مړه سبك ده نه يايم ماته مه خپله ګوړه راكړه
28.06.2009 18:05زما د شينوارو لهجه ډېره خوښېږي په ځانګړې توګه د دوى اصطلاحات او چې وايې ورم نو بيا يې تر ډېره وخته له ځان سره زمزمه كوم. يو ځل مې له يوۀ اوريدلي وو چې “خبره ليا يوه ښه وي ليا دوه ښې وي“ دا مې هيڅكله له ياده نه وځي. د مهاجرت په ورځو كې مو له شينوارو سره جومات هم شريك ؤ او ښه راشه درشه مو لرله. يوه ورځ يو شينواري په جومات كې له ملاسره قرانكريم شروع كړ او ملا ته يې د شروع په خوږه كې دوه كيلو ګوړه وركړه. شينوارى ډېر ټوكي او خوش طبع سړى ؤ ملا يوه ورځ ور ته په غوسه شو ځكه چې سبق يې نه زده كيدو نو شينواري غوښتل چې د ملا غوسه سړه كړي او لږ يې وخندوي، ملا ته يې وويل: “مړه سبك ده نه يايم ماته مه خپله ګوړه راكړه” دې خبرې د جومات ټول خلك وخندول چې د ملا ټنډه هم وغوړيده او لاحوله ولا يې ووې. ملالۍ شينوارې زما ايډيال پښتنه ملاله وه او ما به چې هر وخت د دې ايمانداري، پښتونولي او ميړانه ليده نو هغه د عبدالرحمن بابا خبره :
د ديندارې ارتينې له يوې كوښې
صدقه شه سل بې دينه نارينه”
خو چې تېره شپه مې د خپلې دې نوميالۍ وكيلې خبرې واوريدې چې په واز كومي يې كرزي ته كمپاين كاوه او ويل يې چې زما رايه د كرزي ده او تاسو هم رايه وركړئ نو نژدې مې له خولې ورته ښيرا وتلې وه خو زر مې ځان قابو كړ ځكه ما ويل كه چېرته ښيرا وكړم او ووايم چې ملالۍ خداى دې د واده په ورا بمباري وكړه نو زما نور شينواري عزيزان به په كې مړه شي، نور خواږه دوستان به مې په كې كونډ، يتيمان او يسيران شي. ځكه خو يوازې په خپله وركړې رايه پښيمان يم او لكه څنګه چې دا د رايو له اوصولو واوښته او “سري” پټې رايې يې بربنډې كړې او ويې ويل چې زما رايه د كرزي ده نو زه هم له سترې پښيمانيتا له ملالۍ نه خپله رايه بېرته اخلم او د هغه ټوكي شينواري خبره چې “مړه سبك ده نه يايم ماته مه خپله ګوړه راكړه” .











والکه فضلياره ! طرفدارى به ډېر نه کوې، کنه بيا دې ګوره حل وايم
عزيزانو، له کرزي صاحب او د هغه له نامتجانسه او مکروه ټيم نه نور څه غواړئ؟! مړه ښاماران ولې په خېټه خېټه کې پسې وهئ. تاسو نه ګورئ چې د کرزي صاحب ډلې باندې سخته وبا ګډه ده. زياتره غړي يې ښايي ډېر ژر هاګ بين المللي محکمې ته وکاږل شي. ښه دا ده چې د دې پر ځای راتلونکي ولسمشر ته سر له اوسه لازمې سپارښتنې ورکړئ چې خپل پروګرام کې ورته پام وکړي، ښه به وي.
پاتې شوه ملالۍ جانه! انسان دی آخر! اشتباه ځنې کېږي. الله پاک غفور او رحيم دی معاف به يې کړي. دروغ د راوي له غاړې، هغه وايي چې په خپلې غلطۍ اوس ډېره پښېمانه ده.
سلامونه!
درانه سمسور صيب ته يوازې همدومره وايم وروره تاسو د فردي حق خبره كړې ده خو ملالۍ اوس يو فرد نه بلكې دخلكو استازې ده. هغه هم داسې استازې چې د كابل په حوضه كې د اكثريت رايو وړونكو په كتار كې وه. اوس يې هم خپله رايه او نظر په فردي توګه نه دى څرګند كړى بلكې د ټلويزيون له لارې يې له خپلو مؤكلينو هم وغوښتل چې كرزي ته رايه وركړي. بې له دې چې له خپلو مؤكلينو سره مشوره وكړي او بې له دې چې د كرزي ظرفيت، افغانيت ، درايت او په ځانګړې توګه د ده شريف مرستيالان په پام كې ونيسي.
له ټولوليكوالو وروڼو مننه كوم چې زما دا لنډه ګنډه ليكنه يې په دومره ليكلنو او نظرونو و ارزوله . زما په نظر نور پرې څه نه دي پاتې چې وليكل شي له ټولو دوستانو هيله ده چې نويو موضوع گانو باندې خپل نظرونه وركړي.
په همدې هيله
تدبير
درانه سمسور شينواري او ښاغلي لرغوني لاروي صيب ته سلامونه!
وروڼو خبره يوڅه درنه شخصي شوې او تاويلو ماويلو ته رسيدلې ده.
ما دا موضوع د يو ملي ليدلوري له مخې مطرح كړې وه. خداى دې وكړي چې ستاسو دواړو د زړه بدوالي لامل نه شي. سمسور صيب ته يوازې همدومره وايم وروره تاسو د فردي حق خبره كړې ده خو ملالۍ اوس يو فرد نه بلكې دخلكو استازې ده. هغه هم داسې استازې چې د كابل په حوضه كې د اكثريت رايو وړونكو په كتار كې وه. اوس يې هم خپله رايه او نظر په فردي توګه نه دى څرګند كړى بلكې د ټلويزيون له لارې يې له خپلو مؤكلينو هم وغوښتل چې كرزي ته رايه وركړي. بې له دې چې له خپلو مؤكلينو سره مشوره وكړي او بې له دې چې د كرزي ظرفيت، افغانيت ، درايت او په ځانګړې توګه د ده شريف مرستيالان په پام كې ونيسي.