د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

رایه امانت او موږ امانتدار ټیکداران

عتیق ناشنا 08.06.2009 14:56

د تیري جمعې په ورځ یو څو د واک تږي په دې تمه سره راټول شوي وو چې په څوکۍ خښ ناست ولسمشر ته خپله وفاداري وښيي او د ده له رحم څخه بې برخې نه شي. په زړه پورې خبره دا وه چې د دوی پر مخ کې ایښي میز باندې پرته پرده باندې لیکل شوي وو چې “رایه امانت دی، هغه چاته یې ورکړئ چې وړتیا یې ولري” او د دوی پر سر بله راځړیدلې ټوټه باندې لیکل شوي وو چې “موږ په راتلونکو ټولټاکنو کې د افغانستان د ملي یووالي سمبول جلاالتماب حامد کرزي ملاتړ کوو”.
دلته درې ټکي د پام وړ دي: امانت، وړتیا او د ملي یووالي سمبول. د دغو راټولو شوو کسانو امانتداري هم خلکو ته جوته ده او د ولسمشر وړتیا هم ولې دوی هم د امانت او هم د وړتیا د ټکو غلط تعبیر کوي. دوی د ولسمشر د لاسته راوړنو په اړه هیڅ نه لري او تر ټولو په زړه پورې دا ده چې دوی درې دلایل راوړي:۱. په خلکو کې پیژندل شوې څیره ده ولې داسې نه وایې چې په کوم صفاتو او ځانګړتیاوو پیژندل کېږي. بې له شکه چې ډیر ولسي خلک ولسمشر پیژني چې د قرقل خولی په سر، اوږده چپن په اوږو او چټک چټک ګامونه اخلي ولي ولس هیڅکله دی د داسې یو مشر په توګه نه پیژني چې یو څه لاسته راوړنې ولري. ۲. د نړیوالې ټولنې لپاره منلی دی. نړیواله ټولنه له ده نه پزې ته راغلي او یوازې په دې یې پیژني چې دوی هر څه ورته ووایي دی نه نه ورته وایې خو له بده مرغه په خپله د کار ترسره کولو وړتیا نه لري. ۳. د ملي یواووالي سمبول. که د ملي یووالي سمبول دومره کمزوری وي نو موږ باید له ملي یووالی نه لاسه ومینځو. د دوی د ملي یووالي تعریف هم عجیبه دی، که د شمالي ټلوالې مخکښان، د جهاد ټیکداران او د اسلامي امارت په وړاندې مقاومت کوونکي اسلام پال په حکومت کې شامل وي نو ملي یووالی تامین او که نه نو هم ملي یووالي او هم د افغانستان یووالی له ګواښ سره مخ دی.
زموږ د تیرو اوو کلونو حکومتونو لاسته راوړنې دا دي: افغانستان د نړۍ دویم تر ټولو کمزوری هېواد، د نړۍ ۷ تر ټولو ډیر له ناکامۍ سره مخ هېواد، پنځم تر ټولو ډیر فاسد او څلورم تر ټولو ډیر جنګ څپلی هېواد دی. دا د وتليو نړیوالو ادارو د شاخصونو شمیرې دي نه د اوسنیو افغاني سیاستوالو هوایي خبري.
کرزی، د ده وروڼه او پلویان دا وایي چې د دوي په برکت اوس په میلونونو ماشومان ښوونځیو ته ځي، ولې دا نه وایي چې ایا په ښوونځیو کې څه زده کوي هم که نه. ایا استادان لري که نه او که استادان لري، استادان یې د درس ورکولو وړتیا لري او که نه او زده کوونکو د کال په سره کې او کال په منځ کې درسي کتابونه وررسیږي. دوی همدار نګه وایي چې په سلو کې اتیا خلک لومړنیو روغتیایي اسانتیاوو ته لاس رسی لري ولې دا خلکو ته نه وایي چې دا اسانتیاوې یوازې د کاغذ پر مخ د عامې روغتیا وزارت او د دوی د شریکو نادولتي مؤسسو تر منځ په قرادادونو کې دي. دغو اتیا فیصدو خلکو ته پاریستامول هم نه رسیږي.
یوه خبره د یادولو وړه چې ډیر ځل خلک په تیروو اوو کلونو کې د امریکا، جاپان، اروپا او ملګرو ملتونو نیمګړې لاسته راوړنې افغان دولت ته منصوبوي. د بیلګې په توګه که دوی لومړنیو روغتیایي خدمتونو ته د ۸۰ فیصده خلکو د لاسته راوړنې خبره کوي چې له حقیقته څخه لیرې ده. اروپایي ټولنه، نړیوال بانک او د امریکا د نړیوالې پرمختیا اداره له نادولتي ادارو سره قراردادونه کوي او هغوی بیا په راپورونو کې دا رسوي چې د قراداد له مخې یې خدمتونه وړاندې کړي او وړاندې کوي يي.
په تیروو اوو کلونو کې به په اغلب ګمان د اهل تشیع د شخصي احوالو له قانون پرته داسې قانون یا مسوده ونه مومئ چې هغه د بهرنیو له خوا نه وي لیکل شوي د بیلګې په توګه د ټاکنو قانون، د مالي چارو اړوند ټول قوانین، د سوداګرۍ اړوند ټول قوانین، د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې قانون او داسې نور. نو د حیرانتیا ځای دا دی چې دولت څه کړي.
قوانین بهرنیان لیکي او بیا ملي ژبو ته راړول کیږي، نیمګړې اداري چارې د بهرني سلاکارانو په مرسته او د هغو کسانو پر مټ پر مخ وړل کېږي چې تنخاوې یې نړیوالې ادارې ورکوي، عادې بودجه دولت نشي پوره کولای او ان د ولسمشر د رسنیو دفتر د یوې پروژې په توګه د بهرنیو هېوادونو د مرستو په برکت چلېږي نو دولت په کوم جرات کولای شي ولس ته پردۍ لاسته راوړنې د خپلو کړنو په توګه وریاد کړي.
که دولت لاسته راوړنې لري نو هغه دا دي: د جهاد او مقاومت ټیکداران دومره پیاوړي شوو چې نسلونه نسلونه به یې د افغانستان واکداران وي، جګړه د کابل پولو ته راورسیده او په دولت او نادولتي مؤسوو کې پر کار بوخت کسان لوګر او غزني ته د سفر کولو نه وړاندې خپلې وصیت نامې لیکي، جنګسالاران د قدرتمند کیدو تر څنګ وتوانیدل چې اقتصادي او تجاري چارې هم په لاس کې ونیسي، دولتي ځمکې د اسلام او جهاد د سپیڅلو څیرو له خوا لاندې او پر عام ولس په ډالرو وپلورل شوي.
هغه څوک چې امانتداره نه وي ایمان نه لري او هغه څوک په ژمنه نه دریږي دین نه لري. نو چې رایه امانت او امانتداري ایمان دی نو بیا ټول افغانان باید د خپل ایمان د ساتلو لپاره خپله رایه سمه وکاروي.