د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اشرف غني د کندهار د فرهنګيانو پېښه د کمپاين دپاره کاروي. د کرزي وياند

26.05.2009 14:00

د ولسمشر کرزي ویاندسیامک هروي  وايي چې دوه ورځې مخکې په مطبوعاتي کانفرانس کې اشرف غني د کندهار د فرهنګيانو وهل او سپکول د کمپاين دپاره کارولي دي. دا خبره هروي د ققنوس خبري اژانس ته  کړې ده.

دوه ورځې مخکې د ولسمشرۍ په راتلونکو ټولټاکنو کې یو کانديد اشرف غني احمدزي نيوکه کړې وه چې امنيتي کسانو یې پلويان او فرهنګيان په کندهار کې ډبولي دي. نوموړي ولسمشر کرزی په دې تورن کړی و چې په ټولټاکنو کې ستونزه پيداکوي.

د ولسمشر کرزي دفتر دا تورونه رد کړي. هروي ويلي دي چې ولسمشر کرزي لا خپل کمپاين نه دی پيل کړی او که اشرف غني کوم شکايت لري نو کولای شي د ټولټاکنو خپلواکميسيون ته یې وکړي.

د يادونې وړه ده چې په کندهار کې د انار ګل په مشاعره کې ځينې فرهنګيان هغه مهال امنيتي کسانو ولچک او سپک کړل چې د اشرف غني احمدزي پېژندپاڼې یې په ګډونکونکو ويشلې. وروسته بیا د بېنوا فرهنګي ټولنې مشر عبدالاحمد محمدیار له مشاعرې څخه په لنډ واټن کې د پوليسو په شتون کې وسلوالو وواهه چې باور کېږي د ملي امنيت کسان وو.

ولسمشر کرزي او دفتر یې تر اوسه د کندهار پېښه نه ده غندلې خو د  اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د یوې اعلاميې په خپرولو په کندهار کې دفرهنګيانو د ډبولو د څېړنې غوښتنه کړې ده. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په دې اعلاميه کې په کندهار کې فرهنګيانو سره غير فرهنګي چلندنه دی غندلی.

د کورنیو چارو وزارت وایي چې د اشرف غني د پلويانو سره دشوې پېښې د څېړنې په موخه یې کندهار ته یوه څېړونکې ډله لېږلې ده. د دې وزارت ویاند زمري بشري رسنيو ته ويلي دي چې پوليس ناپييلي دي او ټول افغانانو ته خدمت کوي.

اشرف غني په مطبوعاتي کانفرانس کې ويلي و چې د خپلو پلويانو د امنيت تامينول ورته ډېر مهم دي تر څو کمپاين وکړای شي. یو شمېر نور کانديدان هم وېره لري چې د امنيتي ځواکونو د ناپييلتوب نه شتون له وجې به ورته کمپاين کول سخت وي.  د ترکمنانو د شورا مشر اکبر بای  هم رسنیو ته ويلي دي چې د افغانستان په شمال کې د امنيتي چارواکو د چلند په اړه تشويش لري.

یو بل کانديد داوود ميرکي هم د کندهار د فرهنګيانو وهل ټکول غندلي او رسنيو ته یې ويلي دي چې دا ډول امنيتي ځواکونه ملي نه بلکه د یوې مافيايي ډلې ځواکونه دي.

په يوټيوب کې د اشرف غني د کانفرانس ويديوي رپوټ