د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ټاکنو کميسيون: له وخته مخکې کمپاين غير قانوني دی

29.05.2009 11:16

د افغانستان د ټولټاکنو خپلواک کميسيون وايي چې هغه احتمالي کانديدان چې له وخته مخکې کمپاين کوي له قانونه سرغړونه کوي.

دې کميسيون د کانديدانو نومونه نه دې ښودلي خو ويلي یې دي چې ((يو شمير احتمالى کانديدا نو چې لا تر اوسه پورې يې وروستي لست ته هم لاره نه ده مو ندلى له قا نو ني مو دې مخکې په انتخا باتي مبار زو لاس پوري کړى دى دا کار د انتخا باتي مبارزو له قا نون اودستور العملو نو څخه څر ګنده سرغړونه ده .))

د ټاکنو کميسيون په یوه اعلاميه کې له احتمالي کانديدانو غوښتي چې له ټاکلي وخت څخه مخکې کمپاين ونه کړي. کميسيون وايي چې د کمپاين دپاره يې د ١٣٨٨ کال دغبر ګو لي د مياشي له ٢٦ نيټې څخه د زمري د مياشتې تر ٢٦ نيټې پورې ټا کلې ده.

په اعلاميه کې رغلي دي ((د تکراري سر غړ ونې په صورت کې به د انتخا باتو خپلوا ک کميسيون په قا نو ني اقدا ما تو لاس پورې کړي.))