د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان د جمهورې رياست د انتخاباتو په درشل کي

سيد رحيم سرباز 31.05.2009 16:18

 که چير ی د خپل هيواد تير لنډ تاريخ ته لنډ نظر واچول شي راته جوته به شي چه د هغه وخت د شرايطو سره سم د  ژر پرمختګ او يا د ټولني په ورسته پاتي کيدلوکي شخصيت خپل ټاکونکی رول لوبولی، لوبوي اووبه ئی لوبوي ٠ همدا رنګه د انساني ټولني ټولي اړيکي ئی  تر خپلي اغيزي لاندی راوستلی دي٠

زما په اند هم د افغانستان په اوسنيو کړکيچنو شرائطو کي د شخصيت رول ټاکونکۍ بريښي٠ په دی اړوند اړ ينه ګڼم چي د شخصيت د رول په هکله له دوه اړخو څخه وڅيړم او په لاندی ډول ئي وارزوم٠

لومړۍ

الف٠ هغه ډله سياستوال او سياسي شخصيتونه چه په خپل هيواد کي په ريښتيني توګه ازاد او خپلواک وي, هرومرودوی ددی توان لري چي خپله سياسي پاليسي او کړنلاره د ټولني د ملي عالي ګټو پر بنسټ رامنځته کړي٠ او د ټولني په ټولو برخو کي د ټولني په ګټه  پلی کړي٠ په دی اړوند خامخا پيروان او ګروپ ئی په شعوري او ډاډګيرنه توګه په نظراو عمل کي د خپل مشر څخه  ملا تړ وکړي ، کړنلاره ئی پل په پل پيروی او ګامونه اوچتوي ٠ پايلی به ئی د ټولني او د خلکو د ابادۍ او پر مختګ سبب ګرځي٠ د دوی کارنامي به راتلونکو نسلونوته ډيوه او لار ښونه وي٠ شخصيتونه به ئی د تاريخ او د خلکو وياړ وي٠لکه ميرويس نيکه ، احمد شاه بابا او غازي امان الله خان چي د هيواد د تاريخ په زرينو پاڼو کي په زرينو تورو  ليکل شوی دی٠

ب - هغه ډله سياستوال يا سياسي شخصيتونه چي په پټه يا ښکاره د بل چا په زور او يا زر د ټولنی واکمنۍ ته ر سيدلي دي ٠او له دې سره په ډيره سپين ستر ګۍ  ځان ازاد او خپلواک ګڼي٠ ولی په اصل او حقيقت کي د بل د موخو لاسپوڅي او ګوډاګي وي او په  هری معاملي  کي دوی ته په چوپړ کي وي ٠ډله او ټپله يی په غيري شعوري د شک او ويري سره د خپلو ګټو د پلي کولو لپاره هسي وخت تيروي٠ د خپل لارښود او  بادار په پله ګامونه پورته کوي٠  د دوی سياسي پاليسي او کړنلاره نه ! د ټولني او نه! د ټولني د خلکو د ملي عالي ګټو پر بنسټ وي٠ بلکی د نورو ګټو او موخو د سر ته رسولو لپاره په خپل هيواد او ټولنه کي د لومړيتوب حق او ځائ ورکوي٠ ځکه د خپلي واکمنی د پاتي کيدو ، د شخصي او ګروپي ګټو لاس ته راوړل د بل په مټ کي ويني٠ لکه لومړی شا ه شجاع ، دوهم شاه شجاع او دريم شاه شجاع٠

 د غسي سياسي شخصيتونه د ټو لني او هيواد د بربادۍ، وروسته پاتي والی، نفاق، غميزي، ناورينونه او د ملي يوالي د له منځه وړلو سبب ګرځي٠

 

