د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

علي احمد جلالي دافغانستان اوافغانانودخدمت نه ندي په شا شوي

دعلي احمدجلالي دانسجام كميټه 06.06.2009 10:46

بسم الله الرحمن الرحيم

علي احمد جلالي دافغانستان اوافغانانودخدمت نه ندي په شا شوي

دپروفيسور علي احمد جلالي ګن شمير ملګري له پخوا نه ژمن وه چه داساسي قانون د 36 مادي په درشل كي سوله ايز وهځو ته دګران هيواد افغانستان دسياسي ټولنېزو كلتوري اواقتصادي چارو د ښه سمون اوهوسا ژوند سالم چاپيريال دتامين په خاطر دوام وركړي.
وړم كال يي دټولنيز عدالت دانساني حقوقو اوكرامت په منظور وپتيله چه ددوهمي دوري په ولسمشريزو ټاكنو كي دوړ كانديد دنومولو په هكله د لازمي تياري او امادګي صلاح اومشوري اويوپه بل پسي 7 پراخي غونډي د روڼ اندو، عالمانو، روحانيونو مجربو مشرانو،استادانو،متنفذينو،او وګړنيزو علاقه مندانو په ګډون دهيواد په مركز او ولاياتوكي دتفاهم او سالمومشورو په خاطر جوړي شوي. ديويي غونډي په سرليك كي دي ټكو ته ډيره اشاره كيده په هره ټولنه كي چي الهي قوانين پوره حاكم نه وي هغه ټولنه دظلم ،استبداد،فساد، مطلق العنانيت اوميراثي حكومتونه په لومو كي كشيوزي.دضعف بيچاره ګي،كمزوري.بي اتفاقي،شخصيت خرڅولو،جناياتو، اوعياشي په يو درانه درمان اخته ګيږي ،البته دشخصيت كمزوي،دذلت احساس بي علمي ،بي اتفاقي ،چال،فريب ،نيرنګ،خطا ايستل او نور ناوړه نظريات اواعمال چه دشخصيت دهبوط اوسقوط باعث ګرځي داسلام له لوري هميشه در شويدي. علم او پوهي ثابته كړيده چي هر ه ټولنه دتاريخ ټاكلو مرحلو كي ترقي اوتكامل كولاي شي خو اشخاص په كي ځانګړي رول لري داسي اشخاص چه ځانګړتيا له نظره مشري اولارښونه كولاي شي نفوذ يي د وګړوپه ډله ايزوفعاليتونواغيزي اوتاثيرشيندي په مهارت سره مثبت بدلونونه دهيواد په ګټه را څرخوي دا څوك دي ؟
دا هغه مشران دي چي په ټولنيزه تقوا كه پر ټولو وګړويورنګه صله رحم اوزړه سوي لري.دعلم پوهي بيان اوعمل ابتكارلري ،دهيوادوالو دژوندانه دښه كولو غم به خوري ،په خپل نفس به باور لري ،د دندو په سرته رسولوكي خبرتيااوځيركتيالري،شپه اوورځ به دهيواد د پرمختيا اوملت دنيكمرغي لپاره خپله ټوله وړتيا په كار اچوي ،ټولي مرستي به يي په زړه پورې وي ،دليدلو ،كتلؤ دريځ خوږ،ناسته ولاړه يي درنه،دعلم اوپوهي ډيوه يي روښانه،اوكړه وړه به يي سم وي ،د تل لپاره د ځان خوښي د اولس په نيكمرغي كي غواړي د اولس څخه يي اوري اود اولس په مشوره به كاركوي، دهيواد په كاركي به ريښتين او ودانولو ته به يي هره شيبه چمتو وي ،رواني روغتيا اوسلامتي به يي كامله،د چارو په اجرا كي به پياوړي وي ددي لوي مبتكر اوښوخصوصياتو ځښتن جناب پروفيسور علي احمد جلالي چه تل د مساوات برابري ورورولي عدالت اوقانونيت خوښونكي دي. دهيواد دګوټ ګوټ ډيرو وګړو په خپله خوښه او رضا پريكړه وكړه چه محترم پروفيسور علي احمد جلالي دي راتلونكو ولسمشري ټاكنو كي دګران هيواد افغانستان د ودانولو په خاطر ځان ونوموي.
تير كال د ژمي په موسم كي ددي پريكړي منل د رسنيو په لټون كي ترلاسه شول، د نوموني په هكله د چمتووالي اوتياري نيولوهځي رواني وي ترځو د ټولټا كنو دمحال ويش په كتني سره د روان كال د غويي په 18ورځ دمحترم پروفيسور علي احمد جلالي د دارالانشا لخوا ځخه يوه مطبوعاتي اعلاميه د ټولو موازينواو شرايطو دپوره غور،دقت اوژورتحليل نه ورسته چه په هره برخه كي يي ګران هيواد ته دخدمت په لياره كي درسيدلو رڼا ځليدله خپره شوه داعلاميي په لومړي ليكه كي محترم پروفيسور علي احمد جلالي ليكي :
(ګرانو هيوادوالو اوعزېزانو!
دهر ځه دمخه زه داخپل فرض اودنده ګڼم تر ځودافغانستان دستر اومجاهد ولس په وړاندي دتعظيم سرښكته كړم او په ورستي ليكه كي زياتوي چي--- ما داوسنيوحالاتودځيړني اوجاج اخيستي ځخه ورسته دځينوملي شخصيتونواوخپلوريښتينوخواخوږوپه مشوره دا غوره وګڼله چي د 1388ل كال دزمري دمياشتي ولسمشريزه ټولټاكنوكي برخه وانخلم خو په دي اصرار كوم چه زه دكوم ځانګړي نوماند ياډلي په گټه له نوماندي ځخه نه يم تيرشوې ودا هم مهمه خبره ده چي په ملي اونړيواله كچه د ټولټاكنوبهير روڼتيا په اړه شكونه هره ورځ مخ په زياتيدو دي دا په خپل ذات كي د ټاكنوځخه ورسته دحكومت مشروعيت اوثبات ترپوښتني لاندي راوستلاي شي.
