د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مطبوعاتي اعلاميه

د اشرف غني مطبوعاتي دفتر 14.05.2009 09:40

د جمهوري رياست لپاره کانديد، اشرف غني، د ټکنالوجۍ په مټ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې افغانانو ته خپل پيغام ورساوو او هغوی يې د يو نوي پيل له لارې په حرکت راوستل. اشرف غني د خپل نړيوال کمپاين ګورتځی (ویب پاڼې)- www.AshrafGhani.af - د غويي پر ۱۴مه پر ليکه کړه او يوازې په دوو ورځو کې يې ليدونکي زرګونو ته ورسېدل.
که څه هم، دغه ویب پاڼه دمګړۍ پر انګرېزي ژبه دی، خو ډېر ژر به يې پښتو او دري نسخې پرانستل شي، چې د افغانستان د راتلونکي لپاره د اشرف غني لرليد (وژن)، د هغه د لس-کلن پلان توضېحات، او د هغه د کمپاين په اړه ورځني تازه معلومات وړاندې کوي.
د افغانستان په سياست کې د لومړي ځل لپاره دغسې يوه پيلامه کېږي، اشرف غني له ټولو افغانانو غواړي، چې د ده د "نوی پيل- له نوې هيلې او حرکت سره" شعار لاندې راټول شي. دی کور-مېشتي او بهر-مېشتي افغانان په خپل کمپاين کې، له بېلابېلو لارو ګډون کولو ته هڅوي، لکه له حمايتګرو څخه غوښتل، چې رايه ورکړي، د کمپاين د غونډو کوربه توب وکړي، او له کمپاين سره مالي مرستې وکړي. 

تر اوسه پورې نتايج خورا مثمر دي، له ټولې نړۍ د افغانانو، له متخصصينو تر محصلينو، لخوا مالي مرستې کېږي. په هر ځای کې افغانان د اشرف غني او هغه د لرليد، چې د يو رښتيني، ديموکراتيک، او عصري افغانستان جوړول دي، تر شا په حرکت راغلي دي.
"همدغه وخت دی، چې موږ د ټکنالوجۍ استعمال وهڅوو. دغه د پرمختګ لار ده او زه له ټولو هغو اشخاصو مننه کوم، چې زما ویب پاڼه یې ليدلی او له هغو ځانګړې مننه کوم، چې بسپنه يې ورکړې. کپاينونه ګران-بيه دي او زه ستاسې په، کوچنيو او لويو، مالي مرستو حساب کوم. زه حکومتي پيسې نه اخلم، دغه زموږ هېواد او زموږ کمپاين دی او موږ يې بايد ملکيت واخلو. زه يې له تاسې د عملي کولو لپاره مننه کوم او وايم، چې له تاسې پرته يې نه شم کولای. لطفا خپلې مالي مرستې جاري وساتئ ." اشرف غني

د اشرف غني په اړه د نورو معلوماتو لپاره ورشئ: www.AshrafGhani.af او يا له موږ سره اړيکه ټينګه کړﺉ، پر: info@ashrafghani.af. افغانان کولای شي په وویب پاڼه کې د "مالي مرسته" په کلېک کولو سره بسپنې راواستوي. 

په درنښت : د اشرف غني مطبوعاتي دفتر