ناټوNATO او د ناټو NATO پیژندنه 18 , 19 برخه
15.05.2009 22:37دشمالی اتلانتیک دنظامي تړون دناټوسازمان ددندو پراختیا!
دانټرنیټ دفارسی سرچینوڅځه
دشمالی اتلانتیک دنظامي تړون دناټوسازمان دجوړیدو په لمړی پړاوکې ، ددی نظامي تړون اصلی دندی دلویدیزبلاک دپاره دیوی ټولیزی امنیتی سیسټم رامنځته کول اودشوروي جمهوریتونوداتحاد اودهغه دملګروهیوادونوپه وړاندی دیوسترځواک رامځته کول وو. دغه دندی د(۱۹۴۹میلادی کال څخه تر۱۹۹۰)میلادی کال پوری ادامه او پایښت یې درلود.او دشوروی دړنګیدواو دوارسا دنظامی تړون (ورشو) ختیځ پلوه نظامی بلاک دمنځه وړلوسره سم،ناټوخپل اصلی کړنی یې دلاسه ورکړ. اود(۱۹۹۱) م کال دجون په میاشت کې دډنمارک په پلازمینه کوپنهاګین کې دیوی اعلامیی په خپره ولوسره ناټوهمدارنګه تر دی سرلیک لاندی ،داروپا دامنیت دپاره دیوچټک اوګړندی اصلی ارکان په توګه پاته سو . ناټود(۲۰۰۱) م کال راپه دی خوا په نړی کې دخپل ځان درول په بیا تعریفه ولوسره نه یوازی داچې ناټودځان دمنځه وړلوڅخه یې مخ نیوی وکړ،بلکی دغه نظامي سازمان دیوی ټولیزی نظامي امنیتی سازمان ترسرلیک لاندی دنړیوال کړکیچ په مدیریت کولوسره راوبلل سو.
ناټودلمړی ځل دپاره دیوګسلاویا دهیواد په خپل منځۍ جکړوکې ،په یوی کورنۍ جګړه اوښاری عملیاتوکې ورګډسواودلمړی ځل دپاره یې په یرغلیزوعملیاتویې پیل وکړ. په داهسی حال کې چې مخکې ددی نظامي سازمان پلان او کاریوازی دفاعی عملیات وواونه دغسی اوداشانته کړنی . همدارنګه دغه نظامي سازمان دلمړی ځل دپاره دهرزی ګوینادهیواد دسولی په عملیاتوکې هم ګډون وکړ.
ناټودکوزوپه کرکیچ کې دملګروملتونواودامنیت دشوراداجرائیوی مرستندوی په توګه تردی سرلیک لاندی په خپل نوې رول یې لاس پوری کړ .په همدی ډول دناټو نظامي ځواکونه دامریکا ترمشری لاندی دصربستان دهیوادپرضد جګړی کې ورګډسواوبرخه یې واخیستل .
اوس مهال ناټوداروپا دځمکنۍ بشپړتیا اصلی امنیت یې دخپلودندو په لمړی سر کې راوستیدی اوپه دی باندی ټينګار کوي چې داروپا امنیت داروپا دګانډیوهیوادونوسره دښواړیکوپه رامنځته کولوکې کیدی سي چې رامنځته سي .
ناټودسیاسي اړیکودلاری اوددی اړیکودپراختیا مسئله دهغوسیموپه هکله لکه دمدیترانی سویل اویا ختیځی اروپا اویادپخوانی شوروی اتحاد دهیوادونه دپاره زیارباسی ترڅوچې متناسبه وضعیت په دننه اروپا کې ولري .په همدی ډول سره ناټودډول ،ډول طرحواو وړاندیزونودلاری نوې شرايط دځان دپاره رامنځته کوي ، دشوروی اتحاد په وخت کې دناټوجوړښت یودفاعی اونظامي سازمان وو اوسمهال دغه نظامي تړون په یو امنیتی اوسیاسي سازمان باندی اوښتی دی .
همدااوس دتروریزم ضددعملیاتونوموضوع هم دناټوددندوپه لمړی سرکې ځای لري اودغه کړنلیک دناټوپه لړلیدکې په کلکه سره ترکارلاندی راوستل سوي دي . اوسمهال داسټرالیا،سویلی کوریااودجاپان هیوادونه هم ددی نظامي سازمان په پلان کې نیول سوي دي چې دناټوسره دمرسته کولودپاره په نړیوال عملیاتونوکښې ددی هیوادونودځواکونوڅخه دی هم کار واخیستل سي . دجرمنی (المان) لمړی وزیره دناټوپه اړه دامریکادنظریاتوملاتړ کوي . اوناټوپه نظرکې لري چې نړیوال امنیتی اوسیاسي سیمی اوحوزي ترخپل څیړنی،مطالعی اوڅارنی لاندی ونیسي .
دناټوپه دندوکې بدلونونه :
ناټو دشوروي دړنګیدو وروسته ، په همدی ډول سره خپل دکړکیچ دوران اووخت ترسره کوي اودانتقالی شرايطوپه وضعیت کې دی اوتراوسه پوری لاخپل ټاکل سوی دندی یې نه دی ترسره کړی اوخپلی موخی یې هم نه دی ترلاسه کړی .
