د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کندهارولایت ددری اولسوالیو دډنډ، تخته پل او دامان قومی مشرانو د احمدولی خان کرزي سره وليدل

تورن نیک محمد 29.06.2009 12:24

د روان کال د چنګاښ پر(۴) نیټه باندی د کندهارولایت ددری اولسوالیو دډنډ، تخته پل او دامان قومی مشرانو د خلکو استازو او نمایدګانو دکندهاردانتخاباتی کمپاین ددفترسالون ته تشریف راوړی و.او په غونډه کښی دسهیل لویدیځی حوزی دانتخاباتی کمپاین مسول ښاغلی احمدولی خان کرزی اود کندهار دانتخاباتی کمپاین ددفترریس ښاغلی الحاج سید فضل الدین اغا حاضروه.
غونډه دقران کریم دڅو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه وروسته دانتخاباتی کمپاین ددفتر ویاند ښاغلی تورن صاحب نیک محمدخان جرات وراغلو میلمنو ته ښه راغلاست ووایه او دغونډی ددایریدو هدف یی واضح کړی. وروسته د جنوب غرب حوزی دانتخاباتی کمپاین مسول ښاغلی احمدولی خان کرزی دانتخاباتو په اړوند هر اړخیزه خبری وکړی او د ټولو مشرانو څخه وغوښتل چی ښاغلی حامدکرزی ته چی په اوسنی شرایطو کښی وړکاندید دی خپله داعتماد رایه ورته ورکړی.
وروسته د تخته پل اولسوالی څخه حاجی لعل محمد او حاجی لوی لالا اودامان اولسوالی څخه حاجی سردار پهلوان ،ددالله او د ډنډاولسوالی څخه حاجی ملک دنظرګل او حاحی اخترمحمد دښاغلی احمد ولی خان کرزی دخبرو د حمایه په خاطر خپل دنظرونه وویل وروسته ټول ګډون والو درایو په اتفاق فیصله وه کړخ چی موږ به خپله داعتماد رایه وه ښاغلی حامد کرزی ته ورکوو.

ورسته غونډه دیوه دوعا په ویلو سره پای ته ورسیده.

دويمه غونډه

دروان کال دچنګاښ پر۷ نیټه باندی دکندهار ولایت د خاکریز،غورک، نیش او شاولیکوټ اولسوالیوپه سلګونو قومی مشران دینی عالمان دولس استازی دکندهار دانتخاباتی کمپاین ددفتر په سالون کښی دسهیل لویدیځی حوزی دانتخاباتی کمپاین مسول ښاغلی احمدولی خان سره پداسی حالت کښی چی دکندهاردانتخاباتی کمپاین ددفترریس ښاغلی الحاج سیدفضل الدین اغااو دکمپاین دکمیسون غړی حاضروه وکتل.
غونډه دقران کریم دڅو مبارکو ایتونو په تلاوت سره شروع شوه وروسته د جنوب غرب حوزی دانتخاباتی کمپاین ویاند ښاغلی تورن صاحب نیک محمد جرات لخوا راغلو مشرانو ته هر کلی وویل شو وروسته د سهیل لویدیځی حوزی د انتخاباتی کمپاین مسول احمدولی خان کرزی او دکندهاردانتخاباتی کمپاین ددفتر ریس ښاغلی الحاج سید فضل الدین اغا لخوا دموضوع په اړوند هراړخیزی خبری وشوی همدغه رنګه دکندهار ولایت شورا غړی حاجی سیدجان هم خبری وکړی وروسته د شاولیکوټ اولسوالی څخه حاجی زین الله اخوندزاده صاحب ، الحاج شیراغا ، د خاکریزاولسوالی څخه نظر علی خان دغورک اولسوالی څخه حاجی عبدالنبی خان دموضوع په اړوند خپل نظرونه د ګډون والو په واړندی واورول. دغونډی په وروستنی برخه کښی فیصله وشو چی موږ د څلورو اولسوالیو مشرانو تاسو او ستاسو په ‌ذریعه ښاغلی حامدکرزی ته وعده ورکووچه موږ یی ترشاه ولاړیو او مکمل حمایت یی کوو.