د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اې د مکي ښاره !

حاجی ګل وهاج 14.02.2009 00:43
اې د مکي ښاره ! اې نازولي کعبې، اې د الله ج د مهربانیو د تجمع مرکزه ، اې هغه ښاره چه تاکې د انسانیت ستر پشوا د جهانیانو رهبر ، یتیم او یسیر پیغمبر دنیا ته سترګی وغړولي . په تا ځکه د خدای ج انعام شوی چه رحمت اللعالمین پیغمبر دلته قدمونه ایښي دي . هغه دلته د عربو جګړه د حجرالاسود په هکله ختمه کړه او دعربو قبایلو ته ئي حجرالاسود په څادر کی کیښوده او ټول په دي کار کې شریک شو او په دی توګه باندي په خیریه کارکې د ټولو مشارکت او ګډون ضرور و ګاڼه . که د وحی د هبوط او راتلو ځای ئي . اې کعبی ماته د قرآن هدایات راپه یادیږي کله چی ابراهیم علیه السلام د لومړی ځل لپاره د بُت پرستی ، شخصیت پرستی او قوم پرستی په ضد قیام وکړ او د ازر بتان ئي رانسکور کړه. اې کعبی کله چه همدا اوس ښي لاس ته ګورم نو د صفا او مروه غونډی ښکاریږي کوم چه ابراهیم علیه السلام د حاجر سره دلته منډي وهلي او دا دُعا ئي کوله چه :( رَبّنَا أِنّی اَسْکَنْتُ مِنْ ‌ذ ُرِّیّتِی بِوادٍ غیْرَ ذِی زَرْعٍ .) رښتیا کعبي چه تا د تاریخ په اوږدو کې دابراهیم علیه السلام نه رانیولي او بیا د اصحاب الفیل د پیښي پوري کله چه ابرهه غوښتل چه تاله منځه یوسي لیکن الله تعالی د ابرهه په لښکر د ابابیلو په واسطه اتومي وړي ذرې راوغورځولي او هغوی ټول تارومار شول . اوس په داسی حال کې چه د باب الفتح ته مخامخ ناست یم او دې بي اتفاقه او پراګنده اُمت دیو ځای کولو سوال درته کووم . اي د اسمانو او ځمکو خالقه ! لکه تا چه د خپل محبوب پیغمبر دانسانانو ستر پیشوانصرت کړی وو نن هم په دي بی وزله امت باندی یوځل بیا فتح مبین راوله . اې دکعبی ربه په داسی حال کی چه دلته تور ، سپین ، زیړ ، سور او د ټولو وطنونوخلک دلته راټول شوي خپلو ابابیلو ته بیا امر وکړه چه په عراق او افغانستان د مدرن ابرهه لښکرې تباه کړي او بیا په اسلامی امت دغه خدائي غږ واوروې چه : ( اِنّافتَحنالکَ فتْحاًمُّبِینا) اې د رحمتونو کوره ! اې هغه ځایه چه خدای ج همیشه ته ستایلی ئي ، دلیري ځایه مسافر راغلی یم او دلته کوکار کووم او ژاړم چه په اسلام توفیق او عمل را کړه او آخره خاتمه مي د ابراهیم علیه السلام په ملت او د حضرت محمد صلی الله علیه والسلم په امتیتوب باندي .تیره کړه . الهم امین یا ربّ العالمین مولوی صدیق الله فدائي