افغانستان د کرکټ ملي لوبـډله سویلي افریقا ته روانه شوه
19.03.2009 21:50رپوټ: جاوېد هميم کاکړ
د افغانستان کرکټ بورډ ویاند
د افغانستان د کرکټ ملي لوبـډله د کرکټ د ٢٠١١ کال د نړيوال جام د غوراوي د وروستي پړاوپه سياليو کې د ګډون په موخه نن سهار وخته په شپږو (د کب په ٢٩مه) د سويلي افريقې پلازمينه جوهانزبرګ ته روانه شوه.
د افريقا په دې سياليو کې له ټولۍ نړۍ څخه ١٢ هېوادونه ګډون کوي چې په دوو ګروپونو يا ډلو وېشل شوي دي .
الف ګروپ : کاناډا، ايرلينډ، نميبيا، عمان، سکاټلينډ ، يوګنډا
ب ګروپ : افغانستان، برمودا،ډنمارک، کينيا، هالنډ او متحده عربي امارات
هره لوبډله به خپل ګروپ کې پنځه لوبې کوي ، چې په پاى کې د هر ګروپ څلور هغه لوبډلې چې ډېرې نومرې ( پواينټونه) يې اخيستي وي د اتو غوره لوبډلو مرحلې ته لاره پيدا کوي ، بيا دغه لوبـډلو پخپل مينځ کې لوبې کوي اودوه هغه لوبډلې چې ډېر نومرې يې اخيستې وي، پاى لوبه يا فاينل ته لاره مومي
د افريقا د سياليو سيمي فاينل ( نيمه پاى لوبه) ته لاره موندونکې لوبډلې به د ٢٠١١ نړيوال جام په سياليو کې ګډون کوي .
دغه سيالۍ د اپريل په لومړۍ نېټه پيلېږي او فاينل به د اپريل په ١٩مه ترسره کېږي. افغانستان خپله لومړۍ سيالۍ د اپريل په په لومړۍ نېټه له ډنمارک سره کوي. افغانستان دويمه سيالي داپريل په ٢مه، له برمودا سره، د اپريل په ٤ مه له کينيا سره، داپريل په ٦مه له هالند سره
او د اپريل په اتمه له متحده اماراتو سره لوبه کوي .
د سیالۍ ټول مهال ویش په تفصیل سره دلته ولولﺉ.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په لاندې لوبغاړو مشتمله ده:
نوروز خان منګل ( کپتان)
کريم خان صادق ( مرستیال کپتان)
رييس احمدزى
نبي عيسى خېل
، سميع الله شينوارى
هستي ګل عابد
شهزاد خان
خالقداد نوري
شفيق الله شفق
حميد حسن
دولت احمدزى
نور علي نوري
شاهپور ځدران