کوم وخت چې دشوروي دولت ونړیدی اوپه هغه پسی دختیځ بلاک چې دوارسادنظامي تړون په نوم یادیدل دغه نظامي تړون هم ورسره له منځه ولاړی ،دوارسا بلاک اویا دختیځۍ اروپا دهیوادونونظامي تړون په (۱۹۵۵) میلادی کال کې داوو(۷) ختیځۍ اروپایی هیوادونواودپخوانی شوروی اتحاد دجمهوریتونوترمنځ جوړ اورامنځته سو.
دوارساتړون چې اصلی نوم یې دختیځۍ اروپا دهیوادونودمتقابلومرستودتړون په نوم د(۱۹۵۵ )م کال دمی دمیاشتی پر(۱۵) پنځلسمه نیټه باندی رامنځه سوونومول سوځکه چې دشمالی اتلانتیک دنظامی تړون پراختیا وموند اودلویدیزجرمنی (دالمان) دهیواد پيوستون اوغړیتوب دناټوو نظامي تړون ته ومنل سو ،نودوارساتړون له همدی کبله دیوځواب ترسرلیک لاندی دشوروي اتحاداودختیځۍ اروپا داوو(۷) هیوادونوپه ګډون سره جوړاورامنځته سواوددغو هیـــوادونو لکه (شـــوروی اتحاد ،ختیځ دمـــــوکرایتک جــــــرمنی(المان)،پـــولنډ، مجارستان«هنګری»،چکسلواکیا ،رومانیا،بلغاریا اوالبانیا) په ګډه سره ددی تړون (دوارسادتړون)اسنادیې په وارساکې دپولنډدهیواد په پلازمېنه کې لاس لیک کړل،دختیځۍ اروپا دکمونستی هیوادونوڅخه یوازی دیوکسلاویا هیواد په دی تړون کې یې ګډون ونکړ اودالبانی هیواد په (۱۹۶۱) میلادی کې عملآ په دی تړون کې دفعالیت اوکارکولوڅخه لاس واخیست اوپه( ۱۹۶۸) میلادی کال کې په رسمی توګه ددی تړون څخه ووتی اوځان یې ګوښه کړ .
دوارسا نظامي تړون پوره شل (۲۰) کاله یې کار اوفعالیت یې ترسره کړ اودختیځۍ اروپا دسوسیالستی هیوادونوڅخه په دفاع کولوسره دلویدیزی هیوادونودشمالی اتلانتیک دنظامی تړون دیرغل په وړاندی دوارسا تړون هم رامنځته سو.
دوارسا دتړون غړی هیوادونه په ګډه سره پریکړه وکړه اوپه دی اړه هم ږغی سول که پریوهیوادباند یدکوم هیواد لخوا تیری اویرغل ترسره سي نودغه تیری اويرغل پرټولو هیوادونوباندی ګڼل کیدی سي او ټول غړی هیوادونه په دی هوډمن سول چې په ګډه سره به دهرډول تیری یرغل په وړاندی به پریکړنده دفاع وکړي .
دوارسا تړون په سرمشریزه غونډه کې په (۱۹۷۵) میلادی کال کې پریکړه وسول چې د غه تړون دی دنوروشلو(۲۰) کالنودپاره وخپل کار اوفعالیت ته ادامه اوپایښت ورکړی .
د (۱۹۹۰) م کال په لمړیوکې کله چې دختیځۍ اروپادهیوادونوکمونستی رژیمونه نسکوره سول اودشوروي اتحاد دجمهوریتونو هیواد هم راونړیدی دوارسا تړون هم ونړیدی اودمنځه ولاړی اوددی نړیدلی تړون یوشمیرغړی هیوادونه دشمالی اتلانتیک دنظامی تړون ،دناټووسازمان ته یې دغړیتوب اوګډون دپاره غوښتنلیکونه یوپه بل پسی وړاندی کړ . وروسته د(۱۹۸۹) میلادی کال څخه دختیځۍ اومرکزی اروپا هیواد ونه دوارسا د تړون و ملاتړ ته یې کومه پاملرنه اوتمایل یې نه درلود.
په (۱۹۹۱) میلادی کال دجنوری په میاشت کې دچکسلواکی ،پولنډاودمجارستان(هنګری) هیوادونه اعلان وکړ چې د(۱۹۹۱) میلادی کال دجنون دمیاشتی ترلمړی نیټی پوری ددی تړون څخه په تولیزه ټوګه سره ګوښه کیږی . او د(۱۹۹۱) میلادی کال دجولای په میاشت کې دبلغاری هیوادهم ځان یې دوارسا دتړون دغړیتوب څخه خلاص کړ.
په همدی ډول سره بلاخره دوارسا تړون دچکسلواکی دجمهوریت دپراک په پلازمېنه کې د(۱۹۹۱) میلادی کال دجولای دمیاشتی په یوه غوڼډه کې دټولوِغړوپه ګډون سره ددغه تړون دمنځه وړلو پریکړه یې وکړ اودغه نظامي تړون دمنخه ولاړي .
