د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د بېستون د ډبر ليك به اړه نوې شننه

محمود مرهون 21.06.2009 15:28

په پښتو ادب کي لرغوني متون

د يوې ژبي لرغوني متون د هغې ژبي د لرغونتوب نښه او نښانه ده،ځکه د يوې ژبي له لرغوونو متون څخه د هغې ژبي د ويونکو تاريخ،موقعت(ځاى)کلتور،او عنعنات(دودونه) په ښکاره کولو او پېژندلو کي پوره پوره کار اخستل کيږي،او تر ډيره ځايه همدغه متون د ژبي کره والى او تاريخي قدامت په ډاګه او د ژبي څرنګوالى،ريښه او منشه څيړنکو ته په لاس ورکوي.
په پښتو ادب کي ډير لرغوني متون ليدل سوي او اوريدل سوي دي خو له بدمرغه چي ډير يې د زمان او مکان له جبره لا لاسه تللي او نيست او نابود سوي دي،د زمان له لاسه ځکه چي زمانه پر زمانه پر دې خاوره(د پښتنو پر سيمو)پرديو يرغلګرو حملې کړي او د دې هيواد تاريخي ارزښتونه يې له منځه وړي او يا يې هم له ځانه سره وړي دي.
او دمکان له جبره ځکه مهمه مسئله ده چي پښتانه اولسونه تر ډيره وخته کوچيان پاته سوي دي يعني له يوه ځايه به بل ځاى ته کوچيدل نو په دې اساس يې په ډير ځايونو او مکانو کي هستوګنه کړې ده چي هلته يې اثار پاته سوي او ورک سوي دي او يا هم هلته پاته دي چي تر اوسه يې چاته پته نسته.
په پښتو ادب کي تر ټولو لرغوني کليمې چي په ليکل ډول تر موږ را رسيدلي هغه دوه نيم زره کاله پخوا د هخامنشي کورنۍ د مشهور پاچا لوى داريوش په زمانه کي د ده په امر د بغستان(بېستون)پر غره په يو ډبر ليک کي کيندل سوي دي چي لوى استاد علامه عبدالحي حبيبيF د پښتو ادبياتو تاريخ په دوهم ټوک کي په دې اړه پوره څيړنه کړې ده چي په لنډه توګه داسي ده:
(لوى داريوش د ايران د هخامنشي کورنۍ يو مشهور پاچا دى کم چي د (٥٢٢ مخ-زېږد یا قبل المیلاد) څخه يې تر (٤٨٦ مخ-زېږد یا قبل المیلاد) پوري سلطنت کړى دى د ده په امر د بغستا(بېستون)پر غره يو ډبر ليک کيندل سوى دى او په څلورم ستون او (٦٣ او ٦٤)بند کي يې داسي يوه اخلاقي حماسه ليکلې ده((داريوش پاچا وائي:اورمزاد او نورو بغانو(خديانو)ځکه زما مرسته وکړه،چي نه اړيکى وم،نه دروهونکى وم،نه ځوروونکى وم،نه زه،نه مي کورنۍ له رښتيا څخه واوښتو.
نه مي مرئي،نه مي بيوزلى و ځورا وه.چاچي زما د کورنۍ مرسته وکړه،هغه مي نازاوه او چا چي زما د کورنۍ ورانى و غوښته،هغه مي و ځوبلاوه.)).
دوکتور معين د تهران پوهنتون استاد وائي چي:په دې اخلاقي حماسه کي په خاص ډول يو درې مسريزه شعر راغلى دى چي داسي دى:

1:Nê a ri ka â hum
2:Nê drau ja na â hum
3:Nê zura ka ra â hum


دا درې مسرې داسي لوستل کيږي:

١:نې ارې که آهــــم
٢:نې دروجه نه آهــم
٣:نې زوره که ره آهـم
اوس کچيري دغو مسريو ته ځير سو او بيلي هجاوي يې سره و مښلو نو دا خو د پښتو دا جملې ځني جوړيږي:
١:نې اړيکـــــــــه اوم
٢:نې دروه جنـــــه اوم
٣:نې ځور کــــــــړه او
دا خو سو د دغي کتبې په اړه د استاد معلوماتو،استاد د دغو دروجملو د روښانه کولو په يوه برخه کي داسي ليکي:
((نې (Nê)پښتو کي د (نه يې)مخفف دى،نه د انکار او نفي او انکار تورى دى چي په اوستا کي(NOIT)او په سنسکريت کي(NED)او په پهلوي کي (NE)وو)).(پ-٢٤٢-ص)
تر دې ځايه زه له استاده سره پر دې خبره هم نظره او موافق يم،مګر د(اړيکه)کلمه ماته ځيني نور نظريات را پيدا کوي،که څه هم استاد په دې اړه پوره پوره څيړنه او معلومات ورکړي او تر ډيره ځايه يې خبره د پخلي تر کوره رسوي خو زما د استاد دا يوه خبره نه هيريږي چي ويل به يې ما دا لار(د څيړني لار)پرا نيسته بشپړه مي نکړه تاسو(راتلونکي)يې تعقيب او بشپړ کړى،نو زما په نظر دا د اړيکي کليمه په اصل او آر کي له اړ،تړاو او اړي څخه اخستل سوى دى چي د کار درلودلو په مانا هم استعماليدى او استعماليږي،لکه په اوسنى کندهارى او نورو لهجو کي يې استعمال په دې توګه ډير زيات رواج او عام دى:
په چا اړه نلري(پر چا تړاو نلري)
په ما اړه نلري(زما سره تړاو نلري او زه کار نه په لرم؟)
او په تا اړه نلري(زما کار دى زه په پوهېږم په تا پوري هيڅ تړاو او غرض نلري.
او په دې اړه د پښتو په ټولو لهجو کي يوه ډيره عامه اصطلاح سته چي د يو نا پېژندوى کس د ليدو په وخت کي استعماليږي هغه دا چي(په چا پوري اړه لرې او يا د چا پوري اړه لري)
خو دا خبره تکراراً بيا کوم چي دا زما نظر دى نه د استاد متن په اړه د نظر نه منل.
استاد د دې درو جملو د يوې بلي کليمې(آهم) په اړه چي پر درو سرو جملو کي سته په اړه وائي چي دا (وم،اﺆم)څخه مشتاق بولي،مګر زما په نظر دا د نن ورځي له اخم څخه مراد دى ځکه د ډيرو ژبو په ليک دودو کي د بلي ژبي په څير توري نه وي نو بيا کله چي هغوى د بلي ژبي لغات ليکي نو په خپل ليک دود کي د سته الفبا څخه داسي کار اخلي چي هغه ته ورته يا بديل لفظ را وړي چي په لاندي مثالو کي يې ښه ترا ليدلاى سو.

