د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په هرات کې یوې ټولنې له اشرف غني احمدزي خپل ملاتړ اعلان کړ

رپوټ: سليمان جمال 12.05.2009 11:13

په هرات کې د افغانستان د فکري خوځښت ټولنې له اشرف غني څخه ملاتړ اعلان کړ. نوموړې ټولنې دا ملاتړ د یوې اعلامیې د خپرولو په ترڅ کې وکړ.

د افغانستان د فکري خوځښت ټولنې په خلکو  غږ کړی دی چې دوکتور اشرف غني احمدزی تر ټولو کانديدانو غوره او مناسب کانديد دی. نوموړې ټولنې ويلي دي چې هیله منده ده چې اشرف غني راتلونکې ټولټاکنې وګټي او ولسمشر شي تر څو په افغانستان کې طبقاتي مشکلات له منځه یوسي .

ټولنې همداراز د ډیموکراسۍ، ټولنيز عدالت او سولې په پلي کېدو تاکيد کړی دی.

داسې ښکاري چې د راتلونکو ټولټاکنو ته د کمپاين لړۍ پیل شوه. ځای پر ځای غونډې کېږي او له کانديدانو ملاتړ اعلانېږي.

په کابل کې هم یو شمېر خلکو څو ورځې مخکې غونډه کړې وه او د ولسمشر کرزي له مرستیال کانديد قسيم فهيم څخه یې دفاع کړې وه. په غوڼده کې د قسيم فهیم ملاتړو ویل چې قسيم فهيم جنګ سالار نه دی او د نوموړي د کانديدۍ په اړه د ملګرې ملتونو د استازي نیوکه یې غندلې وه.

د یادونې وړ ده چې د ولسمشر کرزي دواړه کانديد مرستیالان د کورنۍ جګړې مهم لوبغاړي دي. په کورنۍ جګړه کې تر شپيته زره زیات افغانان په شهادت رسېدلي و. د دې مرګونو په تور لا تر اوسه هيڅوک هم نه دې محاکمه شوي.