د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د سویلي افریقا په سیالیو کې افغانستان دویم پړاو ته بریالی شو

خبري - څانګه 08.04.2009 19:57

رپوټ: الهام ياسيني او حمزه موند

د سویلي افریقا په سیالیو کې افغانستان دویم پړاو ته بریالی شو

په دویم پړاو کې به افغانستان د A ګروپ د څلورو غوره لوبډلو سره لوبه کوي. په دې څلورو غوره لوبډلو کې د ايرلينډ، کاناډا او سکاټلينډ شاملېدل روښانه شوي دي. لا معلومه نه ده چې څلورمه ډله به کوم هېواد وي ځکه چې یوګانډا، عمان، او ناميبيا درې واړه دوه دوه نمرې لري. د دوی د منډو اوسط ته به کتل کېږي او د هغې په اساس به بریالۍ ډله معلومېږي. غالبا دا لوبډله به ناميبيا وي چې له یوګانډا او عمان څخه یې د منډو اوسط ښه ښکاري.

 د افغانستان په ګروپ کې کينيا، هالينډ او عربي متحده امارات هم دويم پړاو ته بریالي شو.

د یادونې وړ ده چې کينيا، هالينډ، امارات، او کاناډا به دویم پړاو ته له ځانه سره څلور څلور نمرې وړي. ایرلينډ به ۶ نمرې وړي. سکاټلينډبه ۲ نمرې وړي. باقي دوه لوبډلې چې افغانستان او ناميبيا دي له ځانه سره دویم پړاو ته نمرې نه لري.

په دویم پړاو کې د نمرو جدول په دې ډول دی:

لوبډله

بشپړې لوبې

ګټلې

بایللې

نمرې

د منډو اوسط

 ايرلينډ

۳

۳

۰

۶

+۰،۹۸

کينيا

۳

۲

۱

۴

+ ۱،۹۹

کاناډا

۳

۲

۱

۴

+۱،۶۹

هالينډ

۳

۲

۱

۴

+۰،۲۳

امارات

۳

۲

۱

۴

ــ ۱،۱۸

سکاټلينډ

۳

۱

۲

۲

ــ ۰،۹۱

 افغانستان

۳

۰ 

 ۳

۰ 

ــ ۱،۰۰

 ناميبيا

۳ 

 ۰

۳ 

 ۰

ــ ۱،۶۲ 

 

 

د اپرېل ۹ او ۱۰م به د ارام ورځي وي او په ۱۱م به د دویم پړاو لوبې پیل کېږي. د دویم پړاو د لوبو مهال ویش په لاندې ډول دی. د افغانستان لومړۍ لوبه د ايرلينډ سره ده.

 

د اپرېل ۱۱:

کاناډا× کينيا

ناميبيا× امارات

ایرلينډ× افغانستان

سکاټلينډ× هالينډ

یوګانډا× ډنمارک

برمودا× عمان

عمان، برمودا، یوګانډا، او ډنمارک له ۹ څخه تر ۱۲ مقام باندې سيالي کوي.

 د اپرېل ۱۲: د ارام ورځ ده

د اپرېل ۱۳:

کاناډا× افغانستان

ناميبيا× هالينډ

 w۲ × w۱

سکاټلينډ× کينيا

ايرلينډ× امارات

L۲× L۱

 د اپرېل ۱۴: د ارام ورځ ده

د اپرېل ۱۵:

کاناډا× امارات

ناميبيا× کينيا

سکاټلينډ× افغانستان

ايرلينډ× هالينډ

د اپرېل ۱۶: د ارام ورځ ده

د اپرېل ۱۷:

کاناډا× هالينډ

ناميبيا× افغانستان

سکاټلينډ× امارات

ايرلينډ× کينيا

د اپرېل ۱۸: د ارام ورځ ده

د اپرېل ۱۹:

پایلوبه

درېم او څلورم معلومول 

پنځم او شپږم معلومول

اووم او اتم معلومول

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د هالينډ او برمودا د لوبې مخامخ حال:                       هدف: ۳۰۵

لوبډله

منډې

اورونه

سوځيدلي لوبغاړي

د منډو اوسط

  برمودا 

۲۴۱

۵۰

۹

۴.۹۸

- برمودا بایلوده.

- بس ۳ پنډوسې پاتې شوې. مبارک شه . افغانستان سوپر ايټ ته بریالی شو. الله ج دې هلته توفیق ورکړي.

- پهلوان چپه شو.

- بس ۱ اور پاتې شو.

- برمودا ته صرف ۱۲ پنډوسې پاتې شوې.

- د برمودا ۴۸ اور روان دی او پهلوان دوه نورې پنډوسې هم ضایع کړې.

- عصمت خان لالا: یوه معرکه مو بایلله. ټوله جګړه مو لا نه ده بایللې. ځکه لا خو د برمودا نتيجه پاتې ده.  

 - پهلوان ټول ۴۷ اور کې یوه منډه هم وانخيسته.

خو زه حمزه به درسره یم تر څو د برمودا او هالينډ د لوبې نتیجه معلومه شي.

  د اماراتو د بيټنګ مخامخ حال:         هدف ۲۵۲              

لوبډله

منډې

اورونه

سوځيدلي لوبغاړي

د منډو اوسط

 امارات

۲۵۷

۴۷

۵

۵،۳۲

وړیا-۸

لوبغاړی

۶

۴

ټولې منډې

امجد جاوید

 ۰ 

۰ 

۰اوټ

 ارشد علی

۰ 

 ۲

۴۱رن اوټ

 نیتن کوپال

۰ 

۶

۸۱کیچ اوټ
ساقیب علی

۰ 

 ۴

۶۹ کیچ اټ
خورم خان

۰ 

 ۱

۸کیچ اوټ

 نعیم دین

۰ 

۲

۲۶

۰ 

 ۰

۰ 

۰  

 

۰ 

۰ 

۰

۰

 

زه الهام در نه اجازه غواړم  د خدای په امان

اماراتو افغانستا ن ته په ۵ ویکټو ما تی ورکړه

اماراتو ته په ۶۰توپونو ۵۳منډی پاتی دی

د ابو وقفه ده

شفیق الله رن اوټ کړ(ارشد علی)

وبښی ورونو د انترنیت مشکیل سره مخ شوی وم

اماراتو ته په۲۸۸توپونو۲۵۲منډی پاتی دی

- درنو: د هالينډ بيټنګ ته خو مو پام دی؟

- پاڼه درنه وه نو د اماراتو او هالينډ د بيټنګ حال  مو بلې پاڼې ته واړاوه.

د اماراتو او هالينډ د بيټنګ د حال دپاره دلته ټک ورکړﺉ