د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغان ملت ګوند په راروانو ټولټاکنو کې له کرزي څخه ملاتړ کوي

24.05.2009 11:43

فاروق مېړني او انورالحق احدي دواړو د کرزي سره په ليدنه کې برخه اخيستې وه. په پورته انځور کې احدي مخکې له دې چې د کرزي ملاتړ اعلان کړي د ځان د پاره تېره میاشت د کمپاين په یوه غونډه کې د مېړني سره ليدل کېږي. 

دانورالحق احدي په مشرۍ د افغان ملت ګوندبه په راتلونکو ټولټاکنو کې له ولسمشر کرزي څخه ملاتړ کوي.

دا خبره رسنیو ته د افغان ملت ګوند او ولسي جرګه کې غړي فاروق مېړني کړې ده. فاروق مېړني ويلي دي چې دا پرېکړه یې هغه وخت وکړه چې د افغان ملت دېرش کسيز پلاوي ولسمشر کرزي سره وليدل. داسې ښکاري چې افغان ملتيان او ولسمشر کرزی سره د واک په ويش سلا شوي دي.

د افغان ملت ګوند مشر انورالحق احدي څه موده مخکې د ماليې د وزارت څخه استعغا کړې وه او اعلان یې کړی و چې په راتلونکو ټولټاکنو کې به ولسمشرۍ ته کانديد وي. احدي به ویل چې تر هر چا ډېر د دې وړ او مستحق دی چې ولسمشر شي. د افغان ملت ګوند د احدي د دې اعلان مخالفت کړی و.

ډېری شنونکي په دې باور دي چې یو شمېر کسانو ځانونه ځکه راتلونکو ټاکنو کې ولسمشرۍ ته کانديد کړي دي تر څو د ځواکمنو کانديدانو سره مارچه ووهي او په راتلونکي حکومت کې یو څه واک لاس ته راوړي. داسې برېښي چې د افغان ملت ګوند او مشر یې په دې کار کې بریالی شوی دی.

داسې ګونګوسې دي چې د افغان ملت ګوند د کرزي څخه په راتلونکي حکومت کې د بهرنیو چارو د وزرات سره دوه نور وزارتونه هم غواړي. خو دا خبرې نه د افغان ملت ګوند او نه هم د کرزي د کمپاين دفتر تر اوسه تاييد کړي دي.

د یادونې وړ ده چې دا مهال د افغانستان د حکومت په بېلا بېل مهمو پوستونو کې د افغان ملت د ګوند غړي کار کوي. دوی به له دې هم وېره لري چې که چېرته حامد کرزی راتلونکې ټولټاکنې وګټي او دوی ورسره ونه درېږي نو دا مهم پوستونه به یې له لاسه ووځي.

خو یو خبره باوري ده چې که چېرته حامد کرزی راتلونکې ټولټاکنې وبايلي نو د افغان ملت ګوند او د کرزي نور ملاتړي به يواځې دا نه چې په حکومت کې ونډه ونه لري، بلکه ډېر امکان شته چې هغه مهمې دولتي څوکۍ چې اوس په لاس کې لري هم له لاسه ورکړي.