دناټومخ ته پراته خنډونه اوستونزي :
ناټودډېرشمیرعملیاتی(سیمه یز) اودپیژندنی (موضوعی) خنډونواوستونزوسره مخامخ دی اودخپل پیژاندنی اوکارکولوپه هکله دډېروبنسټیزوپوښتنوسره هم مخامخ دي . په دی اړه کولای سوچې ددی نظامي تړون ستونزي په یوشمیر سیموکښې لکه په افغانستان ،روسیه ،کوزو،بالتیک ،دفارس په خلیج ،منځنۍ ختیځ ،قفقاز،منځنۍ اسیااوپه پاکستان کې یې وګورواوترڅیړنی لاندی ونیسو،اوهمدارنګه په حین وخت کې دهغه موضوعی ستونزي او دیوشمیرنورومسائلوپه ګډون لکه جغرافیایی پراختیا،نړیوال کیدل،تروریزم،امنیت،انرژی ،دټولیزووژنودوسلیودپراختیا په وړاندی مبارزه ، د توغنديو ضد د دفاعی سيستم ځای پرځای کیدل ،دسازمان دغړوترمنځ خپل منځۍ اختلافونه ،دمخدره توکودقاچاق په وړاندی مبارزه اودچټک اوګړندی عکس العمل دپاره ځواکونه دی چې ددغوستونزوپه وړاندی دغه ځواکونه رامنځته سویدی .
دناټو دپاره مهمی ستونزي په لاندی ډول سره دي :
لمړی :- روسیه :دروسیی سره اړیکی اوددی هیواد سره تعامل کول دناټودډېروخاصو ستونزوڅخه ګڼل کیږی د«ولادیمیر پوتین» دجمهوری ریاست دوره بیله کوم شک اوتردید څخه دروسیی دپاره دواکمنتیا دبیرته رامنځته کول اودزیار اوتلاښ دوره وواوددی موخی دپرځای کولواوتحقق ورکولو دپاره ،مسکودخپل ملی ګټوپه نظرکې لرلوسره زیاریې ایستلی دی چې دناټوسره هم تعامل ولري ،اوروسیه هیڅکله دختیځ پرلوردناټودپراختیا سره هم موافق ندی ،ځکه چې ددی هیواد امنیت اوملی ګټی دخطرسره مخامخ کیږی .
نوپه همدی ډول سره کولای سوچې دروسیی عکس العملونه په دی اړه دګواښ دهغه ادبیات څخه کار اخیستنه وبولو چې دخپلوګاونډیوهیوادونوپه وړاندی ترسره کوي ،پرګرجستان باند ی یرغل وکړ ،داروپا دمتعارفوځواکونودتړون څخه په یواړخیزه توګه ووتی ،اوپه استراتیژیکو سیمو کښې یی خپل راکیټونوځای پرځای کړل . که څه هم دناټو تړون تل یې په دی هکله زیارایستلی دی چې وروسانو ته ډاډ ورکړی ،اوناټوتل ټینګار کوي او وایی چې دجغرافیایی پراختیا طرحه اوهمدارنګه د توغنديو ضد د دفاعی سيستم طرحه ، دمسکوپرضد ګواښ ندی اوهیڅکله به داهسی نه وي ،مګر دروسیی جګپوړی چارواکي په دی باندی نه دی قانع سوي اوله دی کبله دی چې روسان دمنځنۍ ختیځ ،لاتینی امریکا دهیوادونوسره داړیکودغښتلی کولو په لټه کې دی زیارباسی اوپه پام کې لری چې دروسیه – برلین ، روسیه – پاریس ، اودروسیی – چین محورونه انځوراورامنځته کړی .
دوهم :- جغرافیایی پراختیا اونړیوال کیدل : په نړیوال کچه ،دناټوپراختیا اوپه دی نظامي تړون کې دنوېوغړیومنل ، که څه هم چې دامریکا اودلویدیزوهیوادونوداوږدمهال موخواو ګټودتامنیولوپه لړ کې ګڼل کیږی ،مګر بیله کوم تردیده دغه پيل دسیمه یزو اونړیوالوځواکمنوهیوادونولکه روسیه ،چین او ایران دملی امنیت اودملی ګټوپرضد به سترګواښ وي اودغه کړنی به په خپله په ښکاره توګه سیاسي ستونزي اخ اوډب اونظامي شخړی به په مختلفوکچه سره په نړی کې رامنځته کړي ،دنړی دجوړه ولواودنړیوال کیدلودایډیاپربنسټ ،ناټوهرومروبه خپل ورونه (دراوزی) دنورودموکراتیکوهیوادونوپرمخ خلاص کړی اود« دموکراسی په اډی » باندی واوړی ،ځکه چې دناټوومخ ته نړیوال ستونزي دي ،نوهمدارنګه په همدی ډول سره ددی نظامي سازمان غړي او دکړنو پیل هم باید نړیوال وي .
