د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ملي تلويز یون کرزي ته په خپرونو کې کمپاين کوي. د جمال رپوټ

رپوټ: سليمان جمال 14.05.2009 11:17


د افغانستان ملي تلويزيون په خپلو خپرونو کې د ولسمشرۍ کانديد حامد کرزي ته کمپاين کوي.

بېګا شپه ( د چارشنبې په شپه) ملي تلويزیون د یو پروګرام په ترڅ کې چې د امريکا ته د ولسمشر کرزي د سفر په اړه یې تیار کړی و د ولسمشر کرزي ټولې هغه خبرې کټ مټ د دري ژباړې سره خپرې کړې چې ولسمشر کرزي په کې ځان او خپلو دوه مرستيالانو د راتلونکو ټولټاکنو دپاره کمپاين کاوه. د اخبرې د پروګرام په هغه برخه کې وې چې ولسمشر کرزي د بروکينګ څېړنیز مرکز په کانفرانس کې وينا کوله او پوښتنو ته یې ځوابونه ویل.

په خبرو کې ولسمشر کرزي د خپل مرستيال مارشال قسيم فهيم سپيناوی کاوه او د راتلونکو ټولټاکنو دپاره یې په کې خپل پروګرام بيانولو. کرزي په خپلو خبرو کې د تېرو اوو کلونو لاس ته راوړنې روښانه کولې او وعده یې کوله چې راتلونکې پنځه کلونه به هم له داسې لاس ته راوړنو ډک وي. په دې یې ټينګار کاوه چې قسيم فهيم به ورسره په دې لاس ته راوړنه کې ډېره مرسته وکړي.

ملي تلويزيون دولتي ارګان دی او دملت په پيسو چلېږي. ملي تلويز يون ته په کار دي چې یا خو ټولو کانديدانو ته یو شان فرصت برابر کړي او یاهم د یو کانديد په ملاتړ خپرونې ونه کړي. د ملي تلويزيون دا کار د افغانستان له نافذه قوانينو څخه ښکاره سرغړونه ده. د ټولټاکنو خپلواک کميسيون په خپلو لایحو کې وایي چې ((دولتي مسؤولين نبايد په مستقيمه او ياهم غير مستقيمه توګه د ټاکنو په پروسه کې لاسوهنه وکړي. .. د ټاکنيزو سياليو اړونده چارواکي د دولتي سرچينو د ګټې اخيستو څخه بايد ډډه وکړي.))

د ټولټاکنو د څارنې ازادې ټولنې (فیفا) ولسمشر کرزی په دې تورن کړی و چې له دولتي وسایلو په کمپاين کې ګټه پورته کوي. فيفا ويلي و چې ولسمشر کرزي د می په شپږمه نېټه د امنيتي وجوهاتو په بهانه د دوه ګړیو دپاره د ټولټاکنو د کميسيون کار اخلال کړ. او د می په اوومه نېټه چې ثبت نام ته حاضر شو نو د ټولټاکنو د کميسيون کار یې د پنځه ګړیو دپاره وځنډاوه او د پنځو ګړیو څخه د ډېر وخت دپاره د ټولټاکنو کميسيون ته ټولې لارې بندې وې او نورو کانديدانو ونشو کړای چې په دې وخت کې کميسيون ته مراجعه وکړي.