د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ډاکټر اشرف غني احمدزی د کرزي تورونه ردوي مطبوعاتي اعلاميه

09.06.2009 11:35

د ډاکټر اشرف غني احمدزي دفتر
 د کليو د پراختیا وزارت کوڅه دارالامان سړک، کابل
ټېلېفون: 0093772804211
 برېښليک: info@AshrafGhani.af

مطبوعاتي اعلاميه
د بیړني خپراوني لپاره

 بسم الله الرحمن الرحيم

 د اشرف غني احمدزي دفتر هغه تورونه ردوي، چې د آسيايي پراختايي بانک د پور د ناسمې کارونې په اړه پر اشرف غني لګول شوي دي او د ښاغلي کرزي په کمپاين کې د اېشيا فاونډېشن د منابعو د کارونې د مخنيوي غوښتنه کوي.

 د ښاغلي کرزي د وياند مرستيال او د هغه ورور ښاغلي محمود کرزي په عامه محضر کې دا تور ولګاوه، چې ډاکټر اشرف غني احمدزي، د خپل ماليې وزارت پر مهال، د آسيايي پراختيايي بانک د يو پور تاديې خپل شخصي بانکي حساب ته لیږدولې وې. څنګه، چې آسيايي پراختيايي بانک د خپلو پورونو د ناسم استعمال لپاره سخت پروسيجرونه لري، نو اشرف غني له آسيايي پراختيايي بانک څخه وغوښتل، چې ددغو تورونو په اړه پلټنه وکړي او د موضوع سپيناوی وکړي. په ځوابي ليک کې آسيايي پراختيايي بانک داسې وليکل، چې "د ياد شوي پور ټول قسطونه د آسيايي پراختيايي بانک لخوا په سمه او دقيقه توګه، د بانک له معيارونو سره سم، د افغانستان حکومت ته ورکړل شوي دي". د بانک دغه ځوابي ليک له دې اعلاميې سره مل دی. 

 د اشرف غني احمدزي دفتر باور لري، چې د ښاغلي کرزي د ادارې چارواکيو او اړوندو اشخاصو لخوا دغه راز څرګندونې يوازې په دې موخه کیږي، چې د ولس ذهنيت خراب کړي او د حکومت له ناکاميو څخه د خلکو پام واړوي.

"که ولسمشر کرزی د قانون پر حاکميت باور لري، هغه به د خپل دفتر د پوره قوت د استعمال له لارې ددغه راز فرېبکارو افرادو خلاف، چې غواړي زموږ ولس ته ناسم معلومات ورکړي، قانوني چلند وکړي. د جمهوري رياست لپاره راتلونکې سيالي به يوه بهترينه موقع وي، چې زموږ د ستونزو د حل او ملي يووالي د تقويې په اړه په کې په عام محضر کې مناظرې وشي. خو که ولسمشر چوپ پاتې شي، نو دا به د هغه پر اعمالو نماينده ګي وکړي. " اشرف غني احمدزی

حکومتي چارواکي، د انتخاباتو د قانون خلاف، د ولسمشر لپاره په کمپاين کې بوخت دي. ښاغلی داوودزی، د ولسمشر د دفتر رييس، د ښاغلي کرزي د بيا انتخابیدلو لپاره تر ټولو زياتې منډې ترړې کوي. زموږ د معلوماتو په اساس، اېشيا فاونډېشن د کال دوه میليونه ډالر، د متحده ايالاتو له مالي مرستو څخه، د ښاغلي داوودزي دفتر ته ورکوي. ددې لپاره، چې د آزادو او شفافو انتخاباتو کیدون په اړه اېشيا فاونډېشن خپله ژمنه افغان ولس ته وښيي، موږ پر اېشيا فاونډېشن غږ کوو، چې د ښاغلي داوودزي دفتر ته د خپلو مالي مرستو بهير وځنډوي. موږ همداراز پر ټولو نورو مرستندويه ادارو او ډونرانو غږ کوو، چې ښاغلي کرزي ته د کمپاين په موخه د حکومتي چارواکيو لخوا ددوی له مالي مرستو د سؤ استفادې د مخنيوي لپاره خپل مالي تفتیش پيل کړي. 