په ډير تاسف سره دغه کرغيړنه پديده زموږ په هيواد کي لا تر اوسه په درزسره ادامه لري٠ چي د هر ي ورځي په تيريدوسره زموږ بيګناه هيوادوال د بل  دموخو او اهدافو د سر ته رسولو په خاطر په مختلفو نومونو او شعارونولاندي(ډيموکراسي) د پر مختللو وسلو او الوتکو د بمبار لاندي له منځه ځي٠ په ځانګړی توګه د هيواد په جنوب او جنوب لويديځ او ختيځ برخو کي کوچينيان ، ښځينه  ،نارينه تور سري د ي که سپين سري د ملا ، طالب  ،چړې او ترورزم تر نامه لاندي د دغو سيمود باتورقوم د نسل  له منځه وړل  ګڼل کيږي٠ د بيلګي په توګه که چيري د هري ورځي څخه دغه بشرې او انساني ناورين په متوسط ډول ٣٠ يا ٤٠ نفره وګڼو د ديرشوکلونو په ځانګړي توګه د اوه کلونو په بهير کي شميره يی تر اسمانه رسيږي٠ 

بهرنيانو په ميلياردو ډالره  د خپلو موخو د سر ته رسولوو لپاره بي له پوښتني دغي په فساد ککړي ادارې او کړيو ته ورکړي او ورکوې٠ دغه پيسي يواځي او يواځي يو موټی کړيو ته چي دوی سره خاصي اړيکي لري لاس ته ورځي٠ بيلګه يی د د غو کړيو او اشخاصوپه پلازمينه کابل کي څو پوړيزه شخصي تعميرونه ، د شير پور دنګي بنګي بنګلي او په بهرني هيواد دوبئ کي مرمرين او ښکلي قصرونه دی٠

دوم ارخ :

 په هغو ټولنو کي چي سياسي سواد او سياسي شعور په نسبي توګه پرمختګ کړی وي د شخصيت رول د سياست په ټولو ډګرونو کي په نظر او عمل کي راټيټيږي٠ فردې شخصيت او فردې نظر خپل ځای ډله يز نظر او چاپيريال ته پريږدې٠سياسي کړنلاره ئی د ډله يز او پوه قشر محصله ګرځي٠ د خلکو د هوساينی او د ټولني د پرمختګ سبب ګرځي٠

زما په اند که چيرته راتلونکي ا نتخابات په عادلانه، روښانه ، ريښتيني او د پرديو تر اغزي لاندي رانشي اوکانديد ئی په کوم سياسي ګروپي ازمائل شوي بدنامي ډلي پوري تړاوونلري بي له شکه پائلي به يي  دخلکو او ټولني په ګټه وي ٠غوره شوی کانديد به ازاد خپل واک او سياسي کړنلاره به يی د افغانانو د ملي عالي ګټو پر بنسټ وي٠ د هيوا دټول وګړي، قومونه او پرګني به په اداره کي راګډ او برابرمکلفيت او مسوليت ولري٠ دغسي غوره شوی کانديد به په خپل اداري سسټم کي د اوسنی اداري په پرتله بنسټيز بدلون يعني د change policy د سسټم په ټولو برخو کي يعني ( ټولنيز  ،اقتصادي ، فرهنګي  ،اداري  ،نظامي ) چارو کي رامنځته او هر چا ته د خپل استعداد ، پوهي او توان په اندازه بي له مصلحتونو کار اهلي کار ته وسپارل شي ٠کيدا ی شي دغي په فسا داخته کرغيړني اداري او سياسي ناورين ته د پائ ټکی کيږدي٠

غوره کانديد د نړيوالو قوتونو د مادي او معنوي  امکاناتو څخه د هيواد د پرمختګ او بيا رغوني په برخو کي د سترو او عام المنفعه پروژو په جوړولو کي د دوی د شتون د مودي په وخت کي اعظمي ګټه پورته کړي تر څو په هيواد کي د فقر او بي وزلی کمپله ټوله شي٠ نه لکه د اوسنی ناکاره اداري په شان چي د ټو پک سالا رڅخه ئی دټوپکسالاري برسيره فساد سالار، ډالر سالار او مافيا سالار جوړ او نور هيواد وال يی د فقر کندې ته ورټيل وهل٠

راتلونکی کانديد بايد په افغانستان کي د بهرنيوو د نظامي شتون څخه د افغانانو د ملي عالي ګټو د پرنسيپ له مخي د هيواد عالي ګټو ته لومړيتوب ورکړي٠

-دغسي واکمن ته به تور او سپين لسټونه چي د بل له خوا ټا کل کيږي د منلو وړ نه وې٠

- په اوسني وخت او شرائطو کي د بهرنيو هيوادو موخي چي زموږ د ملي ګټو سره په ټکر کي واقع کيږي ،په جدې توګه يی مخ ډب کړي٠

