د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له کانديدانو څخه د ملاتړ د اعلانولو لړۍ روانه ده

20.05.2009 12:09

دوه ورځې مخکې په کابل کې د زلمي خليلزاد یو شمېر ملاتړو چې نوموړي ته یې د راتلونکو ولسمشرۍ دپاره کمپاين کاوه له یو بل کانديد اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان کړ. په دې لړۍ کې د خليلزاد د سیاسي کمېټې استازي تورن اکبر نوري او قاري نقيب الله - چې وایي د کندز د ۱۵۰۰ ځوانانو استازی دی - شامل دي.

وروسته له هغې چې زلمی خليلزاد او علي احمد جلالي د ټولټاکنو د خپلواک کميسيون سره ځانونه د ولسمشرۍ دپاره کانديد نه کړل، ملاتړي یو وخت او بل وخت په غونډې کې له نورو کانديدانو څخه ملاتړ اعلانوي.

څو ورځې مخکې د علي احمد جلالي یو سياسي استازي محمد یوسف همت هم له اشرف غني څخه ملاتړ اعلان کړی و. په ننګرهار کې هم د جلالي یو استازي محمد انور سلطاني له غني څخه د یوې غونډې په ترڅ کې ملاتړ اعلان کړی دی. .د یوبل کانديد محمد سرور احمدزی کمپاين وایي چې د علي احمد جلالي یو شمېر ملاتړو له ده څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی. د جلالي د دې ملاتړو له جملې څخه د نوموړي د سویلي ولایاتو د کمپاين د مشر (ورور) او حاجي نيک امير نومونه اخلي. پخپله سرور احمدزی (مخکې له دې چې کانديد شي) د اشرف غني احمدزي څخه ملاتړ کاوه او کمپاين یې ورته کاوه. د باوري سرچينو د معلوماتو په اساس، اشرف غني او سرور احمدزیان سره د واک په ویش وران شول او جدا شول.

د ملاتړونو د اعلانولو په جریان کې داسې هم شوي دي چې یو کس یا قومي مخور له ډېرو کانديدانو څخه ملاتړ اعلان کړی وي.د پژواک خبري اژانس د یو رپوټ په اساس  د کابل د چهاردهى ، مرغ ګيران ، او د کمپنۍ د سيمو یو استازي وکيل محمد اکرم له اشرف غني، نصرالله بریالي ارسلایي او قسيم فهيم درې واړو څخه په بېلابېلو غونډو کې ملاتړ اعلان کړی دی.

په افغانستان کې دا کار ډېر ليدل کېږي چې یو کس ډېرو کانديدانو ته سينه ډبوي او د بري ډاډ ورکوي. په تېرو انتخاباتو کې داسې شوي دي چې یو کانديد د خلکو په ډاډ باور کړی او بريالي شوي نه دي.