د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ولسمشرۍ كانديدان څوك په څومره اوبو كې دي؟!

ګلا جان كليوال 18.05.2009 13:08

د انتخاباتو خپلواك كميسيون د راتلونكيو ولسمشريزو انتخاباتو لپاره ۴۴ كسسيز لست رسما اعلان كړ، دا چې كوم كوم كانديدان به تر پايه و درېږي او كومو يې د څه امتيازاتو او د دنيا د (جيفې!) لپاره د چنو تيارى نيولى دى زر به معلومه شي. معلومه ده چې په دې لست كې به كمبود راځي، خو چې څومره به كم شي سر له اوسه څه ويل پرې ګران دي.

خو كه په اعلان شوي لست له سره تر پايه نظر واچوو ډېرې محدودې څېرې داسې دي چې په ولس كې د بېلابېلو لاملونو له مخې څه رايې لري، دلته غواړو په بشپړه بې طرفۍ د څو تنو مطرحو كانديدانو د پياوړتيا او ضعف ټكي ياد كړو، البته له دې ليكنې څخه هېڅكله هم د كوم كانديد بره او د كوم بل ټيټه ويل هدف نه دي، هدف دا دى چې محترم كانديدان بايد دې ټكيو ته پام وكړي او خپل كړه وړه او وړتياوې د ولس له نظره وارزوي، كه ممكنه وي د ضعف د ټكيو د دفع كولو هڅې وكړي.

په دې اعلان شوي لست كې تر ټولو زيات د پام وړ او ځواكمن كانديد اوسنى ولسمشر حامد كرزى دى.

حامد كرزى تېر اوه نيم – اته كاله د هېواد پر برخليك مسلط دى، د لنډ مهالې او انتقالي دورې نه وروسته د افغانستان لومړنى انتخابي ولسمشر دى.

حامد كرزى نن هغه پرونى څوك نه دى چې په بن كې د لنډ مهالې ادارې په توګه وټاكل شو، نوموړى له اته كاله وړاندې حالت سره يو څه توپيرونه لري. اته كاله وړاندې د ښاغلي كرزي تر ټولو ستر فاكتور بهرنى ملاتړ و، د هېواد دننه د افغانانو په منځ كې نوموړى د ټيټې سويې يوه ګوند د دويم، درېيم پوړ په كسانو كې شمار و، د بن په غونډه كې د مصلحت هما د ده پر اوږو كښېنول شوه او حامد كرزى په داسې حال كې ارګ ته ننوت چې د دروازې پهره داران يې هم خپل څوك نه وو.

نوموړي قومي نفوذ درلود، خو حساب نه پرې كېدو، ځينې استعدادونه يې درلودل چې د هېواد په يوه حساس او بحراني پړاو كې يې د مخالفو او دښمنو ډلو تر منځ د تفاهم رول ادا كړاى شو.

حامد كرزى د مصلحتونو پر بنسټ د يوه بحراني دوران د جوړ شوي نظام مسووليت پر غاړه واخيست، ځكه خو د واكمنۍ په لومړنيو كلونو كې د ده تر ټولو لويه وسله تفاهم و، كله كله دغه تفاهم د هېواد د راتلونكې لپاره د سختو ګواښونو زېږنده هم و، خو د بن د غلطو پرېكړو او كاږه نظام د ډېرو ناخوالو پړه اوس پر ښاغلي كرزي ور اچول كېږي چې دا عادلانه قضاوت نه دى. برعكس نوموړى پر دې وتوانېد چې د يوه ناقص نظام او سيستم له شتون سره ځان راوباسي او په ولس كې د خبرې د اورېدو څوك پيدا كړي.

حامد كرزى باجرئته وطندوست انسان دى، په وينو تويولو كې لاس نه لري، د ملي احساس خاوند دى، د ده په اړه دا تصور اوس بلكل برعكس دى چې د پرديو لاسپوڅى دى، كرزي په ډېرو مسايلو كې د خپل هېواد په اړه د بهرنيو ځواكمنو لوريو په وړاندې ودرېد چې همدې دريځ په ولس كې د ده محبوبيت تر پخوا زيات كړى دى. اوس كرزى هغه پرونى بهرنى ملاتړ نه لري خو په ولس كې بيا د پرون په څېر بې نفوذه نه دى.

د حامد كرزي نېمګړتياوې هم ډېرې دي، تر ټولو لويه نيمګړتيا يې دا ده چې د كورنۍ نور غړي په تېره وروڼه يې د هيرويئنو په سوداګرۍ متهم دي، كرزى چې پخپله د ملي شتمنيو او بيت المال په اړه څومره شفاف ژوند لري د وروڼو په اړه يې داسې تصور نشته.

دوهم دا چې ولسمشر كرزى د وطندوستۍ له احساس او د خدمت له جذبې سره په عملي برخه كې نه داسې طرحه لري چې د ده ځانګړى پروګرام وښيي او نه متاسفانه داسې كاري ټيم لري چې له تاكتيك تر ستراتيژۍ اهداف پكې ټاكل شوي وي، د ولسمشر كرزي زياتره مخلص انډيوالان او خواخوږي له همدې كمزورۍ څخه سرټكوي، تر څو داسې يو ټيم نه وي چې د فكر او اهدافو د اشتراك پر بنسټ جوړ وي او د هغو لپاره د لنډې او اوږدې مودې اهداف ونه ټاكل شي، هسې د خداى په توكل هڅې له سترو ګواښونو سره مخ كېږي.

