د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زه دا نه وايم چې خامخا ډاكټر اشرف غني ته رايه وركړئ

زرغون: پكتيكا 09.06.2009 10:00

د يارانوصدقې لره يې غواړم
هسې نه چې په دولت پسې زهير يم


ټولو هېوادوالو ته معلومه ده چې د ولسمشركرزي د اوسنۍ واكمنۍ پرمهال له يوې ورځې څخه بلې ته حالات له هره پلوه مخ په خرابېدو دي. اداري فساد، بډې، د نااهله كسانو پر دندو ګومارل، د امنيت خرابوالى، د وزارتونو كلابندي،پربې ګناه خلكوبمباري، په خپل سر د كورنو تالاشي او د خلكو ځورول، وژل، د روغتيايي، ښوونيزو ستونزو ډېروالى، د هېواد د ولسونو تر منځ ناانډولي، ځينو ټوپكسالارانو او نامطلوبه خلكو ته د واك او څواك سپارل، د بهرنيو مرستو سم او پرځاى نه لګول، اختلاس، د كوچيانو شړل او كډه كول، د ملي ضد رسنيو او خپرونو مخه نه نيول، برمته كول، د ماشومانو تښتول، پر ماشومانو ناوړه جنسي تېرى دا ټول د اوسنۍ ادارې لويې ستونزې دي. د دې ترڅنګ د يوې رڼې او ټاكلې پاليسي او ستراتيژي نه شتون هغه څه دي چې هېواد يې له يوې لويې تشې او بې ثباتي سره مخ كړى دى.

له بده مرغه د دې ناكاميو، نيمګړتياو، تېروتنو، بې كفايتو او ټولو ستونزو باوجود بيا هم د اوس مهالې ادارې مشر كرزي په راتلونكو ټاكنو كې دولسمشري لپاره څان نومولى دى. ټول فرصت طلب، ټوپكيان، په جنګي او بشري جرمونو ككړ، د مافيا غړي او ګڼ نور ناوړه كسان يو په يو د ده د ملاتړ په نوم د ده تر شا ودرېږي. يو شمېر قومونه او ولسونه هم بې له دې چې د ده تېرې كړنې وارزوي او يا د راتلونكي لپاره له دوى څخه د ځينو كړنو ژمنه واخلي په پټو سترګو د ده ملاتړ كوي. كه خداى مه كړه راتلونكې ټاكنې د ده په ګټه وي نو دا مانا چې د نوموړي راتلونكې اداره به په كراتو تر اوسنۍ ادارې بدتره وي، ځكه چې تراوسه يواځې د خليلي او ضيا مسعود په شتون كې دومره ستونزې وې او دا ځل چې رباني، محقق، دوستم، سياف، پيرګيلاني او داسې نور ټوپكيان او جنګسالاران د ده تر څنګ وي نو څه فكر كوئ چې هغه بۀ نو څه وړ اداره وي؟

په دې كې هيڅ شك نشته چې د دې خلكو ټولې ګټې د ولسمشر كرزي د بې كفايته ادارې په څېر يوه اداره كې خوند دي نو له دې امله دوى د همداسې يوې بې كفايته ادارې ملاتړ كوي خو اصل خبره د ولس ده.

پوښتنه داده چې ايا ولس به هم د دغو جنايتكارو په څېر د كرزي تر شا ودرېږي او كه نه دوى به له خپلې پوهې او عقل څخه كار اخلي د هېواد اوسنيو ستونزو ته په پام سره به د داسې يو چا ته تر شا ودرېږي چې هغوى د افغانستان لپاره يوه طرحه ، يو منطم پلان او داسې ستراتيژي لري چې تر ډېره د ولس اوسمهالو ستونزو ته ځواب ويونكې وي. د ولس ستونزې هوارې كړي. معامله ګر او د مافيا غړى نه وي د كرزي په څېر يې وروڼه دوسيې ونه لري او نه په درغليو، ډار او بې كفايتي تورن وي.

په دې كې شك نشته چې نن سبا هېواد تر هرڅه دمخه د سولې او امنيت ټينګښت ته اړتيا لري او د دې لپاره د داسې يو چا ملاتړ او انتخا ب ته اړتيا ده چې:

په تېرو كورنيو جګړو كې ښكېل نه وي پاتې شوې.
يوه سياسي تقوا او پرهېزګاري ولري.
په اداري فساد ككړ نه وي.
ډارن او متزلزل نه وي.
قاطع او غوڅ دريځ ولري.
په ولس او هېواد معامله ونه كړي.
د ولسمشر كرزي په څېر بې موخې او بې پلانه نه وي .
ملي او نړۍ واله ښه شهرت ولري.
داسې يو څوك چې هېواد او هېوادوال د ترهګرو او نړۍ والو څواكونو له ړندو بمباريو خوندي كړي.
هېوادوال له لوږې، فقر او بې كاري وژغوري.
په هېواد كې د وروڼو قومونو تر منځ ملي انډول برابر كړي.
په هېواد كې د ښوونې او روزنې كيفيت سم كړي.
ګاونډيو هېوادونو ته خپلې پولې او بريدونه ور وښيي.
په هېواد كې د ګاونډيو كلتوري يرغل مخه ونيسي.
د اهل كار خلك په دندو وګماري

او داسې نور هغه ګټور كارونه او پلانونه ترسره كړي چې هېواد او هېوادوال له اوسمهالي ناورين څخه خوندي كړي.
دغو پورتنيو معيارونو ته په پام سره په اوسنيو كانديدانو كې د دې وړ تر ډېره پورې ښاغلى ډاكټر اشرف غني برېښي چې په هر لحاظ عالي شخصيت او وړتياوې لري.خو بيا هم هر څوك په خپله خوښه د كانديد د انتخاب حق لري نو زه هم دغه حق ته د درناوي له امله په چا دا ټنيګار نه كوم چې دې ته رايه وركړئ او دې ته يې مه وركوئ .زه يواځې دا يوه خبره كوم چې خپلو اوسنيو ستونزو ته پام وكړئ او بيا ورته همغسې يو مناسب كس انتخاب كړئ.

په دې كې شك نشته چې د دې له ځانه بې خبره ولس په سر همدا اوس د مشرانو، وكيلانو، واليانو او نورو ګڼو كسانو له لوري سودا روانه ده او په يوډول د دوى رايې پلورل شوې دي خو زه وايم چې رايې له ولس سره دي او ولس ته ښايي چې د چا په خوښه او ناخوښۀ پسې ونه ګرځي خپل ايماني او وجداني رسالت ترسره كړي داسې يو ولسمشر وټاكي چې د دوى ستونزې هوارې كړي او كه خداى مه كړه د دوى رايه داسې چاته استعمال شوه چې واكمني يې له درغلي، فساد، بډو، ناامنيو، ناانډوليو ډكه وي نو په خداى باور وكړئ چې هغوى به د هغې ادارې په ټولو جرمونو او جنايتونو كې ورسره شريكان وي چې ترسره كوي يې.

د حضرت رسول اكرم ص دحديث شريف پښتو ژباړه ده چې فرمايي: الاكل كم راع و كلكم مسول عن رعيته.