيراعلی اميرحېدرخان سره د سنيئر وزير بشيراحمد بلور ، د صوبائي اسمبلۍ د غړي فضل شکور ، د فرنټيئر کانسټبلرۍ د کمانډنټ ظفرالله خان هم هلته ورغلو اؤ په دې غونډه کښې ئې برخه واخيستله.

په اجتماعي دعا کښې د ضلعې د انتظامئې افسرانو سره سره زاړه خدائې خدمتګاران هم ناست وو.

 دلته د ناستې نه لږه شېبه وړاندې وزيراعلی د ولي باغ مقبرې ته ورغلو اؤ د خان عبدالولي خان اؤ سنګين ولي خان په قبرونو ئې د ګلونو څادرې اوغړولې اؤ ددوۍ په حق کښې ئې دعا اوکړه.