 نمانځنه،
د اشرف غني احمدزي دفتر

 يادښت: آسيايي پراختيايي بانک ته د اشرف غني ليک او د بانک ځواب له دې اعلاميې سره په ضميمه کې موندلای شئ. د نورو معلوماتو او مطبوعاتي مرکو لپاره زموږ له مطبوعاتي دفتر سره اړيکه ټينګه کړﺉ.

______________________

ښاغلی ګرېګ م. سټفن سن،
د افغانستان د څانګې رييس،
آسيايي پراختيايي بانک،
د افغانستان لپاره ماموريت (AFRM)
حاجي يعقوب څلورلارې، شهر نو،
پوست بکس ۳۰۷۰ کابل،
افغانستان.

 ښاغلی محترم سټفن سن،

 له ۲۰۰۲ کال څخه تر ۲۰۰۴ کال پورې ما د ماليې د وزير په توګه د کار په دوران کې، چې د د هېواد د ضرورت په اساس، بې له کوم معاشه (د هغه مياشتني دسترخوان پرته، چې د کابينې ټولو غړيو ته د دفتر د لګښتونو لپاره ورکول کیدل)، ما له ټولو نړيوالو مالي ارګانونو سره (د آسيايي پراختيايي بانک په ګډون) نږدې روابط جوړ کړل. د حکومت د اصلاحاتو د ستراتيژۍ د حمايې د يوې برخې په توګه، آسيايي پراختيايي بانک موافقه وکړه، چې د افغانستان حکومت ته د زېربنايي ساختاري پور له لارې مالي مرسته ورکړي، دغه يوه داسې اغېزمنه مرسته وه، چې خورا ډېره بريالۍ ثابته شوه.

 کله چې لومړنی قسط د افغانستان حکومت ته استول کيدلو، آسيايي پراختيايي بانک او د افغانستان حکومت موافقه وکړه، چې د حکومت په نامه يو ځانګړی بانکي حساب پرانيزي، چې ولسمشر کرزی (هغه وخت د انتقالي حکومت مشر) يې د وروستي او پايليز لاسليک صلاحيت درلود. د قانون په اساس، د مالي مرستې هره لېږدونه او کارونه يوازې د ولسمشر د تحريري تصويب له لارې ممکنه وه، چې ټول اسناد يې بايد د هغه لخوا لاسليک شوي وای.

 ډاکټر مايکل کاماهن، د آسيايي پراختيايي بانک لخوا د ماليې وزارت لپاره يو سلاکار، د تطبيقوونکې ادارې د انتخابولو دنده په غاړه لرله، چې د آسيايي پراختيايي بانک له ټيم او د ماليې وزارت د پورونو له رياست سره يې د مديريت ميکانیزمونه ترتيب کړل. همداراز، دغه رياست هغه مهال د متحده ايالاتو د خزاينو وزارت لخوا حمايه کیده. ما له کراون اېجننټس، هغه اداره چې ددغه بانکي حساب د سمبالښت لپاره انتخاب شوې وه، سره هیڅ راز مستقيمې اړيکې نه درلودلې، او نه مې په دې اړه له هغوی سره له دې وروسته په هېڅ راز معاملاتو کې برخه درلودله، او نه مې د پور د تاديو او يا د کراون اېجنټس د معاملاتو له درکه کومه شخصي فايده ترلاسه کړې ده. او نه هم ما له کراون اېجنټس، د هغوی له کوم مسوول/کارمند يا اړوندو خلکو سره، له هغه وخت راهيسې، کومه مستقيمه يا غير مستقيمه راکړه ورکړه کړې ده.

 په دې وروستيو کې، د ولسمشر کرزي د وياند مرستيال داسې تور لګولی دی، چې ګواکې ما د آسيايي پراختيايي بانک دغه تاديې خپل شخصي بانکي حساب کې جمع کړي وې. ښاغلي محمود کرزي، د جمهور رييس مشر ورور، هم د نيويارک ټايمز د يوې مقالې، چې دده د کارپنځګريزو فعاليتونو په اړه وه، په ځواب کې تور لګولی دی، چې ګواکې ما د پور تاديې د افغانستان له حکومت څخه، د شخصي ګټې لپاره، پټ ساتلي وو. ښاغلی آرتر کینټ، يو آزاد ژورنالست، هم دغه تورونه څو ځل په خپل ويبسايټ کې تکرار کړل. 

