د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کريم صادق له يوې سيالۍ وويستل شو

بشير ګواښ 08.04.2009 04:44

د کرکټ د نړيوالې شورا د يو خبر له مخې د افغانستان کرکټ لوبډلې کريم خان صادق دهالينډ سره د سيالۍ پر مهال د قانون د پښو لاندې کولو له کبله له يوې سيالۍ وويستل شو.

د راپور له مخې کريم صادق د فيلډينګ )د بال نيولو( پر مهال ټوپ وواهه او کوښښ يې وکړ چې د هالينډ بيټسمين )بال وهونکی( په قصدي توګه له منډه کولو څخه منع کړي. هغه ته دا پريکړه د دغه پېښې د ويډيو له کتلو او عيني شاهدانو د اوريدلو وروسته واورول شوه.

  په همدغه ناسته کې چې  د لوبې ريفري  روشن مهاناما، دوه امپايران، دافغان لوبډلې مشرنوروز منګل او د افغان لوبډلې منيجر سيد شاه پکې حاضر وو، يو بل افغان لوبغاړي ته رسمي خبرداری  ورکړل شو چې  د امپايرانو سره بايد خبره غبرګه نه کړي.  محمد شهزاد ته دا اخطار له هغې وروسته ورکړل شو چې  نوموړی د هالينډ سره په سيالۍ کې  د امپاير په پريکړه نيوکه وکړه. کله چې شهزاد د امپاير له خوا ايل بي ډبليو اوټ ورکړل شو، هغه نوموړي ته په قهرناکه لهجه اشاره وکړه چې بال يې مخکې له دې چې په پښه ولږي  د هغه په بيټ لګيدلی وو.  

 ايل بي ډبليو هغه ډول اوټ کيدل دي چې بال په داسې حال کې پرته د بيټ سره د لګيدلو د لوبغاړي په پښو ولګي چې د ويکټو مخې ته وي او دا شونتيا وي چې که بال په پښو نه وای ايسار شوی نو ويکټې پرې لګيدلي.

 د کرکټ د نړيوالو قوانينو له مخې د امپاير )منځګړو( پريکړه حتمي ده او که څه هم ښايي ځينې وخت د امپاير پريکړه سمه نه وي خو هيڅ لوبغاړی حق نه لري چې د هغه په پريکړه اعتراض وکړي.   

د يادونې وړ ده چې د افغانستان بيټنګ وار دمخه  کمزوری دی اود کريم صادق وتل په دې مانا دي چې افغانستان به په سبانۍ ډيره مهمه سيالۍ کې چې د تکړه سيال متحده عرب اماراتو سره يې کوي، د يو تکړه بيټسميڼ څخه محروم وي.