د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دکرزي بله نادوده!

عابد (همت) 24.05.2009 12:43

که څه هم چې ټاکنې په افغانستان کې يوه نوې پديده ده او تر ډيره ورسره زموږ هيوادوال اشنا نه دي.خوبيا هم دولسمشرۍ  او ولسي جرګې تيرو ټاکنوخلک خه ناڅه رابيدار کړل او دا يې وپيژندل چې رايه څنګه ورکول کيږي او ديو کانديد لپاره کمپاين څنګه ترسره کيږي.دټاکنيزو منډو ترړو پرمهال دکانديدانو لپاره دکمپاين کوونکو تر څنګ پخپله کانديدان هم دخپل برياليتوب لپاره دبېلابېلو لارو چارو کار اخلي.
داوسمهالې ولسمشريزو ټاکنو لپاره دتيرو هغو په پرتله څه دپاسه دوه برابره نوماندان ولاړ دي.ددې نوماندانو پر شخصي کړو  وړو خبره نه کوم خو ستاسو درنو لوستونکو پام يوې خورا مهمې موضوع ته رااړوم چې ښايي پايلې يې د ولس لپاره ډيرې خطر ناکې وي.
دولسمشريزو ټاکنو  دنوماندانو په ډله کې يو هم اوسنى جمهور ريس حامد کرزې دى.دټاکنو دقانون له مخې دولتي چارواکي نه شي کولاې دکوم ځانګړې کانديد په ګټه کمپاين وچلوي او يا هم دولتي امکانات ديو شخص په ګټه وکاروي،پخپله کرزى چې دراتلونکو ټاکنو نوماند هم دې په يو فرمان کې ټينګار کړى چې دولتي چارواکي دې ځان له کمپاين کولو نه په څنګ کړي او له دولتي امکاناتو دې کار نه اخلي خو په دې هر څوک پوهيږي چې غواتوره او شيدې سپينې دي.په کندهار کې ددولتي چارواکو له لورې داشرف غني احمدزي دژوند ليک پر ويشلو باندې دملي امنيت ادارې له لورې ديو شمير فرهنګيانو وهل ټکول،ګڼ ميشتو ولايتونو ته دکابينې ديو شمير وزيرانو سفرونه( لکه چې څو ورځې وړاندې ښاغلي خرم جلال اباد او اسدالله خالد سهيلي ولايتونو ته تللي و،دا ټول هغه څه دي چې دښاغلي کرزي له لورې دصادر شوي وروستي فرمان سره په ټکر کې دي.خو ددې نه سخته نادوده يې داده چې ښاغلى کرزې دخپلې انتخاباتي مبازې دپياوړتيا او ديوشمير هغه کسانو سره چې دتوپک په زور يې په ولس کې ځانته ځاې موندلې او په اصطلاح دنفوذ خاوند دى مصلحتونه او معاملې تر سره کوي.درانه لوستونکي به خبر وي چې څو ورځې وړاندې په شمالي ولايت سرپل کې پر ماشومانو باندې يو جنسي تيرې کوونکى او قاتل چې دمحکمې له لورې په څو کاله بند محکوم شوى و دکرزي په فرمان چې( دا ښاغلې پخپله هم پر ماشومانو دتيري سخت مخالف او د خپل تريخ غبرګون دڅرګندولو پرمهال يې په وار وار ويلي چې پر ماشومانو دجنسي تيري کوونکو سره به نرمي ونکړي او سخته سزا به ورکړي )له بنده ددې لپاره خوشې شو چې پخپله سيمه کې دده  لپاره کمپاين وکړي. اوريدلي مې دي چې درې تنه نور چې دختيز ولايت ننګرهار اوسيدونکي دي او دنشه يي توکيو په قاچاق کې په مستند ډول نيول شوي و او دمحکمې له لورې پر هر يوه شپاړس کاله بند ختلى و ديوې معاملې له مخې دکرزي په فرمان له بنده خوشې شو.دا ما يوازې يو څو بيلګې وړاندې کړې ښايي تر دې نورې ډيرې نادودې يې هم کړې وي او يا يې په راتلونکې کې تر سره کړي.اوس تاسو پخپله قضاوت وکړئ که حامد کرزې له دې لارې واک ته ورسيږي او دهغه لومړى مرستيال چې ان له هيواده دباندې هم ګڼ شمير دوسيې لري او ټول خلک يې دجنګسالار او بشري حقونو نه ديو سرغړوونکي په توګه پيژني  ددې لنډغرو سره چې له زندانونو خوشې کيږي لاس يو کړي نو په دې خوار ملت او په ځانګړې توګه هغه کورنيو باندې چې دهمدغو لنډغرو دهوسونو قرباني شوي څه نورې نادودې راشي،
 له دې لنډغرو نه ددې خوار ملت دخلاصون په هيله