د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

یو بل کانديد (ميرويس ياسيني) هم د کمپاين ويبپاڼه خپره کړه

20.05.2009 13:30

د افغانستان د ولسمشرۍ راتلونکو ټولټاکنو ته یو بل کانديد (ميرويس ياسيني) هم د کمپاين ويبپاڼه خپره کړه.

د ميرويس ياسيني ويبپاڼه د نوموړي ژوند ليک، د راتلونکي په اړه تصور، اندونه، د کمپاين ستراتيجي، او یو شمېر ويډيوګانې خپروي .

تر دې دمخه یو شمېر نورو کانديدانو هم ويبپاڼې خپرې کړي دي. تر اوسه د ډېری کانديدانو ویبپاڼې په انګلیسي ژبه دي، په داسې حال کې چې ډېری افغانان په انګلیسي ژبه نه پوهېږي. معلومه نه ده چې کومو افغانانو ته د کانديدانو ويبپاڼې د کانديدانو پيغام رسول غواړي.

يواځې د رمضان بشردوست ويبپاڼه د انګليسي سربېره په افغاني ژبو (پښتو، دري، ازبکي، پشه ایي، نورستاني) هم د نوموړي په اړه مطالب لري.

د ميرويس ياسيني ويبپاڼه هم ټوله په انګلیسي ژبه ده.د اشرف غني احمدزي -  چې د ولسمشر کرزي مخکښ سيال بلل کېږي - ويبپاڼه هم لا په انګلیسي ژبه ده او د پښتو او دري برخې یې فعاله نه دي. د یوبل کانديدمحمد داوود ميرکي ويبپاڼه هم ټوله په انګلیسي ژبه ده.

په يوټيوب کمپاين

د يوټيوب په ويبپاڼه د ټولټاکنو په اړه د اشرف غني ټول پيغامونه هم په انګلیسي ژبه دي. خو ميرويس ياسيني ځانته په يوټيوب ځانګړې څانګه پرانيستې ده او په پښتو او دري یې چې د تلويزيونونو سره کومې مرکې کړي خپرې کړي دي.

رمضان بشردوست  هم په يوټيوب ځانګړې پاڼه پرانيستې ده چې د نوموړي د فعاليتونو په اړه ويډيوګانې خپروي. د چندې ټولولو او ملاتړ لاس ته راوړو دپاره په دري ژبه ويديوي پيغام هم لري. د رمضان بشردوست پيغام تر ټول روښانه دی او د يوټيوب په پيغام کې یواځې ملاتړ نه بلکه مالي مرستې هم غوښتي دي. د بشردوست د ويډيو سره مو پرېږدو.