دریم :- دننه په ناټوکې دغړیوهیوادونوخپل منځۍ اختلافونه : ناټودخپلو موخو،داړخ نیولواوپلوی کولو،دجغرافیایی بشپړتیا اوپراختیا، اودخاصوکړنواوچاروله کبله په خپل دننه کې په خپل منځ کې (غړی هیوادونه) دکړکیچ سره مخامخ دی ، داجماع اصل،دغړیونابرابری ،نظامي اختلافونه اوله دی کبله پررامنځته سوی اختلافونه اوسوري سربیره دخپلوګټوپه اړه او په تاریخی سیالیوکې په اروپایی دوه رنګه اودوه ډوله محورسره په ناټوکې په یولړبرخوکې لکه په افغانستان،منځنۍ ختیځ،ګرجستان ،دنوېوغړیوپه منلواو د توغنديو ضد د دفاعی سيستم په رامنځته کولو سره دنوسان سره مخامخ سوی اوزړه نا زړه دی اووسوسی یې رامنځته کړی دي .
څلرم :- دانرژی امنیت : دایوه لویدیزه واژه ،لغت اوکلیمه ده چې اوسمهال دهغه تبه وختیځ ته،ددی جملی نه وایران ،هند،چین اوجاپان ته هم راکش سوی اورسیدلی دی ،دغه مفهوم ددایمی اوډاډمن ،اودمعقول قیمتونوپه وړاندی کولوسره دانرژیوپه حاملونوکې دودسوي اورامنځته سوي دي . هغه کسان چې دغه واژه استعمالوي ،په دی لټه کې دی چې د ژئوپولټیکی، اقتصادی، تخنیکی ،سیمه یز ژونداودروانی ژوندرالویدلی ګواښونه دانرژیوپربازارباندی رالږ کړی . امادسیاست پوهانوپه هاند ددی واژی دکارونی څخه پر دی موضوع باندی څارنه ده چې په لاندنی فکټورونوباندی ټينګارکوي :
الف : بیله کوم کیدونکی خطره څخه دنړی دنفتواودګازوزریمی په اسانی سره ترلاسه سي .
ب : دغه زریمی په منطقی ډول سره په مختلفوډولونوسره دسیمه یزی جغرافیایی زریمواوهمدارنګه دواټن له کبله دانتقالولو وړ وي .
ج : په ټولیزډول سره دنفتواودګازو دغه پروسه دی دهغوسیموڅخه تامین اوترلاسه سي چې هلته امنیت اوثبات وجود ولري اوپه دغه سیموکښې حکومتونه بدلون ونه مومی ،اودغه حکومتونه اوږدمهاله اودډېری مودی دپاره وي ،نوپه دی ډول سره دنفتواوګازومصرف کوونکی دانرژی امنیت دخپل لړلیدڅخه مطرح کوي اوداهم طبیعی ده چې مصرف کوونکی دخپل خاص تعریف په لټه کې له دی مفهوم څخه اووسي .
د(۲۰۰۶) میلادی کال څخه دانرژیودامنیت موضوغ وناټوته په ټينګه سره وړاندیز اومطرح سواودناټودمشرانوپه سرمشریزه غونډه کې ،په یوه بیانیه کې دناټوڅخه وغوښتل سو چې خپله پاملرنه وهغو سیمواوحوزيوته ورواړه وي ځکه چې دغه نظامي سازمان کولای سي په راتلونکی کې زیاتره ارزښت ولري ،نوله دی کبله په ټينګه سره دی دمتحدینودامنیتی ګټواودامنیت دغښتلی کیدلوڅخه اودانرژی دترلاس لاندی جوړښتونوڅخه دی ملاتړوسي .
دغه لاسته راغله لاره په مشخص ډول سره وروسته دګازی کړکیچ درامنځته کیدوڅخه چې دروسیی اوداروپایی هیوادونوترمنځ دیوی نوې امنیتی ستونزي او خنډ دسرلیک په توګه رامنځته سو،نوددی نظامي تړون دورځنی کړنو په لمړی سرکې ځای ورکول سو.
دامریکا کړنلیکونه اوتګ لاري دناټودپاره :
دشوروي اتحاد دړنګیدو راوروسته ،دامریکا دډېروخاصوسیاستونوڅخه یوهم دنړیوالو سازمانونو دواک اخیستل په خپل لاس کې وو ،یعنی د امریکاهیواد په خپل دی زیار اوهاندسره وکولای سوای چې دملګروملتونوسازمان په خپل واک کې یې ولري او ځانته دیوی وسیلی په توګه هغه امریکایی کړی دبیلګی په توګه دیوګسلاویا دهیواد په کورنۍ اوخپل منځۍ جګړه کې،امریکا دناټـــودنظاميٍ واک څخه دصربستان دهیوادپرضد په کوزوکې بیله دملګروملتونود سازمان اودامنیت دشورا دموافقی څخه دغه نظامی سازمان یې وکارول اودامریکا نظامي ځواکونه دناټود پریکړی پربنسټ ،دبالکان بمباردایدل یې پیل کړ ،امریکا په څوتیروکالنوکې دامریکایی پلاوی په ګډون دناټوترپوښښ لاندی، په نړی کې خپلی دندی اوسیاستونه پرمخ بیایی .
