د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

راځى! كركټ ملي لوبډلې ته دوعا وكړو

ذبيح الله احساس 07.04.2009 21:38

 

كركټ ملي لوبډله نړيوالو لوبو ته د لار پيداكېدو په مزل كې داسې پړوا ته رسېدلى چې د خپلو هڅو او زيار تر څنګ د درنو هېوادواولو دعاوو ته هم اړتيا لري.

ملي لوبډلې چې تر دې دمه د نړيوالو لوبو د غورواي په څلورم پړاو كې يې له څلورو شويو لوبو څخه دوه ګټلي او دوه يې بايللي دي، نو كه سبانى لوبه چې له متحده عرب اماراتو سره به وي ونه ګټي نو منزل ته رسېدل به يې له ټكنيتوب سره مخ شي.

راځئ! ټول ورته دعا وكړو چې د هېواد د نوم او بيرغ اوچتولو په موخه له كورونو وتي زلميان بريالي هېواد ته راستانه شي.

زموږ لوبغاړي به ډېر ملامت نه وي، په ستونزمنو وختونو كې يې د دې هېواد بيرغ د نړۍ په كچه څو ځله رپولى، راځئ نن ورته د هسك په لور لاسونه لپه كړو چې يو ځل بريالي شي.

هغه ولس چې ټولې نړۍ پرې جنګ تپلى او په لوى لاس يې د جګړه مار ولس نوم وركړى خو همدا زلميان لګيا دي د نړيوالو دغه تورونه په خپله ژبه او خپله لار ردوي او د افغان ولس اصلي مينه ناكه څېره دوى ته وړاندې كوي.

نو راځئ له زړه دعا وكړو چې زلميان مو بريالي شي.

وايي چې له زړه دعا قبلېږي.