ځکه نن افغانان د صلحی او هوسايني چاپيريال ته د خيټي په پرتله لومړی حق او ځای ورکوي، ددي لپاره چي دوی ژوندي پاتي شي٠

همدارنګه دغسي راتلونکی واکمن کولی شي چي د روغي جوړي او پخلائني ريښتينی پلان جوړ کړي٠ د پلان له مخي مرورو او مخاليفينو وسله والو افغانو سره د ورور وژني د بندولو په خاطر په يوه دسترخوان او يا يوه ميز راټول خپل سياسي کړکيچونه د افغاني دود او دستور له لارې حل کړي  ٠وروسته کيدای شي چي خپله افغانان څوک په تور يا سپين لسټ کي ، يا ئی د ملي قهرمان يا ئی د ملي خائين په توګه افغاني عادلانه محکمي او خلکو ته وروپيژني٠

په هر صورت کي راتلونکي انتخاباتو ته ډيري هيلي شته٠ که هر کانديد د پورتنيو شرائطو سره سم بريالی شي ، د اوسنی ناکامه اداري او ناکاره عناصرو په پرتله دغي غميزي او انساني ناورين ته به د پائ ټکی کيږدي٠ راتلونکی واکمن بايد د بهرنيو نظامي قواوو د پاتي کيدلو موده د قانون له مخي وټاکی٠ او راتلونکي اداره د دغي ټاکلي مودې په بهير کي ټول خپل اداري اورګانونه ، په ځانګړي توګه وسلاوال فوځ غښتلی او جوګه د دې کړي چي د خاوري له تماميت د قانون حاکميت د هيواد په ټولو چارو او وګړو برابر حاکم او د څارني لاندي ونيولای شي٠

د نيشه يی توکو د کرکيلي د بديل معيشت په بدل کي بزګرانو ته سهولت ورکړي ،په ريښتيني او غوڅه توګه د کورنی د دغو توکو د مافيا ځالی دړ ې وړې او د بهرنی مافيا لاسونه غوڅ کړي٠

بهرنې فعاله سياسی کړنلاره  په بين المللی ډيپلوماتيکي اړيکو کي د نړی ټولو هيوادونو سره ډپلوماسی ته وده ورکړي٠ په ځانګړي توګه د ايران ، پاکستان او روسيي سره د ښه ګاونډي توب د اصولو په بنسټ د يو بل په کورنيو چارو کي د نه لاس وهلو په اساس اړيکي ولري٠ د دغو درې واړ ه ګاونډيو سره يواځي او يواځي ډپلوماټيکي او تجارتي اړيکي ټينګي شي ،ولي د اقتصادي او فرهنګي اړيکو که وړيا يا غيري وړيا مرستي وي په خوڅه توګه پرهيز تري وشي ٠ځکه تجربي ښودلی چي  دغو اړيکو زموږ د هيواد په کورنيو چارو کي د لا س وهنو وسيله برابره کړي ده٠

 - غوره شوی کانديد د بشرد حقوقو سر غړونکو ته چي په جګړيزو جرمونو متهم وي د بشري حقوقو د منشور سره سم په افغانستان کي په عادلانه توګه محاکمه شي٠

 - راتلونکۍ غوره شوی کانديد د هيواد په ټولو عادلانه فيصلو په پلي کولو کي غوڅ، رغنده او قاطي رول ولوبوي٠ ا وکه چيرته هيوادوالو ته د خپلو وعدو او فيصلو په پلي کولو کي پاته راځي ،د خپل ضمير له مخي څيښتن تعالی حاضر حضور او سر په ګريوان کي ټيټ کړي ٠ په خپله استعفا کولو سره د خلکو څخه بښنه او عفوه وغواړي٠ نه لکه د اوسني جمهور رئيس په څير چي څيښن تعالی ئی له هيره ، ګريوان يی څيري ، ضمير يی وتلی اوپه سپين سترګی سر ه د دوهم ځل لپاره بيا ځان کانديد کړی٠ که په افغانانو يو ځلي بيا دغه ناکامه اداره او ناکاره عناصر وتپل شي د خلکو هيلي او ارزوګاني بهد خاورو سره خاوري او په اوبو کي لاهو شي٠

 په درناوې