د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

تاریخ که د کرکټ بریالیتوبونه لیکي، بې مسولیته کړنې به هم یادوي

الهام یاسیني 10.02.2009 21:20

په هیواد کې دننه او بهر لا د کریکټ افغان مینه والو خوښي پای ته نه وه رسېدلې، د خوښۍ اوښکې یې لا نه وې وچې شوې، او د کرکټ ملي لوبډلې ته د مرستو ژمنو لا رڼا نه وه لیدلې چې د کرکټ مافیا لستوڼي رابډوهل، د کرکټ د مینه والو زړه یې مات کړ، او په هیواد کې یې د کرکټ د راتلونکې په اړه یو شمېر اندېښنې راپیدا کړې.

د دوه ورځو راهیسې راپورونه وايي چې د کرکټ د ملي لوبدلي د  بورډ سرپرست مشر شهزاده مسعود د کريکټ د بورډ لپاره ، سره د دې چې مشر او اداره لري، نوی مشر او نوې اداره ګمارلې ده. نوې کسان ګمارل په داسې حال کې پېښېږي چې څو میاشتې مخکې پخپله د شهزاده مسعود په موجودیت کې د کرکټ فدراسیون ټولټاکنې وکړې او الله داد نوري یې مشر وټاکه. اوس په دې پلمه چې د الله داد نوري د ټاکنو په وخت د کرکټ اداره فدراسیون نومېده او د اولمپیک د فدراسیون په چوکاټ کې یې کار کاوه، او اوس یې چې د ولسمشر په امر د اولمپیک د فدراسیون له چوکاټه د کرکټ اداره ویستلې او خپلواک بورډ حیثیت یې ورته غوره کړی دی، نو شهزاده مسعود او ملګري یې بیا سره ناست دي او بل مشر او اداره یې ګمارلې ده.

ښاغلي مسعود رسنیو ته ویلي چې د کریکټ  د ملي لوبډلي د بورډ مشرۍ لپاره يي د ضیا الرحمان رحماني په نوم څوک د ټولټاکنو له لارې نومولی دی، خو دا یې نه دي ویلي چې ټولټاکنې یې چېرته او د چا تر منځه کړي دي. د کرکټ د مینه والو او ملاتړو په حیث خو لږ تر لږ زموږ دا حق و چې پوه شو چې دې کار څنګه صورت ونیوه. او که نه بې پوښتنې وطن دی، د هر چا چې څه وسعه وي، هغه به کوي؟

د حیرانتیا خبره ده، څنګه د یو مشر په موجودیت کې دوی نوی مشر وټاکه؟ د کومو قوانینو په اساس یې دا کار وکړ؟ په ټولټاکنو کې چا برخه واخیسته؟ د پخوانۍ ټاکل شوې ادارې برخلیک به څه وي؟ هر سړی به راپاڅېږي او د ولسمشر نه به امر اخلي او په خپل سر به ادارې ټاکي او بورډونه به جوړوي!

تر دې لا اساسي خبره دا ده چې ایا ولسمشر دا صلاحیت لري چې فدراسیون په بورډ بدل کړي؟ څو میاشتې پس که بل ولسمشر راشي او هغه وغواړي بورډ په فدراسیون بدل کړي، بیا به څه کوو؟ موږ به د خپلو ناخبره ولسمشرانو فرمانونه پر ځای کوو او که د لوبډلې پرمختګ او لوبغاړو اړتیاو پوره کولو ته به پام کوو؟! ایا ښه به دا نه وي چې د کرکټ اداره داسې پرېکړې پخپله وکړي، او پرېنږدي چې د ارګ قاضیان په کې ګوتې ووهي؟

د کرکټ د مشرۍ په سر ناندریو موږ ډېر خفه کړي یو ځکه چې د کریکټ د ملي لوبډلي لپاره راروانه سیالې ډېره مهمه او حساسه ده، ددې پر ځای چې د کريکټ مشران د لوبغاړو لپاره د سفرونو او تمرینونو تیاری وکړي په خپلو کې يي د چوکۍ په سر ناندرۍ پیل کړي او لوبغاړي ترې هېر دي.

راروانه سیالې د اپرېل د میاشتې په لومړۍ نېټه په  سویلي افریقا کې  پیل کېږي او د اپرېل تر ۱۹م پورې به دوام کوي. په دې سیالیو کې دولس هیوادونه برخه اخلي چې ځیني د لومړي او دویم پړاو لوبډلې دي او ځینې لکه افغانستان او یوګانډا ورته له درېم پړاو څخه ځان رسولی دی. دې کې شک نشته چې د  افغانستان لپاره د غوراوي  اخرې ازمویني سختي دي خو داخلي اختلافات به يي ورته نورې هم سختي کړي او که خدای مه کړه افغانان په دې لوبو کې بری لاسته رانه وړي مسولیت به يي د همدې مشرانو په غاړه وي.

په داسې حال کې چې نړیوال په دې هڅه کې دي چې افغانانو ته د بريالیتوبونو له کبله انعامونه ورکړي، زموږ د کرکټ چارواکي لګیا دي د انعامونو او مرستو مخه نیسي. د دوی د اختلافاتو له کبله اوس معلومات نشته چې د کرکټ لوبډلې ته به څوک مرستې هم ورکړي او که نه!

د انعام په موخه د اسیا د کرکټ شورا پتیله ده چې د مارچ له لومړۍ نېټې څخه تر ۱۲ پورې د خپلو درې هیوادونو (افغانستان، عمان، او عربي متحده اماراتو) لپاره، چې د کوالیفایر لوبو ته بریالۍ شوي، په سریلانکا کې یو ځانګړی پروګرام جوړ کړي تر څو لوبغاړي خپل فزیکي او ذهني وړتیا نوره هم ښه کړي او په راروانو سیالیو کې لا ښې لاسته راوړنې وکړي. خو پخپله د افغانستان د کرکټ مشران د دې په ځای چې د نړیوالو قدردانۍ ته په یوه خوله ځواب ورکړي، خپل اختلافات ورته مخکې ږدي.

د کرکټ د مشرۍ دعوه ګیرو به په افغانستان کې کرکټ ته منډې ترړې کړي وي، بریالیتوبونه به یې هم راوړي وي، خو اوسنی سلوک یې د منلو وړ نه دی. باید په یاد ولري چې تاریخ که بریالیتوبونه لیکي، بې مسولیته کړنې هم یادوي.