د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان او برمودا د پرونۍ لوبې انځوريز رپوټ

حمزه مومند 03.04.2009 23:35

رپوټ: الهام ياسيني او حمزه مومند

افغانستان پرون برمودا ته په ۶۰ منډو ماتې ورکړه او د سویلي افریقا په سیالۍ کې یې خپله دویمه لوبه وګټله. افغانستان دا وخت په خپل ګروپ کې تر ټولې مخکې دی. افغانان سبا ته د کينيا سره لوبه کوي. ټول افغان به يې درته مخامخ حال خپروي. تر هغې د پرونۍ لوبې له انځورونو خوند واخلئ.


لوبه د پچې په اچولو پیل شوه. نوروز منګل پچه وګټله او بيټنګ یې پیل کړ.

سره د دې چې د افغانستان لومړۍ ویکټه ډېر زر وغورزېده خو کريم صادق د افغانستان منډې ډېرې کړې. په دې انځور کې د ۵۰ منډو جوړول نمانځي.

بیا نوروز منګل راغی او تر پایه ونه سوځېد. ۷۱ منډې یې جوړې کړې.

دا هغه پهلوان دی چې پرون يې موږ په اړه خبرې کولې. نوموړی ډويني نومېږي، تکړه لوبغاړی او ۱۲۷ کېلو جرامه دی. په دې انځور کې د اصغر ستانکزي په سوځولو خوښي کوي.

سمیع الله شينواري په منډه وسوځېد. په دې انځور کې ګورو چې خواري یې کړې ده خو د برمودا روډني ټروټ ورله ویکټي الوزولي دي.

د سمیع الله شينواري په سوځولو برمودایان خوښي کوي.پهلوان ته دې خير وي!! ( له ښي خوا څخه لومړی).

افغانانو برمودا د ۲۴۰ منډو هدف وټاکه. بیا برمودا بيټنګ پیل کړ. په دې انځور کې محمد نبي د ګلين بلاکني ویکټې الوزولي دي او محمد شهزاد ورته ګوري.

نوروز د لوبې غوره لوبغاړی شو. پوهېږئ ولې؟ ځکه چې ۷۱ منډې یې وکړې. ۲۳ منډې یې په اخري ۲ اورونو کې وکړې.