د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرزي يوځل بيا د پښتنو په برخليک معامله وکړه

محمد اجمل هوډمن 27.05.2009 14:51

د غوايي په لسمه نيټه مې د شمشاد، لمر او سبا تلويزيونو څخه واوريدل چې حزب وحدت او هزاره ګانو په راتلونکو ټاکنو کې دکرزي ملاتړ وکړ د کرزي اوسني دوهم مرستيال خليلی او د عدلېې وزير سرور دانش چې د پښتنو په ځانګړې توګه د کوچيانو قسم خوړلي دښمنان دي په خپلو خبرو کې يې په خپل قوم غږ وکړ چې هزاره ګان په هيڅ سياسي نظام کې دومره مطرح نه وه لکه داتير اوه کاله يې چې دکرزي صيب په وخت کې پرمختګ کړى او که تاسو کرزي ته رايه ورکړى نو په راتلونکي کې به کرزى مونږ او تاسوته ډير خدمتونه وکړي د عدليې وزير او خليلي زياته کړه چې کرزي له مونږ سره دا منلي چې که ټاکنې وګټي هزاره ګانو ته به په حکومت کې ٢٠ په سلوکې واک او څوکۍ ورکوي، کوچيان به د بهسودو څخه شړل کيږي ، بهسود او جاغوري به ولايتونه کيږي، په محلي اداروکې به هزاره ګان ډير مقرريږي.

دهزاره ګانو او هزاره قوم د پرمختګ لپاره به لازم پروګرامونه نيول کيږي، له دې قمار څخه داسې ښکاري چې که کرزى ټاکنې وګټي نو د پښتنو وضعيت به تر دې زيات خرابه شي خو زه دلته خليلي ته هيڅ کومه خبره نلرم ځکه هغه چې کوم خدمتونه خپل قوم ته کړي نوش جان دې شي.

خو کرزي ته غواړم څو يادښتونه ورپه زړه کړم خداى دې وکړي چې دا ليکنه ولولي او يا يې د کمپاينرانو لاس ته ورشي چې ترده يې ور ورسوي.

١- کرزى صيب تير پنځه کاله ستا دواړه مرستيالان له تا سره همغږي نه وو او همدا دليل وه چې هغوي خپل کارونه وکړه او ته يې د يوه ناکامه پښتانه په توګه ټولې نړۍ ته وروپيژندلې نو چې داسې ده ته ولي بيا دا ډول مرستيالان ټاکې آيا ته نه پوهيږې چې دوى اوس يوازې د خپل قوم په غم کې دي، سبا ورځ به په حکومت کې د افغانستان څه پروا وکړي.؟

٢- کرزى صيب ته حق لرې چې کمپاين وکړې خو دا حق نلرې چې د کوچيانو په حق او جايدادونو معامله وکړې هماغه پخواني سياسي رشوتونه دې چې شورای نظار او وحدتيانوته ورکړل پنجشير او دايکندي دې ورته ولايتونه کړل څه ګټه دې وکړه چې ته اوس بهسود او جاغوري ولايتونه کوې.؟

٣- کرزى صيب کله چې د ټاکنو په قانون کې د کوچيانو انتخاباتي حوزه مطرح شوه همدې هزاره ګانو اوکريم خليلي يې مخالفت وکړ او ويې ويل چې دا امتياز غوښتنه ده چې کوچيان يې کوي خو نن همدغه هزارهګان او خليليان ستا تر چپنې لاندې د امتياز خبره کوي دا مه هيروه چې ته به د هزاره ګانو يوه رايه هم وانه خلې ځکه چې دهغو رايې به ټولې د ډاکتر رمضان بشردوست په برخه کيږي، او هغه هزاره ګان چې ملي فکر لري په ځانګړې توګه دباميانو هزاره ګان به خپلي ټولې رايې نوروکانديدانو ته ورکړي.؟

٤- بله خبره داده چې ګوره کرزى صيب خپل کمپاين کوه خو دا قوم چې ته يې تير ځلې ولس مشر کړې مه ټکوه په پاى کې زه په خپلو خلکوغږ کوم چې خپلې ټولې رايې د کرزي په وړاندې د اعتراض په توګه ډاکتر اشرف غني احمدزي ته ورکړي هسي هم د نوموړي پله په ټاکنو کې درنه ښکاري اوښايي ته به خبر يې چې دګل آغا شيرزي ، جلالي اونورو په شاته کيدو سره د هغو پلويان په ننګرهار او کندهار او نورو پښتنو سيمو کې داشرف غني له کمپاينرانو سره يوځاى شول او بل داچې د مارشال فهيم د نوم په اوريدو سره ورځ په ورځ د اشرف غني پله درنيږي او پلويان يې په ډيريدودي. خوپه دې شرط چې ښاغلى احمدزى له جنګسالارانوسره خپل ملاقاتونه ودروي اوولس ته مخه کړي.