مګر اي هيوادوالو!
په دا اوسنيوټولټاكنوكي زما اوسني برخه نه اخيستل په دي معني ندي چي زموږ اوستاسو ګډمسوليت پاي ته ورسيدبلكه موږبه د نورو لاروځخه په پرله پسي توګه خپلوهځوته دوام وركړو دپاك الله ځخه هيله لرم ترڅو دا فرصت وموموچي د خپلو سرلوړو خلكو په خدمت كي وه اوسو).
ځينومغرضو كسانو چي د پروفيسور جلالي صاحب په پروسه كي دسياسي تشكيلاتو په نامه ځانونه لوي غوښتونكي شميرل دبرياليتوب نه ورسته يي د كابيني دكليدي وزارتونو په طمعه وه كله ناكله به يي لوي او غټ پوستونه د ځان د وړتيا نه كم اوټيټ بلل هميشه ماجرا جويان افراطي اوفرصت طلبان وه نو كله چي ددي اعلامي نه خبرشول ناري سوري او چيغي يي ګډي كړي چي زموږ هغه خيالي تعيينات په سيند كي لاهو شول دپخوانيو پټواوښكاره تماسونوپه لړكي دپوچواوناوړه تبليغاتوپه خپرولو سره دځينونورو احتمالي نوماندانولمن كي يي ځانونه وروغورځول ،دملت اوولس ګټوته يي شا كړه ددرغجنومصارفاتو په عنوان يي غلط پروتوكولونه عملي كړل اوهر چا ته ټليفونونه كوي چي ځاي مو تش ده،پولي كرډت تيارده .... . نوموړي كسان موږته معلوم دي د تش په خوله تبليغ نه سيوا نورځوك ورسره نشته سهار ديو احتمالي نوماند په دروازه كي ولاړ، ماښادم د بل احتمالي نوماند په در وازه كي سبا كوي،د ناولو موخود لا سته راوړو په خاطر ځانونه توصيفوي په حقيقت كي هيځ هم ندي د نورو كورونه په تبليغاتو ورانوي اوخپل پيټي درنوي.
دپورته كسانو بيلتون دجناب پروفيسور علي احمد جلالي د پروسي لپاره يوه په زړه پوري تصفيه وه ، ټول هغه ريښتيني – صادق په اولس اوهيواد ميين مبارزين ډير خوښ دي چي د ګران هيواد افغانستان دپرمختګ اونيكمرغه پروګرامونوپه عملي كولو كي به په بي ساري توګه ونډه تر سره كوي د صميميت او ورورولي ښكلي ثبات به نور هم ټينګ ساتي .
دجناب پروفيسور علي احمد جلالي ددارالانشآ داعلامي دمحتوا مطابق د پخواني پروسي ټولومسولينو دشرايطو اواوضاع دژوري څيړني اوكره كتني نه ورسته دځوځانګړو غونډو په جوړولوسره يوه لويه غونډه راوبلله اودپخوانيوتشكيلاتوثابت قدمه مبارزينويوه لويه دانسجام كميټه جوړه كړه دكميټي غونډي پريكړه وكړه چي :
1:-دالهي احكاموتطبيقول د اسلام دمبين دين په رڼا كي زموږ وجيبه ده .
2:-موږانسانان يواو په نړي كي د انسانانو په څيرد ژوندكولوحق لروپه خپله خوښه آزادي اوخپلواكي سره دعزت او شرافت ژوندون ته لياري چاري لټول به زموږدنده وي .
3:-زموږ هيواد اوهيوادوال په اوسني حال كي د امنيت تامين،آرامي اوسوكالي ته زياته اړتيا لري چه دسيمي د خلكو تر منځ يو لړ مقررات او قوانين موجود شي چي دهغو په رعايت سره يه يوازي آرام ژوندون وكړي بلكه دنورو حقه حقوق هم محترم وبلل شي دسراسري دسولي د تامين لپاره به هره شيبه چمتو يوو.
4:-دخپلواكي ،ځمكني بشپړتيا ساتنه دقانون په حكم دظلم،استبداد،ناروا،تبعيض،اوتاوتريخوالي پروړاندي به مبارزه زموږ دنده وي.
5:-موږداساسي قانون د33مادي مطابق دټولټاكنو دقانون په رعايت دټولټاكنو دخپلواك كميسيون زماني محال ويش ترځيړني لاندي نيسو،44 دولسمشريز احتمالي نوماندي چي د ګران هيواد افغانستان لپاره يي د نوماندي په مبارزو كي د چوپړغړاوچت كړيدي زموږ ډيرښاغلي وروڼه دي دانسجام د كمټي ټول متحدين به د قانون حكم په ټاكلي ورځ پلي كوي د خپلي خوښي هغه نوماند ته به رايه وركوي چه دهيواد او اولس ته ريښتيني خدمتګاروي.
په دي ډول به دسياسي،كلتوري،اوټولنيزوچارودپايلو ښه سمون ته لاره پرانيزواود روان كال دټولټاكنوپه بهيركي به دهيواد اوهيوادوالوپه ګټه معقوله اوسالمه ونډه دګران وطن دملي ګټودساتلو په خاطرترسره كړو.
لكه ونه مستقيم په خپل مكان يم   =  كه خزان راباندي راشي يا بهار

دانسجام كميټي ددارالانشا لخوا