واقعیت خودا دی چې امریکا وناټوته دوسیلی په ډول اودیوی غښتلی داهرم فشاردسرلیک په توګه دسیاسی اونظامي ځواکونود انډول دمنځه وړلودپاره په خپله ګټه دخپلوموخو دپلی کولو په خاطراودلویدیز داوږدمهال استراتیژی دمخته بیولودپاره دنړی پرژئوپليټیکواو ژئواستراتیژیکو سیمو باندی چې ترخپل واک اولاس لاندی یې را ولی په همدی توګه ګوري اوزیار باسی ترڅوددغه لاری او دغه ډول کړنوپه وسیله غواړي چې دپخوانی شوروی اتحاد جمهوریتونه ترخپل کنترول لاند ی راولی اودروسیی دژونداوخلوت وسیمی ته ورننوزی .
امریکا په اوسمهال کې دناټوداصلی محرکه ځواکونوترسرلیک لاندی زیارباسی ترڅوددی نظامي تړون نوې جوړښت په یو بل انځورسره واړه وي ترڅووکولای سي چې په نړیوال کړکیچونوکې ډېرکار ورنه واخلی . په اوسنی شرايطوکې امریکا تلاښ کوي ترڅودناټودنظامي واک څخه دخپلوځواکونوپرځای دنړی په یو شمیر سیموکښې دهغه جملی نه په افغانستان کې دناټودځواکونوڅخه کار واخلی امریکا ددی کبله په دی خاطرزیاریې ایستلی دی هغه داچې افغانستان یو اسیایی هیواد دی او نه یواروپایی هیواداودجغرافیاوی له کبله په ټولیزه توګه دناتودواک دسیمی څخه لیری پروت دی نوغواړي دناټوسره په دی هکله یو استراتیژیک تړون امضا کړی . که څه هم ناټوپه رسمی توګه په (۲۰۰۳) میلادی کال کې دنړیوالو ځواکونوقومانده یې په افغانستان کې دبیا ثبات دراوستلواوټينګولو،دامنیت دتامینولو،دبیا روغاونی دپاره یې په دی هیواد کې په غاړه واخیست ،مګر اوس مهال افغانستان لا تراوسه پوری دجګړی ،آخ اوډب اودشخړوډګر دی اوتروریزم په دی هیوادکې وخپل ژوندکولوته ادامه اوپایښت ورکوي اودپراختیا په حال کې دی .
افغانستان اوسمهال دناټودځواکونواوخصوصآ دامریکائیانو دپاره يولوی خنډاوستره ستونزه ده .دامریکا نوې دولت دیوی خوانه نه سي کولای چې اړین امنیتی شرایط دناټودپاره دمرسته په خاطر رامنځته کړی ،اودبلی خوا نه ،دخپلی استراتیژی له کبله هم نه سي کولای چې دخپلودښمنانودبریالتوب ننداره کوونکی اوکتوونکی اووسي . دناټواوسنی شرايط په افغانستان کې او ددی خنډونواوستونزوڅخه دوتلولاره ، په دونی اندازی سره د ناټوونظامي تړون ته ارزښت لري چې ددی نظامي تړون یوشمیر غړی هیوادونه په دی باور دي چې دناټوسرلیک د (۲۱مه) یوویشتمی پیړی دپاره دافغانستان دهندوکش په غرونوکې ټاکل کیدی سي ./
نهولسمه برخه :
دانټرنیټ دفارسی سرچینوڅځه
ژباړونکی ؛ عزیزاحمد خوارمل دشمالی اتلانتیک دنظامي تړون دناټوسازمان ددندو پراختیا!

په منځنۍ اسیا کې دستری لوبی : نوې پړاو !
د(۱۹۹۱) م کال څخه راوروسته اود(۵)پینځه نوې خپلواکه هیوادونوجوړیدل دپخوانی شوروي اتحاد په سیمه کښې ،د«ستری لوبی » نوې پړاو په سیمه کښې اوخصوصآدپلان سویوکړنلارو په وسیله دسیمی ژئوپلیټیکی محاصره اوپه سیمه کښې دهیدروکاربینی ستروزریموکنترولوپيل سویدی .
دمنځنۍ اسیا په برخه کښې دامریکا زیار په هراړخیزه توګه سره صورت نیسی اودسیاسي اودیپلوماتیک پیل ،نظامي ،اطلاعاتی څیړنیزو اود«غیردولتی »جوړښتونو دفعالیتونو څخه عبارت دی .
دتیر کال پيښي ددی ښکارندوی دی چې واشینګټن دناټوڅخه په کاراخیستنی سره دنظامي اوسیاسي پوښښ ترسرلیک لاندی ډیرپه پوهاوی اوموخی لرونکی ډول سره دخپلوموخوپه تطبیقولواولاسته راوړلوسره دمنځنۍ اسیا په سیمه کښې بوخت دی .
دامریکاهیواد په خپل دی پیل سره په دی اړه ډېرپه زیرکی سره پرمخ ځې اوخپل لومړنی مسایل تصحیح کوی اومخ په وړاندی روان دی همدارنګه په عین وخت کې اوږدمهاله ګټی بیله بدلونه پاتیږی .په دی لړکې دځیروړ دی چې دامریکا دجمهور رئیس باراک اوباما وروستی اعلامیي دافغانستان دخاوری څخه دامریکایی ځواکونورا ایستل په تدریجی توګه سره د هغه دپخوانیواعلامیو سره په دی هکله توپیر لري چې لویدیز ائتلافی ځواکونه داوږده مودی دپاره په دی هیوادکې پاتیږی . که ودی مسئلی ته په ساده توګه وکتل سي داهسی یوسوچ رامنځته کیږی چې دامریکا هیواد یوهرخیز اوپوره استراتیژی نه لري . اما باید وویل سي که داهسی وای ، هغه څه چې همدا اوس په افغانستان کې پيښیږی هغه به نه واي رامنځته سوی .
