د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ډاکټر اشرف غني احمدزي د ولسمشرۍ ټاکنو ته نوم ليکنه وکړه

09.05.2009 08:43

د۱۳۸۸ كال دولسمشرۍ ټاكنولپاره پرون پنجشنبه دثورپر۱۷ نېټه ښاغلى ډاكټراشرف غني احمدزى له خپلودووتنومرستيالانوسره دټاكنو كميسيون ته ولاړ او په رسمي توګه يې خپله نوماندي ثبت كړه.

 

ښاغلي ډاكټرغني دټاكنودقانون له غوښتنواومقرراتوسره سم ټول شرائط بشپړ اوخپل دوه مرستيالان هريوښاغلى محمدايوب رفيقي اوښاغلى ډاكټر محمد علي  نبي زاده يې ديوې مطبوعاتي ناستې په ترڅ كې معرفي كړل . نوموړي په خپله مطبوعاتي ويناكې وويل چې ، په هېوادكې داساسي بدلون راوستلولپاره پنځه اصله ډيرمهم دي.
۱-امنيت اوثبات
۲- ملي حاكميت
۳- متحرك اقتصادي نظام
۴- ملي يووالى
۵- متقابل نړيوال اړيكي

كه چيرې پورتني پنځه اصله ديوه قوي زعامت،منظمې سټراټيژۍاوسالم مديرت ترڅارنې لاندې په پام كې ونيول شي افغانستان به ديوه هوسا،باثباته اوپرخپلو پښودرېدلي هيوادپه توګه خپل ځان تثبيت كړي اوپه لږ ه موده كې به ديوه قوي اواغيزناك نظام څښتن هيوادشي.

ښاغلي غني زياته كړه چې ، هغه څه چې ټول پرې پوهيږو دتكراراړتيا يې نشته كه دافغانستان خلك اوسنۍ بې امني،بې ثباتي اوفقرغواړي نو پكار ده چې داوسني حكومت ملاتړ وكړي اوپه ټاكنوكې يې يوځل بيا انتخاب كړي او كه چيرې له دغو بدبختيو هېوادخلاصوي نولازمه ده چې دبدلون په اساسي لارو غور وكړي او هغه پروګرام انتخاب كړي چې كولاى شي دوئ ته له فعلي بدبختيو نجات وركړي. موږ داسې پلان اوپروګرام لروچې په هېوادكې دسراسري سولې اوامنيت دټينګښت ضمانت كوي اوپه وسيله يې داداري فساد اورشوت خورۍ مخه نيول كيداى شي. له همدې كبله ټينګاركووچې دټاكنوپه بهيركې دټول ولس پروړاندې داسې بحث رامنځ ته كړوچې ولس پرې يوې رښتينې ملي اجماع ته ورسيږي او دراتلونكي لپاره يو څرګندلرليد (دورنما)وټاكي. 

موږ به دروان كال داسد دمياشتې پرلومړۍنېټه خپل هغه كاري ټيم دولس قضاوت ته وړاندې كړوچې دافغانستان له ټولوبرخوڅخه تشكيليږي او دشايسته سالارۍ په معيارونو برابردى. په همدې ترتيب اهل كار ته دكارسپارل زموږ سترهدف دى چې په نتيجه كې يې ما خپل دوه  اهل كار مرستيالان وټاكل

اوډاډه يم چې له ما سره به زما دپلانونو دتطبيق په ټوله پروسه كې زما نيږدې اومؤثرهمكاران وي . 

ډاكټراشرف غني په عمومي ډول په ټولووطنوالواوپه ځانګړي ډول په ځوانو خوېندواو ورونوچې دهيواد دنفوسومطلق اكثريت دى. غږ وكړ چې په بشپړاهتمام دټاكنوكارتونه واخلي او په سمه توګه يې وكاروي ترڅونړۍ ته ثابته كړي چې زموږ ځوان اوژمن نسل په هيوادكې ديوه اساسي بدلون غوښتونكى دى اوكولاى شي چې په هېوادكې اساسي بدلون رامنځ ته كړي.

ورپسې دښاغلي ډاكټرغني لومړي مرستيال محمدايوب رفيقي وويل:((افغان ولس ډيرې غوښتنې لري خوترټولومهمې يې په هېوادكې ديوې دائمي سولې او امنيت ټينګښت دى. مګر داغوښتنه هغه وخت عملي كيداى شي چې ټول ولس له يوه مؤثر دولت سره شريكه همكاري وكړي او په عمل كې مټې راونغاړي . سياسي ثبات اواقتصادي وده هم هغه اړتياوې دي چې ددې هيوادلپاره خورا ډيرارزښت لري. خوپه هيوادكې دسياسي ثبات اواقتصادي ودې دپراختيازمينه هغه وخت برابريږي چې يوه څرګنده ملي سټراټيژي رامنځ ته شي اوښاغلى ډاكټراشرف غني دسياسي ثبات اوهراړخيزې اقتصادي ودې لپاره يو ډيرجامع،علمي اوعملي پروګرام اوسټراټيژي لري چې ديوه وړانديز په په بڼه به ټول ولس ته وړاندې شي. زه ديوه مسلمان افغان په توګه افغان ولس ته داوعده وركوم چې ددغوسپيڅلوارمانونودتحقق اود دغومؤثروپلانونو د تطبيق په لاره كې به له هيڅ ډول قربانۍ دريغ نه كوم.

د ډاكټر غني دويم مرستيال ښاغلي ډاكټرمحمد علي نبي زاده هيله وښوده چې ولس به پرې ددې سترې ملي وجيبې دترسره كولولپاره باور وكړي او دخپلې وېنا په ترڅ كې يې وويل چې دافغانستان خلك اونړۍ داساسي بدلون په موخه يوه قوي،اګاه اومدبررهبريت ته سترګې پرلاره ده. اوكه چيرې داسې قوي زعيم ونه ټاكل شي نو راتلونكى نظام به هم داوسني نظام په څېر دخلكودارادې ممثل نظام نه وي. ښاغلي ډاكټرمحمدعلي نبي زاده دخپلوخبروپه لړكې داڅو ټكي وړاندې كړل:

- په راتلونكوټاكنوكې بې له نژادي، سمتي او  مذهبي تبعيضونوڅخه دخلكو پراخ ګډون كولاى شي چې دملي اقتداردرامنځ ته كېدوتضمين وكړي. كه چيرې دافغانستان دملت بيلابيل اقشار ديوه آباداوآزادافغانستان دجوړولو په فكر پراخ حركت رامنځ ته كړي نوپه يقيني توګه به يوپياوړى او اغيزمن نظام منځ ته راشي.

- ملي يووالى زموږ دخلكودبرياليتوب اساسي اوكليدي شرط دى. اوددولت په جوړښت كې دخلكوعمومي ګډون دملي حاكميت لپاره ډيرضروري دى.

- له اوسني بحران څخه دوتلولپاره موږ ډيرعالي اهداف لرو چې دښونې او روزنې او لوړوزده كړو په برخه كې پانګونه يې دمثال په ډول يادولى شم. كه دخداى(ج) په فضل موږ بريالي شو ددې هيواد دسوكالۍ اوهراړخيزې پراختيا لپاره به دخپلوپلانونودتحقق په منظور ډيرزياراوزحمت وګالو.

دښاغلي ډاكټرمحمدعلي نبي زاده تروېنا وروسته دمطبوعاتي ناستې ګډونوالو له ښاغلي ډاكټراشرف غني څخه پوښتنې وكړې چې دنوموړي له خوا ځواب شوې.