د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کاندیدانو په بازار کې مافیا واړه سوداګر تر پښو لاندې کړل

عتیق ناشنا 31.05.2009 11:24

د کاندیدانو په بازار کې ډیرو سوداګرو په دې تمه چې ګټه په تاوان کېږي خپلې حلالې او حرامې روپۍ دې نوي تجارت ته اچولې خو په افغانستان کې د سوداګرۍ د نورو برخو په څیر د کاندیدانو بازار هم یو میر او یوه مافیایي ډله لري او خوار واړه سوداګر په کې هسې تر پښو لاندې کېږي او له شتو خلاصیږي.

د حامد خان په نامه زوړ سوادګر چې په هند کې یې سوداګرۍ زده کړې او بیا یې په کویټه او کندهار کې پخه کړې او په غرب کې هم د هوټل چلولو له کاروبار سره ښه اشنایي لري، د کاندیدانو بازار داځل داسې په ولکه کې نیولی چې د سیمې سوداګر ورته ګوته په غاښ هک پک دي.

حامد دا ځل له دې هیرې چې بازار له ده څخه نور هوښیار، پوهه او ځیرک خلک په لاس کې ونه نیسي او د ده د تیرو اتو کلونو کار او بار له خاورو سره خاورې نه کړي په لیږ ګټه بسنه کړې او ممکنه صافي ګټه یې مخکې له مخکې د بازار په مافیایي ډلو ویشلې ده.

له دې هیرې چې په مافیا کې څوک ورته ضرر ونه رسوي، له ځان سره یې د مافیا یو پخوانی بدمعاش فهیم خان چې په مارشال هم مشهور دی یو ځای کړی دی. په مرکزي غرنیو سیمو او هزاره جات کې د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره یې کریم خان هزاره او محقق خان هزاره ته ونډه ورکړې ده. همدارنګه د ازبکانو د سیمې له یو ستر بد معاش رشید خان سره یې، چې د دوستم په نامه مشهور دی، بریالی معامله کړې ده.

که څه هم د حامد خان ټولې سوادوې وس ښکاره دي چې له چا او چا سره یې کړې ولې د ونډې اندازه له طرفینو پرته هیچا ته هم نه ده څرګنده. دا ځل ونډې په دې حساب ویشل شوې چې په مرکز کې به هر یو د کاروبار څومره برخه لري او کوم ولایت به د چا په انحصار کې وي.

د حامد سوداګري په افغانستان کې د قاچاقبرانو د سوداګرې د موډل پر بنسټ ولاړه ده چې په هغه کې د بیلګې په توګه د ننګرهار، پکتیا، هلمند، ایران ، ترکیې او نورو هېوادونو قاچقبران سره یو ځای کېږي په ونډو سلاکېږي، یوې یې جوړوي بل یې لیږدوي، بل یې له پولې تیروي او بالاخره یوه یې په اخیري ځای کې ترلاسه کوي او بیا یې پلوري او هر یو باالاخره خپله ګټه ترلاسه کوي.

حامد خان دا ځل په بازار کې د اوبو د خړولو لپاره ځینې واړه سوادګر وهڅول چې پانګه واچوي او د تاوان غم دې نه کوي. دی به هرو مرو دوی ته پاداش ورکوي او خالي لاس به یې نه پریږي.

په دې کاروبار کې یو داسې پانګه وال هم شته چې د اقتصادی چارو نړیوال کارپوهـ دی او په دې تمه په بازار کې پانګه اچوي چې کار او بار به د سوداګرۍ د نړیوالې ادارې له تګلارو سره سم کېږي او دا چې له ده غښتلی اقتصاد پوهـ نشته نو هرو مرو به دی میر کېږي خو دی به هغه وخت ډیر افسوس وکړي چې هر څه له لاسه ورکړي او تش لاس پاتې شي.

د دې مافیایي او انحصاري سوادګرۍ ټول زیان او تاوان خوارو او بې وسه پیرودونکو او ګټه اخیستونکو ته رسيږي. که دوی غواړي چې نور زیانمن او تاواني نشي نو دوی باید په دروغجنو تجارتي اعلانونو پسې لاړ نشي، هغه محصولات وانه خلي چې غولوونکو سوداګرو په خپل انحصار کې نیولي. کیفیت باید د انتخاب اساسي شرط وټاکي او نوي باکیفیته او ګټور توکي وازمویي.