امریکائیان د(۲۰۰۴) م کال څخه تراوسه پوری په فعاله توګه سره دشینډنډ اودبګرام دهوایی ډګرونه اودالوتکودراکښته کیدواوپورته کیدودپاره د(۳۵۰۰)دری زره پینځه سوه متری رنوی اودسرکونواولیکوپه جوړه ولوبوخت دی چې کولای سي (B- ۵۲-ب ) ډوله درانده بم غورځونکی استراتیژیک الوتکی په دی هیوایی اډیواوډګرونوکښې راکښته سي او والوزی اوهمدارنګه نورډېر ترمځکۍ لاندی اوپرمځکه باندی جوړښتونه اوساختمانونه جوړیږی اوکولای سو ووایو چې دلمړی واک په توګه په سیمه کښې ډېري ستري واکمنی اډي اوښارګوټی یې ترمځکی لاندی داصلی موخو ترسرلیک لاندی په افغانستان کې دامریکا اودناټودشتون دپاره جوړیږی اورامنځته کیږی . دشینډنډ اودبګرام هوایی ډګرونه کښې یو وخت دپخوانی شوروی اتحاد دهوایی ځواکونواډه هم وو اواوسمهال دناټودهوایی ځواکونودپاره په یواړخیز هوایی اډی سره اوښتی دی اوپه ډېر پرمختللی هوایی اوفضایی وسائیلو اوسامان الاتو باندی سمبال سوی دی اوعملآ کولای سي چې دټول اوراسیاهیوادونو هوایی حریمونه ترخپل کنترول لاندی راولی اوکنترول یې کړی .
برسیره پردی په منځنۍ اسیا،دخزرپه سیمه ،په قفقازاوپه ختیځۍ اومرکزی اروپا کښې هم دهوایی حریمونودکنترول سیسټمونه جوړسوی دی اومکا کریدوردوسائیلوپروړلواوراوړلو اوپرهوایی انتقالاتوباندی دکنترول دپاره داروپا څخه نیولی بیا ترچین پوری ددی سیموپرهوایی اوفضایی حریمونوباندی جوړ اورامنځته سوی دی . امریکا اوناټودافغانستان په ګاونډیوهیوادونو کښې (۶) شپږ نظامي اډی لري اوکه څه هم د«ترمیز) نظامي اډه په ازبکستان کې اود(ماناس ) نظامي اډه په قیرغیزستان کې تراوسه پوری په دی سیمو کښې سته دی اوفعاله دی اودهغه څخه کار اخلی اوپه رسمی توګه سره یوازی دوړلواو راوړلو اوانتقالاتوهوایی ډګرونه دي اودنظامي الوتکودراکښته کیدواوپورته کیدودپاره هيڅ ډول ستونزی په دی اړه نه لیدل کیږی .منځنۍ اسیا دناټودنظامي ماشین په وسیله سره ترلاسه سوی دی اوعملآ دسویلی عامل په توګه سره دروسیی محاصره دائتلاف دنظامي اډیو په وسیله رامنځته سوی دی .
په همدی ډول دامریکا دبهرنی سیاست اصلی موخی په منځنۍ اسیا کې ،دسیمی دانرژيو پرزریموباندی خیټه اچول ،کنترول اودهغوي لاسته راوړل دي او دسیمی څخه د روسیی اودچین دهیوادونولیری ساتل اودلاسو وهنودپاره رسمی پلمه کیدی سي چې د« ګډوډی اودشخړو اداره اوکنترول وي » چې په سیمه کښې دسیمه یزوګډوډیواوشخړو دپوتانسیل دګټی اخیستنی په وسیله سره راوپاره ول شي اورامنځته دی سي .
ناټو په ګرجستان کې پوځي آزمويني پيل کړی اوروسيه هغه دخپل هیواد پرضدښکاره لمسوني بولي :
د روسیی جمهور رییس دیمتری ميدويدوف په دی اړه وویل : «هيڅ وخت په داهسي ځاي کښي بايد نظامي تطبيقات او مانورې تر سره نسي، چی همدا لږ ه موده مخکي هلته جنګ ؤ. اودا ډول کړنی هيڅوخت موږته د منلو وړندی .»
