د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زمونږ وکيلان چيرته دي؟

عابدهمت ننګرهارى 14.06.2009 09:44

په پارلمان کې دې دننګرهار استازي نه لولي.
پارلمان يا ولسي جرګه او مشرانو جرګه دملت کور بلل کيږي هغه ددې امله چې هلته دافغانستان دټول ملت استازي ناست دي .هغه استازي چې ملت پرې باور کړې او په خورا سختو شيبو کې يې دخپل ضمير غږ(رايه) پر دوې لورولې او دوې يې دغه کور ته وراستولي دي.
دننګرهار خلک له هر چا او په ځانګړې توګه له روڼ اندو نه پوښتنه کوي چې ددو ې استازي چيرته دي؟ دا پوښتنه ددوې حق دى خوځواب ورکول يې زما له نظره دهمدې وکيل صيبانو کار دى چې خپلو موکيلينو ته ووايي چې دوې چيرته دي.خوزما په ګومان ددوې سره ددې پوښتنې ځواب نشته ځکه چې دولسي جرګې دکورنۍ کړلارې له مخې دا جرګه دخپل هر کاري کال په اوږدو کې دوه ځلې د٤٥ ورځو لپاره رخصتيږي او نه يوازې داچې دولسي جرګې اداري هيت دا وکيلان خپلو موکيلينوته په ورتلو او له نژدې نه دهغوې دستونزو په اوريدو ماموروي بلکې ولسمشر چې ددرې واړو قوو مشري کوي هم دهرې رخصتۍ دپېل په ورځ ديو ځانګړي فرمان په ترڅ کې له وکيلانو غواړي چې خپلو خپلو سيمو ته لاړ شي له خلکوسره وويني دهغوې ستونزې واوري او دحل په موخه يې په ليکلې بڼه رپوټ وړاندې کړي.خو اوس دې دا ښاغلي وکيل صيبان خداې ته مخ کړي اودې ملت ته دې شاه کړي او ودې وايي چې دوې څومره دولسي جرګې او جمهور ريس په غوښتنو عمل کړى.دا ښاغلي خو له رخصتۍ دمه په داسې جوړ جاړيو او معاملو بوخت وي چې دملت دليدو خيل هم ورسره نه وي او په دې موده کې يې درخصتۍ دتيرولوپه اصطلاح ونډ لګيدلى وي او خپله دا رخصتۍ دجلال اباد دسوزنده ګرمۍ نه لرې ددوبۍ په هوټلونو او يا هم دسالنګ تر ونو لاندې تيروي.
ما اوريدلي چې دننګرهار يو وکيل صيب په هماغه لومړي کال درخصتۍ نه وروسته دورکول شوي رپوټ چې دکوم چا په مرسته يې جوړ کړى و کاپي له ځان سره ساتلې او تر اوسه پورې دهرې رخصتۍ په پاې کې يې يوازې تاريخ نوې کوي او هلته يې سپاري او پر مټ يې دولسي جرګې نه هغه پنځه ويشت زره افغانۍ دلارې خرڅ په نوم پېسې هم تر لاسه کوي.دوې ته ښايي دا پيسې ډيرې حلالې هم ښکاره شي ځکه چې خولې يې پرې تويې کړيدي ،دننګرهار دخلکو دې خداې مل شي ځکه داسې خلک يې دملت کورته استولي چې ټول وايي اول ځان دى بيا جهان دى.څه موده وړاندې چې دننګرهار په يوه ولسوالۍ کې دامريکايانو له خوا کومه نادوده شوې وه او پر خلاف يې دسيمې خلک راپورته او له دولت سره يې خپل پريکون اعلاناوه نو ددې سيمې پر ټولو حومتي مامورينو يې غږ وکړ چې له حکومته راووزي همدرا راز يې په ولايتي شورا او ولسي جرګه له خپلو استازو وغوښتل چې خپلې دندې پريږدي او سيمې ته راوګرځي زما يو دوست په ولسي جرګه کې ددې سيمې له يو استازي سره په تليفون خبرې وکړې او دخلکو ددې غوښتنې پر وړاندې يې دهغه غبرګون وغوښت خووکيل ورته په ځواب کې وويل چې زه خو څه يوازې ددې سيمې استازې نه يم که ټول ولايت له ما غوښِتنه وکړي په هغه صورت کې به زه پرې غور وکړم،زموږ دا وکيلان دنورو سيمو له وکيلانو هم نه شرميږي.دهرات ټول ښځينه او نارينه وکيلان دولايتي چارواکو پرخلاف راپورته شو دولسي جرګې له غونډو سره يې پريکون وکړ او تر هغې نه راتلل تر څو چې په ولايتي اداره کې بدلون رامنځته شو.زموږ ښاغلي خو چې راشي نو دچارواکو په دسترخوانونو پراته وي دوې به څنګه دهغوې پرخلاف راپورته شي.دا ښاغلي دبدخشان له وکيلانوهم نه شرميږي خه موده دمخه چې په بدخشان کې سيلابونه راغلي و نو دبدخشان يو استازي او دولسي جرګې مرستيال امان الله پيمان که نور څه له وسې نه کيدل نو خپل دويې مياشتې تنخوا يې په سيلاب ځپلو وويشله.يو وکيل خو يې چاته راته وويل چې دملي دفاع پوځي چورلکې په زمکه کيناستو ته نه پريښودې.خو راشه زموږ ښاغلي وګوره چې دشيرزادو دزلزله ځپلو سره خو يې مرسته ونکړه بلکې دزيانمنوشويو کورنيو سره دلاس نيوي په موخه په تشريفاتي بڼه دښاغلي کرزي په کاروان کې دميلمنو په توګه راغلل او بيرته لاړل په دې هم پوه نشول چې دشيرزادو دخلکو په زړونو څه تير شول او لا تيريږي.
دوې پريږده چې په عايداتي ادارو کې خپل خپلوان مقرر کړي دځان لپاره ګټه وکړي او خپل ژوند بسيا کړي چاراته خبره کوله چې زموږ ګڼ شمير وکيلان ددې لپاره چې په دې رخصتيو کې خپلو سيمو ته راشي دښاغلي کرزي او يا هم نورو دولسمشرۍ کانديدانو لپاره په کمپاين کې دومره بوخت دي چې ان يوه ښځينه وکيله خو ويل کيږي چې دولسمشرۍ په ماڼۍ کې پر اشپزۍ بوخته ده،
خير ملت ته هم ددوې هر څه دهند ارې په څير څرګند دي که دوې په دې خيال کې وي چې دتير په څير به بيا ملت ته غوړې اغو پستې ژمنې ورکړي او رايه به ځينې تر لاسه کړي خو دا خوب دې اوبو ته ووايي هغه ځل خو تاکنې  په هيواد کې يوه نوې پديده وه او ډير خلک ورسره بلد نه و اوس خو خلک په هر څه پوهيږي.دوې دې هم په دې پوه شي چې ملت به نور دچا په پيژندنه کې ونه غوليږي.