د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولسمشرۍ ته نوماند اشرف غني احمدزي د کمپاین ویبپاڼه جوړه کړه

10.05.2009 15:53

په هېواد کې د روان کال د ولسمشرۍ ټولټاکنو کې نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي د خپل کمپاین ویبپاڼه خپره کړه. ويبپاڼه چې  موده مخکې جوړه شوې وه اوس په کې یو شمېر زیاتونې او په انګليسي ژبه د اشرف غني د کمپاين خبرونه او تازه معلومات خپاره شوي دي. په ويپاڼه خپور پيغام وایي چې د پښتو او دري برخه لا تر کار لاندې ده.

اشرف غني د اوسني ولسمشر حامد کرزي په مقابل کې مخور کانديد بلل کېږي.

د ډاکټر اشرف غني د کانديدو اهميت هغه وخت زیات شو چې د انورالحق احدي او علي احمد جلالي په شان احتمالي کانديدانو ځانونه کانديد نه کړل.په افغانستان کې د امریکا د پخواني سفير زلمي خليلزاد په اړه هم ویل کېدل چې زړه یې کانديدو ته تخنېده. خو اوس کره شوه چې هغه هم کانديد نه دی.

Ashraf Ghani
د ډاکټر اشرف غني د کمپاين د ويبپاڼې شعار

دا لا معلومه نه ده چې د افغان ملت ګوند مشر انورالحق احدي، د کورنیو چارو پخوانی وزیر علي احمد جلالي (چې له ولسمشر کرزي خفه دی) او زلمی خليلزاد د چا ملاتړ کوي.

په راروانو ټولټاکنو کې اوس څرګنده ده چې د شمالي ټلوالې مخور قوماندان قسیم فهيم ولسمشر کرزي ته ښه په درز کې کمپاین کوي او په دې لړ کې ورسره د ولسمشر لومړی مرستیال او د حزب وحدت مشر کریم خليلي هم مل دی. خو معلومات نشته دی چې د شمالي ټلوالې بل قوماندان عبدالرشيد دوستم به د چا تایید کوي. په تېرو ټولټاکنو کې رشيد دوستم پخپله د ولسمشرۍ نوماند و. ځينې سرچينې وایي چې ولسمشر کرزي دوستم ته د تایید په مقابل کې د دفاع وزارت منلی دی. خو د ولسمشرۍ یو بل نوماند ميرويس یاسيني وایي چې د عبدالرشيد دوستم او پلویانو رایې یې د ده دي.

تر اوسه ولسمشرۍ ته ۴۴ کسانو ځانونه کانديد کړي دي چې تفصیل یې د ټول افغان په دې رپوټ کې لوستلای شﺉ.

د یادونې وړ ده چې ځينې نورو کانديدانو هم ویبپاڼې خپرې کړي دي. ډاکټر محمد داوود میرکي هم ويبپاڼه خپره کړې ده چې يواځي په انګليسي ژبه په کې د د نوموړي په اړه معلومات خپاره شوي دي او د اړیکو نیولو دپاره یې د افغانستان پر ځای د امریکا د ټیلي فون شمېرې او ادرس خپاره کړي دي.

د ډاکټر اشرف غني په ويبپاڼه په انګليسي ژبه د نوموړي یو پيغام هم خپور دی چې په يوټيوب یې یوه کاپي پرته ده. دلته یې هم ليدلای شئ.