د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لیدنې، میلمستیاوې او د مرستو غوښتنې!

مطیع الله 25.05.2009 17:20

په افغانستان کې د ولسمشری لپاره کاندیدانو کوم چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له چا ڼ څخه بریالي راوتلي دي ، قدرت ته د رسیدو په خاطريې د خپلو تبلیغاتي کمپاینونو پیل له مخورو مشرانو،د تنظیمونو او ګوندونو له مشرانو اولوړ پوړو چارواکو سره په لیدنو ،کتنومیلمستیاوو او له هغوی څخه د مرستې په غوښتلو پیل کړ.
پدې ورځو کې دغه حرکت ډیر تیز شوی،بلنې کیږي،لیدنې کیږي او سترې سترې میلمستیاوې ورته جوړیږي .په داسې لیدنو کتنو کې ولسمشر کرزی تر نوروسیالانو مخکښه سیال دی چې د لیدنو زمینه ورته برابره شوي ده ځکه چې د اساسي قانون له مخې د جوزا په لومړی نیټه د هغه د ولسمشرى دوره پوره شوه خو دسترې محکمې په پريکړه دا سد تر ۲۹ نیټې پورې د اساسي قانون پر خلاف خو د تشې د ډکولو لپاره بیا په واک کې پاتي شو. اوس ولسمشر با نفوذ ه کسان خپل دفتر ته بولي او له هغوی څخه د ځان په ګټه مرستې غواړي .
د ارګ د منابعو له خولې دتيرې شنبې په ورځ یې د ملي محاذ مشر پیر سید احمد ګیلاني،د مشرانو جرګې نايب سید حامد ګیلاني او د وردګو پخواني والي عبدالجبار نعیمي ته بلنه ورکړي وه او له هغوی سره یې لیدلي دي .
ویل کیږي چې پدې لیدنه کې ولسمشر له پیر ګیلاني څخه غوښتي دي چې په راتلونكوانتخاباتو كې ورسره ملاتړ وکړي چی ولسمشر تر نورو سیالانو مخته او بري ته ورسیږی .
سرچینې وايي غالباً دغه تایید یې هم تر لاسه کړی دی . که چیرې ولسمشر کرزی د پیر ګیلاني دغه ملا تړ په رښتیني توګه تر لاسه کړي څرنګه چې د هغو نفوذ زیات دی کیدای شي چې د ولسمشر په بری کې زیات رول ولوبوې .
خو د دغې لیدنې کتنې په برخه کې د ملي محاذ منابع وایي چې موږ باید د هیواد پدې حساسو شرایطو کې چې د هیواد د برخلیک دټاکل کیدو موضوع ده په ډیر احتیاط سره وړاندې لاړ شو.
او په دغه روان بهیر کې د افغانستان د خلكوبرخلیک، د خلکو سوکالۍ ، د ژوندانه نیکمرغي،ورځني مسایل او کشمکشونه او تر ټولو مهم داچې د ملت غوښتنې هم په پام کې ونیسو.او د حل سملاسې لارې چارې يې ولټوو.
دوی پدې عقیده دي چې باید له داسې کاندید څخه ملاتړ وکړو چې په هیواد کې د ولسواکۍ د اصولو پر بنسټ یو پیاوړی مرکزي دولت رامنځته کړي چې په هغه کې د ملي پخلاینې ستنې کلکې شوې وي او اوسني مخالفتونه له منځه یوسي چې په هیواد کې سوله ،ارامي ،ريښتينې ولسواكي اود ژوندانه په ټولو خواوو كې پر مختګ راشي .هيواد د ترقی او پرمختګ په لورې حرکت وکړي د ملت غوښتنې سرته ورسوي د وطن د جوړولو لپاره یوه سالمه ‌طرحه ولري .
اوسنیو بدبختیو ته د پای ټکی کیږدي او په خپلو کارونو کې د سالم مدیرت درلودونکی وي .
څو وکولای شي په نړۍ کې د افغانستان نوم لوړ او د عزت خاوندان شو.
د ملي محاذ سرچينې دا هم وایي چې موږ په تیره دوره کې هم له ولسمشر سره په هر ډګر کې مرسته او کومک کړی دی او په پوره رښتینولی ور سره چلیدلی یو .د هيواد او خلكو په خدمت كې خلكو ته په ملي احساس سره وفاداره پاتي شوي يو.
موږ له زړه څخه وغوښتل چی هغه بري ته ورسیږي، هیواد او خلکو ته د خدمت جوګه او هیواد له اوسني ډیر ناوړه بحران څخه وباسي،سراسري سوله تامین او په هیواد کې د جګړو لمن ټوله شي او نور د افغانانو په مخ اوښکې رانه شي .