 دغه تورونه نه يوازې دا چې زما اعتبار ته صدمه رسوي، بلکې د اسيايي پراختيايي بانک او کارمندانو پر اعتبار هم شک پيدا کوي. د ستونزې د حل په موخه، زه له تاسې هيله کوم، چې د خپلو ريکارډونو بياکتنه وکړئ او د پور د طبيعت او هغو لاروچارو په اړه، چې له مخې يې د بانک لخوا حکومت ته د فنډ سپارنه کیدله او آسيايي پراختيايي بانک پرې موافقه کړې وه يو پرانستی ليک خپور کړئ. په ليک کې مو هغه لارې چارې تشريح کړئ، چې بانک يې په اساس د مالي مرستې د مصرف نظارت کاوه. د قانون له مخې، ټول اړوند اسناد د ماليې وزارت د پورونو رياست کې خوندي دي، خو که چیرې اړتيا وه، چې زه کوم اسناد وړاندې کړم، زه به په خورا خوښۍ له تاسې سره، له هرې ممکنې لارې، مرسته وکړم.  

 په درنښت،
اشرف غني

د افغانستان د ماليې وزير (د ۲۰۰۲ له جون څخه د ۲۰۰۴ تر ډسمبر پورې)

 ___________________________

 آسيايي پراختيايي بانک  د افغانستان لپاره ماموريت

 ۲۹ اپرېل ۲۰۰۹
 ډاکټر اشرف غني
دارالامان کابل افغانستان

 

 ښاغلی ډاکټر غني

 موضوع: له جګړې وروسته د ګڼ-سکتوري پروګرام لپاره پور

 ستاسې د ۲۰۰۹ د مارچ د ۸مې نېټې له ليک نه مننه. له جګړې وروسته ګڼ-سکتوري پروګرام لپاره زموږ د ۱۵۰ مليونو ډالرو پور يا PML (LN 1954-AFG) افغانستان ته هغه ډېرترين پور دی، چې په تېرو ۲۳ کالونو کې د يوه نړيوال مالي ارګان لخوا ورکړل شوی دی. دغه پور په افغانستان کې د آسيايي پراختيايي بانک د نويو پروګرامونو يوه کليدي برخه ده. د آسيايي پراختيايي بانک رييسه شورا د ۲۰۰۲ کال د ډسمبر پر ۴مه ددغه پور منظوري ورکړې وه.

 د پروګرام اهداف دا وو، چې په دريو سکتورونوــ حکومتدارۍ او مالي، ترانسپورت او انرژۍ کې د موثريت د زیاتولو لپاره د اساسي پاليسيو د پېژندنې او تطبيق او اداري اصلاحاتو له لارې اقتصادي وده يقيني او د فقر کچه راټيټه کړای شي. دغه اهداف بايد د داسې يو مېکانېزم له لارې تر لاسه شوي وای، چې په هغې کې په بازار باندې متکي پاليسي تقويه شي، په عامه زېربنا کې پانګه اچونه وشي او اداري ظرفيت لوړ شي.

 په هم هغه وخت کې، د لومړني قسط ټول شرايط په بشپړه توګه تکميل شول، چې د ۱۰۰ مليونه ډالرو لومړنۍ تاديه د ۲۰۰۲ کال د ډسمبر پر ۶مه نېټه، د پور له منظورۍ يوه ورځ وروسته، وشوه. دويم او آخري قسط، چې ۵۰ مليونه ډالر کېدل، د ۲۰۰۳ کال د ډسمبر پر ۱۸مه، له مهالوېش سره سم، ورکړل شو. موږ تصديق کوو، چې د ياد شوي پور ټول قسطونه د آسيايي پراختيايي بانک لخوا په سمه او دقيقه توګه، د بانک له معيارونو سره سم، د افغانستان حکومت ته ورکړل شوي دي.

 په درنښت،

 کرېګ سټېفن سن
د افغانستان د څانګې رييس
آسيايي پراختيايي بانک

 کاپی: عمومي رییس، د مرکزي او غربي آسيا څانګه
معاون، د مرکزي او غربي آسيا څانګه
جنرال قونسل
کنټرولر
عمومي تفتیش