د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

وطن په ګلدرو کښې

فيروز افريدی 23.06.2009 12:57

فيروز افريدي نوې کتاب(د وطن په ګلدرو کښې چاپ شو)
د کتاب نوم _______ د وطن په ګلدرو کښې
د کال ٢٠٠٨ او ٢٠٠٩ رپورتاژونه
ليکوونکی _______ فیروز اپريدي
د اشاعت کال _______ مئى ٢٠٠٩ء
تعداد _______ ٥٠٠
کمپوزر _______ آدم خان
پروف او املا کتنه____ پروفیسر اباسين يوسفزی
قيمت: _______ ١٥٠ روپۍ

د موندلو درک:
د کابل، کندهار، جلال آباد، کوئټې، پېښور او کراچۍ د کتابونو په هر لوئی دوکان
کښې موندلی شي.

خپروونکي:
• پېښور پښتو ادبي جرګه رجسټرډ، پیښور پاکستان
• پاک پښتو ادبي ټولنه قطر

خلق له ځانه هم د خپل ماضي تيَرې پټوي
مونږ په محفل کښې زړونه ښايو هيڅ پروا نۀ لرو
(اباسين)

زمونږ بې رويه بې ريا او دروند پښتون ملګرے فېروز افريدے الله پاک د پښتو په مينه داسې مست کړے دے چې د خپل امدن کافي برخه او د خپلو صلاحيتونو پوره خزانه په ډېر اخلاص د پښتو جولۍ ته اچوي. په دغه رپورتاژونو کښې ډېر په معصوميت د خپل زړۀ وړې وړې او ګټورې خبرې په داسې سادګۍ او روانۍ بيانوي چې لوستونکے کله د چاپېرچل، کله د قيصې او کله د منظرکشۍ په مستو مستو چپو کښې ورلاهو کړي. په ظاهره عامه او معمولي خبره کښې دوه څلور جُملې دومره د کار واچوي چې غېرضروري شے هم ډېر ضروري او د کار شي. او غالباً چې دغه د ليکوال فیروز نه زيات د انسان  فېروز د صداقت او قامولۍ د جذبو بُخار دے. مسافرۍ دا ښاغلے لکه د سندان کلک کړے دے او لکه د رېښمو ئې نرم کړی دی. د ژبې، خاورې او وطن د مينې نه جوړ فېروز افريدے که نثر ليکي او که شعر هم په دغه مينه، درد او څړيکو کښې انغښتے وي ځکه د اطمينان، سکون او قراري سره د پرمختګ جذبو له هم وده ورکوي.

الله دې ساده او صادق ليکونکي نور هم وځلوي.
مننه
نېټه: ٢٥ اپرېل ٢٠٠٩ء
اباسين يوسفزی
چيئرمین، پښتو څانګه
اسلاميه کالج پوهنتون، پیښور