د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اشرف غني: د کرز ي د غوښتنو سره سره ورته له کانديدۍ نه تېرېږم

17.05.2009 12:42

د۱۳۸۸ ل کال د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې کانديد اشرف غني - چې یو لو مخکښو کانديدانو څخه بلل کېږي - ويلي دي چې ولسمشر کرزي ورڅخه بار بار غوښتي چې ايتلاف ورسره وکړي او د کرزي په ګټه له کانديدۍ څخه تېر شي. احمدزی وایي چې د ولسمشر کرزي دا ډول غوښتنې یې بار بار رد کړي دي او ورڅخه هيله لري چې نور ورته په دې اړه څوک  ورونه لېږي.

اشرف غني احمدزي دا خبرې پرون يو مطبوعاتي کانفرانس ته کولې.

اشرف غني وویل چې له کانديدو به لاس په سر نه شي او تر پایه به کانديد وي. نوموړی دا خبره په داسې حال کې کوي چې یو شمېر شنونکي شک لري چې پس له دې به هم د ولمسشر کرزي په ګټه کانديدان لاس په سر کېږي. دعلي احمد جلالي، انورالحق احدي، او زلمي خليلزاد په شان  احتمالي کانديدانو چې ځانونه کانديد نه کړل نو د اشرف غني یو شمېر ملاتړي هم په دې وېره کې دي چې کېدای شي اشرف غني هم د کرزي سره د واک ويش وکړي او ورته تېر شي، خو اوس اشرف غني خپلو ملاتړو ته بيا ډاډ ورکړ چې کرزي سره به واک وېش ونه کړي او تر پایه به کانديد وي.

Former Afghan finance minister and presidential candidate Ashraf ...
د کمپاين په یوه جلا غونډه کې (پورته په انځور کې) اشرف غني خپلو ملاتړو ته وویل چې کرزي ته نه تېرېږي خو د عبدالله عبدالله سره یې خبرې رواني دي تر څو د کرزي په مقابل کې سره یو شي.

Afghans listen to a speech by former Afghan finance minister ...
په غونډه کې اشرف غني ته خلک غوږ نيسي.

وه ورځې مخکې د علي احمد جلالي کاري ډلې له اشرف غني څخه ملاتړ اعلان کړ. د ملاتړ تر اعلانولو مخکې د علي احمد جلالي کاري ډلې له اشرف غني څخه دا ژمنه واخيسته چې له کانديدۍ څخه به نه تېرېږي. اشرف غني وايي چې د علي احمد جلالي کاري ډلې ته یې وویل چې اوس نو نور د کرزي د لرې کولو وخت راغلی دی.

د اشرف غني کاندېدل ولسمشر کرزي ته په واک پاتې کېدو کې یواځينی جدي ګواښ دی. ولسمشر کرزي په راتلونکو ټولټاکنو کې خپل موقف په دې پياوړی کړی دی چې د نظار د شورا مشر قسيم فهيم او د حزب وحدت مشر کریم خليلي یې مرستيالان ټاکلي دي او یو شمېر احتمالي کانديدانو سره هم تفاهم ته رسېدلی دی. په دې احتمالي کانديدانو کې د افغان ملت د ګوند د مشر انورالحق احدي نوم اخيستل کېږي. ګونګوسي وایي چې احدي ته کرزي د یو څه واک ورکولو ژمنه کړې ده او اوس مهال یې په اقتصادي چارو کې خپل مرستيال ټاکلی دی.

سره د دې چې کرزي خپل موقف يو څه پياوړی کړی دی خو تر دې دمه ترې اشرف غني احمدزی د ټول افغان ټکی کام په ټولپوښتنه کې مخکې دی. د دې ټولپوښتنې پایله دلته ليدلای شﺉ.