د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ارګ مېلمستيا ولي وځنډېدل؟

عبدالنافع همت/ کابل 14.06.2009 15:16

په ارګ کې دا مېلمستيا د يو شمېر قومي مشرانو په وياړ جوړه شوې وه چې د کابينې غړيو، معينانو او واليانو هم برخه پکښي درلوده. ولسمشر په خورا خوښۍ د ډوډۍ خوتالار ته راغی خو کله چې د ډوډۍ خولو مېز ته کښېناست خو ناببره يې تندی تريو او له درده سور شو. له دې سره سم ټول وارخطاشول چې يا خدايه څه پېښه شوه؟
 ولسمشر مخ ته پروت د غورمې غاب ورپورته کړ، بوی يې کړ  او بيا يې په درب بيرته پر مېز کښېښود. له دې درب سره لکه ځانمرګی بريد چې شوی وي، د کابينې ټول غړي، معينان او واليان له خپلو ځايونو ولاړ شول. يو وزير چې تر دې مهاله يې له لوږي پرله پسې ارږمۍ کښلې، ناڅاپه يې خوله داسي کلکه بنده شوه لکه د يو چا زامي چې د يخ له امله سره تېري شي. ولسمشر وويل : اشپز چېري دی، ژر يې راوغواړئ؟ اشپز چې تر دې مهاله د ډوډۍ خوړلو د مېز تر څنګ ولاړ و، منډه کړه او ځان يې د يوه چاغ وزير شا ته پټ کړ. دا چې ټولو کښته کتل نو د چا پام نه شو چې اشپز د وزير شا ته پټ دی. 
 د ډوډۍ خوړلو په تالار کې چوپه چوپتيا خپره شوه، هيڅوک نه پوهېده چې څه پېښه شوه؟ د ولسمشر رنګ نور هم له درده سور شو او ورپسي زياته يې کړه : له دې مملکت سره هيڅوک هم خواخوږي نه لري. دا چې موږ په خپل ارګ کې دومره بې پروا يو په ولايتونو کې به څه حال وي؟ دا حقيقت تاسي ټولو ته معلوم دی چې زموږ دولت د خيرات په پيسو چلېږي. زموږ يو دوست هيواد چې له تراهګرۍ سره په مبارزه کې زموږ کلک ملاتړی دی او زموږ سره يې بې قيد وشرطه مليونونه ډالره مرستې کړې، ولي يې داسي په اسانه له لاسه ورکړو؟ که دا کار کوو، نو ايا دا به له دې وطن سره جفا نه وي؟
ټولو په يوه خوله وويل : هو صاحب دا خو رښتيا هم چې له وطن سره لويه جفا ده. ولسمشر ترخه خندا وکړه او بيا يې وويل : نو چې داسي ده بيا تاسي سترګې نه لرئ؟
له دې خبرې سره سم په ټولو سرونه وځړېدل. ولسمشر بيا د غورمې غاب ورپورته کړ او ويې ويل : تاسي ته معلومه ده چې سبا زموږ د دوست هيواد هندوستان  ولسمشر کابل ته راځي. که تاسي سترګي درلودای او يا مو ډيپلوماټيکه تربيه درلودای، نو نن به مو د غوايي غوښې نه پخولای. دا ځکه چې کېدای شي د غوايي د غوښو بوی تر سبا پوري هم له لوښو څخه لري نه شي.
تر دې وروسته بايد په ارګ کې د غويي غوښي ګردسره  پخې نه شي. بل دا چې ټول لوښي دي له ارګ څخه لري يووړل شي او پرځای دي يې نوي لوښي رانيول شي، ځکه چې دا لوښي د غويي د غوښو بوی وهلي دي.  تر دې وروسته د خوراک  په برخه کې د افغانستان دولت د سبزي خوړلو د سياست ملاتړ کوي. په هر صورت تاسي خپله ډوډۍ وخورئ زه يې نه خورم د خدای په امان . له دې سره سم په سالون کې ناست ټول مېلمانه يو په بل پسي ولاړ شول او د ډوډۍ مېز خالي پاته شو .