د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په کابل کې دسولې دويمه مشاعره وشوه

همت الله امين زى 26.02.2009 20:59

افغانستان دشعراوادب زېږنده هېواد دى چې دتاريخ په اوږدو کې يې موږ دکارنامو او وياړنو شاهد يوچې نړيواله کچه يې پيژند کلوي شوې ده، چې دمو لانا نوم نومونه او نور ددې خبرې ډېر ښه شاهد کېدلى شي.

له نېکه مرغه دغه ټکي ته تل داطلاعات او کلتور وزارت خپله ژوره پاملرنه ساتلې ده او په اسلامي او ملي روحيه يې دادب زېږنده هېواد ادب مينه وال په بيا ځلي په يوه اوبل نامه سره دې ته رابلي دي چې خپلې ادبي او کلتوري هڅې سره پياوړې کړي.

په هغه مشاعره کې چې دسولې دويمه مشاعرې ترسرليک لاندې انټرکانټېننټال هوټل په بال روم کې جوړه شوې وه دهېواد دلرې پرتو ولايتو نو څخه ځوانو او پياوړېو اديبانو او شاعرانو برخه اخيستې وه.

مشاعره دسه شنبې ورځ ماښام مهال پيل شوه او دشپې ترناوخته يې دوام درلود چې راغليو شاعرانو خپل شعري انګازې دخپلو شاعرانو ملګرو په وړاندې خورې او خوږې کړې.

دمشاعرې په سبابياهم له لرې پرتو ولايتو نو څخه راغليو شاعرانو له ولسمشر سره دليدنې ترڅنګ غرمه تېره کړه او دکتنې ترڅنګ يې دنورو په استازي توب څو تنو خپل شعرونه ولوستل . چې ډېر پکې له ناخوالو يادونه شوې وه او دسولې او آرامۍ دراوستلو او راتلو انتظار مالومېده.

که څه هم چې وخت ناوخت دداسې مشاعرو جوړول اودشاعرانو رابلل کېدى شي داطلاعات او کلتور وزارت له دندو څخه وي خو داچې دغه چارې په ښه او سالمه توګه ددوستۍ او ورورګلوۍ اوديوې ښې فضاچې کېدى شي په ښه او سمه توګه سمون ومومي،رامنځ ته کول مضمون اوسرليک وي، کېدى شي،ښه ووايو.

خوشحال باباواييL( لافې دې هغه څوک وهي،چې ښه دولت لري ياښه تکړه ځوانان،که دايې نه وي،هسې لافې دې نه وهي.)

ځواني دانسان دژوند يوه ډيره خوږه دوره ده هغه چې انسان دخپل ژوند مهمې پريکړي په کې نيسي او دخپل ژوند اوپه ځينو برخوکې خوبيا آن دتاريخ چورليزټاکې. اويا يې لږترلږمتاثروي.

ځوان شاعران کولى شي چې په خپلوسوله ايزو شعرونو سره دهېواد ناخوالي په ګوته کړي او حقيقت راڼه ميدان ته راوباسي. ددې مانادهنه ده چې موږ بې ځايه او په نه او هېڅ خبره دکوهي له تله کشمير ووينو بلکې داهغه وخت دعمل جامه خپلولى شي چې قلم په لاس ليک وال او ادب مينه وال خپلو ليکنو کې دسولې،مينې او ورورۍ پيغام ته ځاى ورکړي.

په ځوانۍ کې ډيرې داسې فکري او جسمي ځواکمنتياوې شته چې يوځوان دې په يوه هيواد کې ديوه مسووليت جوګه شې  دتاريخ په اوږدو کې چې کومې مهمې پيښې اوکارنامې تر سرشوي ديوه يا ديوې ډلې ځوانانو نوم ورسره تړلى وي.

حقيقت خوداده چې ديوه هيواد دپرمختګ او نيکمرغۍ وسيله دهغه هيواد ځوان توکم ده.

يوبا احساسه ځوان کولى شي چې دخپل هيواد ستونزې ربړونه اوغوښتنې درک کړي اوپه مسولانه ډول دهغو ستونزواوربړونوپه له منځه وړلوکې کوښښ وکړي،چې په خواشينۍ سره بايد ووايم چې په افغانستان کې جګړو اوتاوتريخوالي ځوانانو ته ډيره کمه موقع برابره کړې چې خپل تصميم په خپله ونيسي اوپه خپلواکه ډول خپل دريځ څرګند کړي،.زموږ له ځوانان سرله دې چې ډيرکړاونه اوناخوالې يې ليدلي هيله کيږې چې دهيواد ابادولو ته مټې راونغاړي زيار ورته وباسي اوله نورې نړۍ سره يې سيال کړي. زموږ دګران هيواد افعانستان سترګې ځوانانو ته اوړي او کيدى شي چې ځوانان به په يوه تازه فکر اوځواکمنتيا وران او کنډواله هېواد ته هغه څه ورکړي کوم چې هيواد يې تمه ترې  لري. دځوانانوترمنځ بايدتفاهم رامنځ ته کړاى شي دځوانانو تر مينځ تاوتيريخوالى له مينځه يووړل شي، زده کړې ته وهڅول شي دښوونې اوروزنې لارې په هغه اندازه چې توان لري ورته هوارې کړي. ځوانانو ته  ملي اواسلامي روحيه ورکړي. سولې ملي پخلاينې اودځوانانو ترمينځ دملي  يوالي اوپيوستون  دروحې رامينځ ته کول او هغو ته وده ورکول اودنفاق او ځان ځانۍ له مينځه وړل او دهغو تر مينځ دورورلۍ،متقابلې همکارۍ، دبيوزلوسره مرستې اولاس نيوې،عاطفې،صله رحمۍ اويوبل ته ددرناوي دروحې پيداکول دکلتور هڅوملاتړاو هغوته وده ورکول سالمو اقتصادۍ فعاليتونو ته دځوانانو هڅول او...داټول اوداسې نور هغه څه دۍ چې ځوانان بايددخپلوموخوپه سرکې ورته ځاى ورکړي اوريښتيني ورته پاتې شي.

دځوانو شاعرانو دلابريا او اطلاعات او کلتور وزارت دنورو نوښتونو په هيله.