خو کله چې واکمنی ته ورسید او د څوکۍ په واک ودرید.بیا یې لیدنې هیرې شو بیا یې خپلې ژمنې د ملت او رایو ورکوونکو په وړاندې هیرې شوې.د ده په شاوخوا باندې نوي کسان راپیدا شول چی هغوی په ډیر مهارت نه یوازې دا چې د ځانو لپاره يې امتیازات تر لاسه کړل او څوکۍ یې ونیولې بلکې په نظام کې یې بې اتفاقي رامنځته كړه، بي باوري یې لا زیاته كړه، امن خراب شو مشورې یې سمې نه وي ،سیاسې پوخوالی یې نه ، په نظام کې چې كوم باور او اعتبار موجود و هغه يې تخريب او له منځه يووړ . ډيرو داسې كسانو چې ولسمشر ته يې رايې وركړې وي په خپلو رايو پښيما نه شول ،اداري فساد اوج ته ورسيد، ملت تر سپږمو راغى او په خپلو رايو پښيمانه شو .
د محاذ سرچينې دا هم زياتوي چې بايد په هيواد كې يو پياوړى مركزي نظام وي چې تر سيوري لاندې يې ټول افغانان ژوند وكړي او اوسني مخالفينونه له منځه لاړ شي ،افغانستان خلك په يوه دسترخوان سره كيني اودا د هر افغان او د وخت د شرايطو غوښتنه ده .
پوښتنه دا ده چې مركزي دولت او د ټولو افغانانو لپاره د منلو وړنظام به څنګه اود چا په واسطه منځته راځي او په هېواد كې به ملي پخلاينه او ملي واكمنې څنګه منځته راځي دا ډيره مهمه موضوع ده .
اوس چې د كرزي لومړى دوره ى ته ورسيده د ملت هيلې تر سره نه شوې ايا په راتلونكې بله دوره كې به د بل ولسمشريا د كرزي په مشرى كې تر سره شي ؟
د انديښنه خو يوازې د محاذ له سرچينوڅخه نه راووزي ،دافغانستان له ټول ملت سره دغه انديښې را منځته شوي دي چې پدې كالو كې زموږ هيواد په يو داسې لور روان شو چې هم جګړو او مخالفينو زور واخيست، هم اداري فساد اوج ته ورسيد، هم د ارتباطاتو او اړيكو پالل زيات شول . هم سمتي ،ژبني او قومي تمايلات زيات شول ، هم ملت لوږې او بي كورى په سرو اخيست ، ځوانان مو د بي كارى له لاسه يا بهر ته روان دي او يا خو له مخالفينو سره د پيسو په مقابل كې په خپله د دولت خلكو پر خلاف ودريدل .
اوس يو داسې ولسمشر ته اړتياده چې روانې او رامنځته شوې بدبختۍ له منځه يوسي اوسني كمشكونه ختم كړي په هېوادكې يوه رښيتني ملي پخلاينه رامنځته كړي ، د خپل عرضو كړيو په دننه راګيرنه شي يوه رښتينې د ملي احساس درلودونكي كاري ډله ولري او د اداري فساد له منځه وړلو لپاره له پاسه او له لوړو چاروكواصلاحات راپيل كړي .
د جمهوري رياست په څلوديوالونو كې شپې سبا نه كړي د خلكو منځ ته ورشي او له خلكو د ستونزو وپوښتنه وكړي او هېواد له اوسنۍ بدبختۍ څخه وژغوري چې په خلكو كې د ژوند ساوچليږي .
د محاذ مشر پيرسيداحمد ګيلاني چې نن سبا په خلكو كې د پروني ګراښت په دوام زيات محبوبيت لري ملت ور ته وايي چې تر ولسمشر كرزې موږپه ته ډيرې هيلې لرو ،يوازې ولسمشر حامد كرزى په تاده حق نه لري بلكې دغه خوار ملت، دغه ځوريدلى ملت چې سبا لري بيګاه نه لري هم په تاحق لري ، په تا باندې د هېواد دغه ځوان نسل چې راتلونكي ته په نا اميديى سره ګوري هم حق لري ، تاسو بايدد لويانو په بلنو كې دا ملت له پامه وانه چوئ ،بايو سره شي چې په هېواد كې ملي يوالى ، ملي پخلاينه رامنځته شي اوداسې چا سره په ولسمشرى كې مرسته وشي چې هغه د واك په وخت كېپر ملت هير نه كړي. هغه د مديرت خاوند وي هغه اداري اوج ته رسيدليى فساد ته د پاى ټكي كيږدي ،قانون تطبيق او عدالت رامنځته كړي ، هغه د كورنيو او بهرنيو تر فرمايش لاندي رانشي ، د هېواد او خلكو ستونزې درك كړي چې په راتلونكي بيا تكرار نه شي او كه تاسو له داسې چاسره د مرستې لاس وركوئ چې هغه بيا د څوكۍ په مېنه كې مست او ملت هير كړي نه دا كار نه يوازې د هغه ولسمشرى ته زيان دى بلكې تاسوباور ته هم زيان رسوي تاسو به هم خپل لاسه راويړ باور او اعتماد چې په ملت كې يې درلودونكي ياست په خپل لاس له منځه يوسئ