د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د جلالي یو سياسي استازي محمد يوسف همت له اشرف غني څخه ملاتړ اعلان کړ

16.05.2009 10:57

د علي احمد جلالي یو سياسي استازي محمد یوسف همت په نوموړي نيوکې وکړې او تورن یې کړ چې د امريکايي تابعيت د نه پرېښودو له امله په راروانو ټولټاکنو کې ولسمشرۍ ته کانديد نه شو.

دا خبره محمد یوسف همت پرون په هېواد کې یوې غونډې ته د وينا په مهال وکړه. په غونډه کې محمد یوسف همت له یو بل کانديد اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان کړ. او ویې ويل چې که شفافې او ازادې ټولټاکنې وشي نو اشرف غني به یې وګټي.

محمد یوسف همت،  علي احمد جلالي ته پخوا کمپاين کاوه او هيله مند و چې علي احمد جلالي به په راتلونکو ټولټاکنو کې ځان ونوموي.

خو علي احمد جلالي وایي چې ولسمشرۍ ته د نه کانديدو وجه یې د نورو کانديدانو سره ایتلاف ته نه رسېدل دي. نوموړي پرون اريانا تلويزيون ته په یوه مرکه کې وويل چې د يو شمېر کانديدانو سره يې مذاکرات کړي و. په لومړي پړاو کې سره اتفاق ته رسېدلي و خو په مشرۍ سره وران شول. جلالي په مرکه کې د نه کانديدو یوه بله وجه دا هم وښودله چې دټولټاکنو په بهير یو شمېر کسان اغېز لري او فکر کوي چې ازادې او شفافې ټولټاکنې به تر سره نه شي. دا خبره د جلالي دارالانشا یو څو ورځې مخکې په یوه خبر پاڼه کې هم کړې وه.

خو که په تېرو څو کلونو کې د جلالي کړنو ته وګورو نو روښانه کېږي چې د عدم شفافيت څخه سرټکونکی جلالي پخپله هم شفاف کارونه او خبرې نه کوي. نوموړی یو وخت د کرزي په کابينه کې د کورنیو چارو وزير و، استعفا یې ورکړه خو هيڅکله یې ولس ته ونه ویل چې ولې یې استعفا ورکړه. د وزارت په دوران کې یې وویل چې یو شمېر چارواکي د مخدره توکو په قاچاق کې ښکېل دي، خو هيڅکله یې د داسې چارواکو نومونه ونه ښودل.

د جلالي دارلانشا د هغه د نه کانديدو وجه دا ښودله چې په راتلونکو ټولټاکنو کې به شفافیت نه وي، خو جلالي په کې اوس دا هم زياتوي چې د نورو کانديدانو سره تفاهم ته ونه رسېده. اوس یې ملاتړي وایي چې د نه کانديدو وجه یې دا وه چې جلالي  نه غوښتل امريکايي تابعيت له لاسه نه ورکړي.

که جلالي کانديد شوی وای نو نوموړی به یو له پياوړو کانديدانو څخه و. اوس چې کانديد نه شو نو ملاتړي به یې لټه کوي چې بل چا ته رایه ورکړي. سره د دې چې پرون د اريانا تلويزيون سره په مرکه کې جلالي وویل چې د هيڅ کوم کانديډ په ګټه نه دی تېر شوی، خو ډېر امکان لري د نوموړي ملاتړي اشرف غني ته خپلې رایې ورکړي ځکه چې د اشرف غني پروګرام ډېر د جلالي پروګرام ته ورته دي او د دواړو مشترک قاسم دا هم دی چې خلک یې د ولسمشر کرزي پياوړي سيالان بولي. خو په دې شرط چې اشرف غني احمدزی له کانديدۍ څخه لاس په سر نه شي.