ولسمشر  تر ډېره حده مصلحت پال هم دى، نوموړى يوازې يو ځل د يوه وزير د لرې كېدو پرېكنده اقدام كړى دى، چې هغه هم د ډېرو په اند نامناسب و، ځكه چې په وزيرانو كې تر هغه (ښاغلي حبيب الله قادري) څو څو ځله ناغېړه، بې كفايته او په درغليو كې راښكېل وزيران وو چې بايد حساب كتاب ورسره پاك شوى واى.

د ولسمشر په باب مشهوره ده چې كوم چارواكى يې د ولس د شكايت او اداري فساد له امله ګوښه كړى دى، سمدستي يې كه نور څه نه وي خپل مشاور ټاكلى دى.

كه په ولس كې د خلكو د رايې په اړه قضاوت كوو ويلاى شو چې نن هم كرزى تر ټولو نورو نوماندو وړاندې دى، خو له همدې هيلې سره چې په خپله تګلاره كې به جدي بدلون راولي. بله دا چې د ملت په برخليك كې ډلو او افرادو ته امتياز وركول ناروا دي. دا اوس چې ځينې قومونه د څو فيصدۍ كرسيو دعوه دار دي دا مو هېواد د بربادۍ په لور بيايي، د افغانستان ټول درانه قومونه د هېواد په اداره او نظام كې حق لري خو دا هر څه د وړتيا پر بنسټ وي، د قومي فيصديو او يا ځانګړيو افرادو ته د امتياز په توګه نه وي، دوهم مطرح سړى ښاغلى اشرف غني احمدزى دى، نوموړى د هېواد د لنډمهالې او منځمهالې دورې د كابينې غړى و، احمدزى په مالي او اقتصادي مسايلو كې ښه پوهه او استعداد لري، جدي او قاطع سړى دى، څو مياشتې وړاندې داسې فكر كېدو چې نړيواله ټولنه به د ولسمشر كرزي په وړاندې ډاكټر علي احمد جلالي او يا ډاكټر اشرف غني احمدزى د يوه متفق او مزبوط كانديد په توګه راوړاندې كړي، داسې ډېرې هڅې وشوې خو نړيوال په دې كې بريالي نه شول، ډاكټر اشرف غني احمدزى د ولسمشرۍ لپاره خپل نوم وليكه خو نوموړى په يوه كمزوري دريځ كې پاتې شو، جلالي، احدي او داكټر خليلزاد له كانديداتورۍ تېر شول، متحده جبهه چې يو وخت د دولت ستر مخالف لورى بلل كېدو په طبيعي مرګ محكومه شوه، لويه برخه يې د كرزي تر شا ودرېده، يوې وړوكې ډلې يې د بهرنيو چارو پخوانى وزير ډاكټر عبدالله را وړاندې كړ، له دې سره د احمدزي د بري چانس له صفر سره ضرب كړ.

احمدزى قاطع سړى دى، په ژبو پوهېږي، له لويديزې نړۍ سره ډېرې تودې اړيكې لري، په اقتصادي او مالي چارو كې د كمال خاوند دى، خو د دې تر څنګ د اوږدو ناروغيو له امله زغم نه لري، زر په غوسه كېږي او په ملګرتيا يې څوك ډاډه كېداى نشي، اشرف غني احمدزى هڅه كوي چې د خپل قوم (احمدزيو) رايې تر لاسه كړي خو ګرانه ده چې پر دې بريالى شي، اشرف غني احمدزى يو ښه مشاور او يا د كابينې غړى كېداى شي، ډاكټر عبدالله د شيعه ګانو د يوې وړوكې ډلې چې د كاظمي د ورور په مشرۍ پاتې ده، د پخواني شوروي نظار د غړيو يونس قانوني د ډلې لخوا چې په ملي جبهه كې سره راټول وو كانديد شوى دى، د جمعيت اوشوراى نظار ډلې اوس په ښكاره په دوو برخو وېشل شوې چې لويه برخه يې د شوراى نظار د دوهم مهم مشر مارشال قسيم فهيم په مشرۍ د ولسمشر كرزي ملاتړ كوي، پر دې سربېره اسماعيل خان او استاد عطا د كرزي ملاتړ كوي ډېر امكان دى چې احمد ضيا مسعود او استاد رباني هم له ولسمشر سره جوړجاړى وكړي ځكه چې په دې وروستيو كې د كرزي پله په بې ساري توګه په بهر او دننه كې درنه شوه او دوى ته ګرانه ده چې د اقتدار له كوڅو څخه بېل شي.

په دغسې حالت كې كه ډاكټر عبدالله لاس په سر نه شي ښايي له رمضان بشر دوست څخه لږ رايې واخلي، شيك پوش ډاكټر عبدالله چې ويل كېږي يوازې نيكتايي يې دوه زره ډالري ده د خپل وزارت پر مهال په ډېر مهال له ځينو بهرنيو لوريو سره اړيكې ټينګې كړې، اوس د هماغو لوريو په تېره د امريكا ملاتړ ورسره دى، خو په ملي كچه داسې څوك نه دى چې حساب پرې وشي.

همدغسې ملا راكټي او رمضان بشردوست يو څه رايې لري، يوه ته به يې خپل هزاره ګان او بل ته به يې طالبان رايه وركړي.

پاتې نور كسان زياتره داسې څوك دي چې ځينې يې د افغانستان له نامه سره حساسيت لري، ځينې يې د تېرو رژيمونو پوځي او سياسي كسان دي چې له ملت سره يې پخواني حسابونه نه دي تصفيه شوي، ځينې نور يې د معاملو په تمه دې ميدان ته راوتلي دي.

اوس ځينې د ډيموكراسۍ! له بركته د افغانستان د راتلونكي زعامت دعوه دار دي بېله خبره ده، خو د دې حساب پرې نشي كېداى چې رايې به واخلي.