د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اشرف غني د مناظرې چلنج ورکړ، کرزي ومانه

سید شاه سقیم 24.06.2009 10:16

کابل، افغانستان (۳ سرطان، ۱۳۸۸)- د ولسمشرۍ لپاره کانديد اشرف غني احمدزي په تیرو اونیو کې په بیلابیلو مناسبتونو کې ښاغلي حامد کرزي ته د مناظرې چلنج ورکړ. د ښاغلي کرزي د کمپاین دفتر نن څرګنده کړه، چې ده د اشرف غني دغه چلنج ومنلو.
"افغانانو کرزي صاحب ته ۵ کاله چانس ورکړ، چې ځان د يو واقعي رهبر په توګه ثابت کړي. خو هغه د اصلاحاتو او ریفورم د عملي کولو پر ځای اداري فساد او اختلاس زیات کړ او دولتي امکانات يې د خپلو سياسي متحدينو په اختیار کې ورکړل. په نتیجه کې افغانان نن لږترین اقتصادي امکانات او لږترین تعلیمي او تحصیلي امکانات لري، امنیت نه لري، او ژوند يې هره شیبه په خطر کې دی. خو دغه هیواد وړتیا لرله، چې خپلو اوسیدونکو ته عالي اقتصادي، تعليمي او امنیتي شرایط برابر کړي. د ماليې وزير په توګه ما د ملي عوايدو کچه لوړه کړله، او خلکو ته مې ښې نتيجې ورکړلې. زه به د کرزي د ناکام رهبریت خلاف په دغې ژوندۍ مناظره کې ګډون کوم، دغه به بهترینه موقع وي، چې د هغه د نظریاتو نشتوالی زما له خاصو پلانونو او طرحو سره مخامخ شي. زما پلانونه دا دي، چې په پنځو کالونو کې يو مليون نوي کارونه منځته راوړم، يو مليون نوي کورونه، چې کورنۍ په کې باوقاره ژوند وکړای شي، جوړ کړم، او په افغانستان کې عدالت بیرته تامین او قانون حاکم کړم." اشرف غني احمدزی
له هغه وخته، چې د جوزا پر ۲۶مه د انتخاباتي کمپاين رسمي موده پيل شوه، اشرف غني ښاغلي کرزي ته پر پنځو مهمو موضوعاتو د مناظرې بلنه ورکړه: امنیت، ثبات او قانونیت؛ موثره دولتداري؛ کارونه او پايداره اقتصادي پراختیا؛ تعلیم، صحت او له آسیب-پذیرو طبقو سره مرسته، ملي وحدت، او نړيوال شراکت.
اشرف غني ټينګار وکړ، چې دغه مناظرې باید د خلکو مخته وي او د راډيو او تلویزیون له لارې ژوندۍ خپرې شي، چې لا ډېرو رايه ورکوونکيو ته ددغو مناظرو د کتنې او اورېدنې موقع ورکړل شي. همداراز موږ د ښاغلي کرزي د کمپاين د ویاند هغه توضیحات ردوو، چې وايي کرزی به د مناظرو لپاره مهالویش اعلانوي. د مناظرو مهالویش باید د يو دریمګړي ارګان لخوا مخکې له مخکې ترتیب او اعلان شي نه د ښاغلي کرزي لخوا.
 
د اشرف غني په اړه:
اشرف غني احمدزی د افغانستان د راتلونکې ولسمشرۍ لپاره يو وتلی کاندید دی. هغه پر ۱۳۸۱ کال د افغانستان د ولسمشر د لوی سلاکار په توګه دنده تر سره کړه او بيا د بیړنۍ لويې جرګې لخوا له جوزا ۱۳۸۲ تر قوس ۱۳۸۳ پورې د افغانستان د انتقالي حکومت د ماليې وزير په توګه وټاکل شو، چې د خپل دوه نیم کلن زيار او لاسته راوړنو له کبله د آسيا د بهترين ماليې وزير په توګه وپیژندل شو. د ماليې وزارت پر مهال، يې د اصلاحاتو يو پراخ پروګرام پيل کړ او د هغې له لارې يې د ولسي سرمايه ګذارۍ لپاره پلانونه په کار واچول، چې د افغانانو د ژوندانه په بهترولو کې يې اغیزمن رول ولوباوه. ده د افغانستان لپاره د نړيوالو مرستو د انسجام ادارې مشري وکړه، چې د مرستو جلب او انسجام په برخه کې يې په ډېر موثريت کار وکړ.
اشرف غني احمدزی نه يوازې په افغانستان بلکې د نورې نړۍ په لويو ارګانونو کې په لوړو پوستونو کار کړی، چې هیواد ته له خپل افغاني فکر او احساس سره پراخه نړيواله تجربه هم راوړي. دی پر ۱۳۷۰ کال د نړيوال بانک د کارمند په توګه وګمارل شو، چې نږدې ۱۰ کالونه يې ورسره کار وکړ. په لومړيو ۵ کالونو کې دده توجه پر شرقي او جنوبي آسيا وه، چې د پراختيا د عمده سکتورونو (له سرک نه نيولې تر برېښنا پورې) تجربې يې تر لاسه کړلې. ده په ځينو لويو هیوادونو لکه چين، هند، بنګله دېش، پاکستان او ویتنام کې په غټو اقتصادي پروژو باندې کار وکړ. په دويم ۵ کالونو کې دده مهم او محوري کار پر ستراتيژي جوړولو او د لويو سکتورونو په بنيادي تحولاتو باندې و، چې د هغې په ترڅ کې يې د روسيې د معادنو د کارګرانو د معاشاتو نظام جوړ کړ. د خپلو هغو مسوولیتونو له کبله، چې په نړيوال بانک کې يې ترسره کړل، د نړيوالو مرستو منفي او مثبت جهتونه په دقت سره وارزول او دا يې وموندله، چې يو هیواد ته بهرنۍ مرستې يوازې او يوازې هغه وخت اغیزمنې کیدای شي، چې دا هیواد يو قاطع رهبريت ولري.
د ۱۳۸۳ ش کال انتخاباتو وروسته له اشرف غني احمدزي څخه ولسمشر کرزي وغوښتل، چې د انتخابي حکومت په کابينه کې کار وکړي، خو ده دغه وړانديز ونه مانه، ځکه چې د ولسمشر په کړنو کې يې د بدلون او تغير لپاره کوم تعهد او پروګرام ونه ليد. ده په کابينه کې د کار پر ځای د کابل پوهنتون رياست غوره وباله، چې وکړای شي د هیواد ځوان نسل ته په پوهنيز ډګر کې خدمت وکړي. سره له دې، چې اشرف غني احمدزی په کابينه کې نه و، خو په دغه ټوله موده کې په ملي او نړيواله کچه په سياسي کړيو کې د یو بارسوخه شخص په توګه مطرح و.
د نورو معلوماتو لپاره زموږ ویبسايټ وګورئ:   www.AshrafGhani.af