د ناټو مخکنۍ پوځي تطبيقاتو هيڅکله هم مخ ته تر مخه دغه ډول سياسي جاراوجنجال یې نه وو رامنځته کړي ،لکه دغه د سولي او همکارۍ په چوکاټ کي دګرجستان اودناټوتطبيقات چې په هغه کي تر لسو ډيرو د ناټو غړي هیوادونه اویوشمیرنوردناټوملګر ی هیوادونه چې د ناټوغړیتوب نلری په دی تطبیقاتوکې ګډون لری اودټولوګډونکوونکوهیوادونوڅخه( ۲۰۰۰ ) دوزره تنه سربازان ،افسران اونظامي متخصیصین د وسلو څخه پرته، برخه اخلي . او دغه تطبیقات په داهسی يو هيواد کښي تر سره کيږي چی يو کال يې لا د جګړی څخه نه تيريږي . څه موده مخکي د روسېې جمهوررييس ميدويدوف وويل چې : « دګرجستان په هیواد کي دي بايد نظامي تطبيقات او مانورې تر سره نسي، ځکه چی همدا لږه موده مخکي هلته جګړه وو. اوداکړنی هيڅله هم زموږ د منلو وړندی . »
دغه خبره په حقيقت کي پرځای هم ده . د تيرکال د اګست د جګړی انځورونه چې په هغه کې ګڼ شمیر خلک په دی سیمه کښې مړه او زخميان سول ،کورونه یې ونړيدل ، کلی اوښارونه یې ویجاړسول ، د ټولوپه ياد دي .
اوس هم د شپې دخوا د دواړوخواوپه پلوکې ،کله،کله د ګرجستان او جلاسوو جمهورريتو، جنوبي اوستیا اوابخازيا تر منځ ډزی او نښتي رامنځته کيږي .
خومهم داخبره دی چې د روسيې، ګرجستان او ناټو تر منځ يوازي د پوځي تطبيقاتو د ښه والي يا خرابوالي تر مسئلی نورډېرمهم مسايل هم سته دی چې وهغه. ته پاملرنه وسي ځکه چې د مې په مياشتي په کي د روسېې او ناټو د لوي درستيزانو ليدنه کتنه نه تر سره کيږي . روسېې همدارنګه د خپلو متحدينو څخه وغوښتل چی دناټو په پوځي تطبيقاتو کي چې دګرجستان په هیواد کې ترسره کیږی برخه وانخلي ،چې دروسیی ددی غوښتنی په نتيجه کښي قزاقستان ،صربستان او دملداويا هیوادونه په دی نظامي تطبيقاتو کې د نه ګدون اعلان وکړ
اوناټو د خپلی لوری نه دوه تنه روسيی دیپلوماتان یې چې په بروکسیل کې دناټو په ماڼی کې په کاربوخت وه د غير مناسبو اشخاصو په توکه یې اعلان کړل اودوي یې دبروکسیل څخه وشړل ، چی بل مقابل بيا د روسيې خارجه وزير سرګی لاوروف د ناټو د خارجه وزيرانو سره په پلان سوې ليدنه کتنه کې د نه ګډون اعلان وکړ اوروسیه هم دوه کسه اروپایی دیپلوماتان یې ددی عمل په وړاندی دعکس العمل په توګه دخپل هیواد څخه وشړل .
داچې روسيه په رسمي ډول د ابخازيا او جنوبي اوستیا د پلواوسرحدونو دفاع پرخپله غاړه اخيستې ده ، داهم د دواړو خواوو دډيپلوماتيکي کړکیچ په د منځه وړلو کي مرسته نه کوي .
پوځي آزمويني او که رښتيا هم لمسونی؟
ميدويدوف په دی هکله یې بیا وویل :
«چې دروان کال دمې دمیاشتی (۶ می ) د شپږمی نیټی دڅخه بیا د جون دمیاشتی تر لومړی نیټی پوري په ګرجستان کې دناټواوګرجستان دځواکونوپلان سوي ګډنظامي تطبيقات په ښکاره ډول زموږدملی ګټوپرضداوزموږدملی امنیت دپاره لمسون دي . »
دغه تطبيقات به د ګرجستان جمهوررييس ساکاشويلي ته جرئت ورکړی ، تر څو بيا ځان په وسلیوسمبال کړ ي ، او بیاجګړه پیل کړی . دهغه کړنی څخه چی دجنوبي اوستیا او دابخازيا جمهوریتونه اوخلک ورنه بيره لري . » په تفليس او ناټو کي هم اوس د لمسون څخه خبري کيږي . د ګرجستان سره په پلو کي د نورو روسيی ځواکونو ځاي پر ځاي کيدل د شپږ فقره اي پلان څخه يوه ښکاره تيري اوسرغړونه ده .
دروسیی فیدراتیف وایی : امریکااوناټو ستر ګواښ دنړیوال امنیت پرضد دی
دروسیې ولسمشر امریکا او ناټو یې دنړیوال امنیت دپاره تر ټولو ستر ګواښ وباله .
کریملین دیو راپور په خپرولو سره دروسیی دملي امنیت استراتژی انځوروي دساړه جنګ دبیا پیل کیدوپه هکله خپله اندیښنه یې وړاندی کړي خو په عین حال کې وایي روسیه هم په هغه ډول سره کولی سي وخپلو بهرنیو اړیکو ته پایښت اودوام ورکړی . داپه داهسی حال کې دی چې روسیه غواړي اوزیار باسی ترڅوخپلۍ اړیکی دامریکااوناټو سره دقفقاز د(۵) پینځه ورځنۍ جګړی نه چې په (۲۰۰۸) میلادی کال کې رامنځته سواودهمدی جګړی دکبله دغه اړیکی خړپړاو ویجاړ سوی وو، دروسیی هیواد په نظر کې لري اوغواړي چې دغه اړیکی بل ځل پیل اورامنځته کړی .