اصلي شکل اوښتى شکل(په ترکي کي)
خليل حليل(Halil)
خيال(فکر) حيال(Hayal)
محمود مهموت(Mahmut)
اوس ځيني اوښتي مثالونه په عربي کي:
اصلي شکل اوښتى شکل
لوګر لوجر
باګرام باجرام
او په دې توګه په زرګونه نور لغاتونه سته چي په يوه ژبه کي په اوښتي بڼه مګر په يوه مانا ليکل کيږي نو څنګه چي استاد په دې جملو کي ارې که (اړيکه) بولي او په ثبوت يې رسوې او يا دروجه نه يې په دروه جنه په ثبوت رسولې ده نو زما په نظر دا آهم هم په اصلي بڼه کي اخم دى تاسي دا لمړى جمله و ګورى:
لاس ته راغلي شکل دوهم يا زموږ شکل
نې ارې که آهم نې اړيکه اخم
کچيري و ګورو دا جمله اوس هم په عيني شکل يا لږ تغير په پښتو کي استعماليږي هغه داسي(زه مي خپل کار کوم په چا اړه نلرم خپل کار مي کوم چي څوک څه کوي وه دي يې کړي يعني زه په چا بندو واز نه يم).
او د زور کره کليمه استاد د ځور(تکليف ورکوني) له کليمې او اره څخه بولي خو زما په نظر دا د پښتو د ژوندى کليمې(زور) څخه اخستل سوې کليمه ده،او کچيري همدې جملې ته په ښه غور او پاملرنه وکتل سي دلته دا کليمه همدا د زور مانا ور کوي چي دا مانا ترې اخستاى سو چي د چا زور زياتي نه اخم يا نه منم،لکه د پښتو يو بله اصطلاح چي اکثر استعماليږي چي وائي (پلاني جنګ په پيسو اخلي).
چي دا جمله تر اوسه پوري په کندهارى،زابلى او شال واله(کوټه واله)پښتو لهجه کي ژوندى ده ان چي په کوټه واله لهجه کي خو دونه عامه ده چي د يوه ډايلوګ رنګ يې اخستى چي داسي استعماليږي(ياري منم زور او بدماشي نه منم)ان چي په شال(کوټه)کي په دې نامه يو فلم هم جوړ سوى دى.
او په دې جملو کي چي دا درې جملې په پوره توګه پښتو په ثبوت رسوي هغه د دروه جنه کليمه ده چي تر اوسه هم هغسي استعماليږي ښائي دلته تاسو ته سوال پيدا سي کچيري دا له دروغجنه څخه اخستل سوې وي او د چم،فريب او حيلې په مانا وي نو په دې کليمه کي (غ) ولي له منځه تللى نو د دې خبري د ثبوت لپاره به تر دې بل ښکاره ثبوت څه وي چي په ډيرو پښتو لهجو کي د ځينو ځيږو تورو د استعمال د سختى په خاطر هغه تور نه استعماليږي مګر په ليک کي ليکل کيږي مثلً په مشرقي خوا کي (زړه ته ړه واي يا زڼکي ڼکى وائي او يا هم نجلۍ ته جلى وائي).
او يا هم په لويدځ او يا جنوب لويديځ کي زمونږ کليمه په موږ اوښتې ده او يا ډير وخت (ف)په (پ) او (ق) په (ک) اړه وي چي دا يو ډول لهجوي مشکلات نه بلکي عنعنات دي.
زما په فکر د دې خبري په اړه به نور د بحث اوږده ول ښه نه وي را به سو د دې جملو رنګ به په اوسنيو ادبياتو کي و ګورو:
١:نې ارې که آهم:
نې اړيکه اخم(نه په چا اړه لرم او نه په چا کار لرم خپل کار مي کوم).
٢:نې دروجه نه آهم:
نې دروجنه اخم(نه د چا چم،فريب او حيله اخلم يا قبلوم).
٣:نې زوره که ره آهم:
نې زور کړه اخم(د چا زور زياتى او ظلم هم نه منم).
نو اوس که دې دريو جملو ته وګورو او پښتنو ته و ګورو دا د پښتنو هغه درې نجيبه او سپيڅلي خويونه دي چي يو وخت مشهورو نړۍ پېژندونکو په دى کي ليدلي وه او د دى د اوسيدو سيمي او هيواد ته يې د اريانا نوم ورکړى وو.
نو په لنډه توګه دا شعر داسي مانا لري :
(نه په چا کار لرم(چاته تاون او زيان نه رسوم)،نه د چا چم فريب او دوکه منم ،او نه د چا زور زياتى منم).
چي دا د نړۍ په تاريخ کي په ثبوت هم رسيدلې ده نو دا د پښتونتوب درې مهم اصله هم بللاى سو.