کرملین په خپل سیاسي اودملی امنیت په سند کې چې داوسه څخه بیا تر(۲۰۲۰) میلادی کال پوری جوړسوی دی اوددغه ملی امنیتی سندداستراتیژی په رڼا کې دامریکا هیواد اودشمالی اتلانتیک دناټونظامي سازمان ائتلاف یې ستر ګواښ دنړیوال امنیت اودروسیی دملی امنیت پرضد بللی دی اوپه دی سند کې ددوي نه یې نوم اخسیتدی دغه سند چې دروسیی دهیواد دملی امنیت سیاستونه اواستراتیژی د اوسه څخه بیا تر (۲۰۲۰) م کال پوری انځور کړیدی څه موده مخکې دکرملین دجګپوړوچارواکو لخواخپوراواعلان سو.
دکرملین چارواکي په دی بیانی کې اعلان وکړ،مسکودهمدی ډول ګواښونوپه وړاندی به هرومروخپل ګټور اومنطقی بهرنی سیاست را منځته کړی ترڅوپه همدی ډول سره وکولی سي دتسلیحاتی سیالیودمنځته راتلومخه نیوی وکړی کوم چې دغه سیالی دساړه جګړی په وخت کې رامنځته سوي وو. دا په داهسی حال کې دی چې دروسیی هیواد په دی پسی دی ترڅو خپلۍ اړیکی دواشینګټن سره دقفقاز دپينځه (۵) ورځنۍ جګړی راوروسته چې په (۲۰۰۸) م کال کې ویجاړ اودتریخوالی سره رامنځته سوي وودسره پیل راټينګ اوښهی اړیکی رامنځته کړی . او دنویو وسله والوسیالیو د پیلیدو څخه به ډډه وکړي .
ددغه دیارلس مخیز راپور په یوې برخې کښې چې دروسیې ولسمشر دیمیتري میدویدیف هغه یې لاس لیک کړی دی راغلي دي چې دنړی په بیلابیلو سیمو او په تیره بیا د یورو اټلانټیک په سیمه کښې دثبات نه شتون دناټوداوسنی کړنود کبله دی اواوسمهال ناټو دنړیوال امنیت دپاره یو زیاتیدونکی ګواښ دی .
ددغه راپور په یوې بلې برخې کښې په ختیځې اروپا کښې دتوغندوي ضد سیسټم دځای پرځای کولوپه هکله دامریکاپه دی پیل باند ی یې کلکه نیوکه سوې او دتوغندوي ضد سیسټم دځای پرځای کولو دپاره یواړخیزه پیل هم دنړیوال امنیت دپاره یوبل سترګواښ بللی دی . مسکو همدا رنګه هیله څرګنده کړی ده چې دامریکا دولت خپل دهغه طرحی څخه چې دتوغندیوضدسیسټم دجوړولوپلان دپولنډ اودچک دجمهوریت په هیوادونوکې یې لري دهغه څخه دی لاس واخلی .
دمیتری میدویدوف دروسیی جمهور رئیس څه موده مخکې دفنلاند هیوادپه پلازمېنه کې دهلسنګی په پوهنتون کې وويل : « روسیه په ټینګه سره دامریکا دیواړخیز زیار په هکله دتوغندیوضد سیسټم دپراختیا اودجوړیدوله کبله څارګره ده چې دغه کړنه د دوهیوادونوتسلیحاتی انډول دمنځه وړي » اوامریکا پریکړه یې کړی ده چې خپل داټومې زریموڅخه پرمختللی اټومی راکیټی وسایل دپولڼدپه خاوره کې اودچک دجمهوریت په هیواد کې ترلسوپوری توغندیوضدسیسټمونه ځای پرځای کړی .
دروسیی ددی ملی امنیتی اشد محرم اوکاملآ پټ سندبله برخه دانرژی دتامنیدواودلاسته راوړلوموضوع ده چې دکرملین برخه اخیستنه یې دقطبی سیمو دنفتواوګازودبډایوزریموپه هکله یې بربنډه کړی ده ،روسیه ،امریکا،کاناډا،ناروی اودډنمارک هیوادونه ټوله دقطبی زریمودانرژی دلاسته راوړلواوګټه اخیستلوپه اړه ډېرهیله منددي،نودهمد ی سیمودنفتواودګازودانرژیودزریموورایستلواووتر لاسه کولوته ډېره خاصه پاملرنه لري اوددی کبله ددي نوموړوهیوادونواړیکي هم دګډوډیو اودخړپړ وضعیت په سیوری کې روانه ده چې همدا اوس دنړی دهوا دتودوخی ددرجی دډېریدو د کبله چې دقطبونویخي قرارقرارمخ په ویلی کیدودي،نوپه دی هکله ددی سیمی دانرژیودزریمو په اړه یې ډېرګواښونه اوکړکیچونه هم دنوموړوهیوادونوترمنځ رامنځته کړي دي ./
(نوربیا،په شلمه برخه کې ادامه لري)
اخیځلیکونه : داستراتیژیکوڅیړنودسایټ او دریانووستی څخه .