د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په سویلي افریقا کې د کرکټ د کوالیفایر سیالۍ مهال ویش اعلان شو

الهام یاسیني 10.02.2009 14:49

رپوټ: الهام یاسیني او حمزه مومند

نن د کرکټ نړیوالې شورا په سویلي افریقا کې د کوالیفایر یا د غوراوۍ سیالۍ مهال ویش اعلان کړ. په دې مهال ویش کې به افغانستان خپله لومړۍ لوبه د ډنمارک سره کوي.

دا سیالۍ د اپرېل د میاشتې په لومړۍ نېټه پیل کېږي او تر ۱۹م پورې به دوام کوي. په دې سیالیو کې دولس هیوادونه برخه اخلي چې ځیني د لومړي او دویم پړاو لوبډلې دي او ځینې لکه افغانستان او یوګانډا ورته له درېم پړاو څخه ځان رسولی دی.

د سیالۍ دولس لوبډلې په A او B ګروپونو ویشل شوي دي. افغانستان د B په ګروپ کې لوبه کوي. ګروپونه په لاندې ډول دي.

  A  ګروپ: ایرلنډ، سکاټلینډ، عمان، کانډا، نامیبیا، یوګانډا

 

 

B  ګروپ: افغانستان، برمودا، ډنمارک، عربي متحده امارات،  کینیا، هالینډ

د کرکټ نړیوالې شورا رسنیو ته په یو لېږل شوي بیان کې ویلي چې په دې سیالۍ کې به  ټولټال په ۱۹ ورځو کې ۵۴ لوبې ۹ لوبغالو کې سرته رسېږي.

لومړی په هره لوبډله په لومړي پړاو کې د خپل ګروپ د لوبډلو سره لوبه کوي. د هر ګروپ څخه به څلور لوبډلې منځلوبې یا کوارټر فاینل ته بریالۍ کېږي چې د دواړو ګروپونو ټولې بریالۍ ډلې به اته وي.

د لومړي پړاو د لوبو مهال ویش په لاندې ډول دی:

د اپرېل ۱:

 افغانستان × ډنمارک
برمودا       × امارات
کینیا        × هالینډ

 ایرلنیډ     × سکاټلینډ
عمان      × کاناډا
نامیبیا     × یوګانډا
 
 

د اپرېل ۲:

 افغانستان × برمودا
ډنمارک     × هالینډ
امارات      × کینیا

 سکاټلینډ  × نامیبیا
ایرلینډ      × عمان
کاناډا       × یوګانډا 
 

د اپرېل ۳: د ارام ورځ ده

د اپرېل ۴:

 افغانستان × کینیا
برمودا       × ډنمارک
امارات      × هالینډ
 

کاناډا       × نامیبیا
ایرلینډ     × یوګانډا
سکاټلینډ × عمان
 

د اپرېل ۵: د ارام ورځ ده

د اپرېل ۶:

 افغانستان × هالینډ
برمودا       × کینیا
ډنمارک     × امارات

 ایرلینډ     × کاناډا
عمان      × نامیبیا
سکاټلینډ ×یوګانډا

د اپرېل ۷: د ارام ورځ ده

د اپرېل ۸:

افغانستان × امارات
برمودا       × هالینډ
ډنمارک     × کینیا

سکاټلینډ  × کاناډا
عمان       × یوګانډا
ایرلینډ     × نامیبیا

 د اپرېل ۹ او ۱۰م به د ارام ورځي وي او په ۱۱م به منځلوبه یا کوارټر فاینل پیل کېږي. په منځلوبه کې د A ګروپ بریالۍ څلور لوبډلې به د B ګروپ بریالیو څلورو لوبډلو سره لوبې کوي.

د اپرېل ۱۱:

A۲ × ۱B

A۴ × B۳

A۱ × B۴

A۳ × B۲

A۵ × B۶

A۶ × B۵

 د اپرېل ۱۲: د ارام ورځ ده

د اپرېل ۱۳:

A۲ × B۴

A۴ × B۲

 w۲ × w۱

A۳ × B۱

A۱ × B۳

L۲× L۱

 د اپرېل ۱۴: د ارام ورځ ده

د اپرېل ۱۵:

A۲ × B۳

A۴ × B۱

A۳ × B۴

A۱ × B۲

د اپرېل ۱۶: د ارام ورځ ده

د اپرېل ۱۷:

A۲ × B۲

A۴ × B۴

A۳ × B۳

A۱ × B۱

د اپرېل ۱۸: د ارام ورځ ده

د اپرېل ۱۹:

پایلوبه

درېم او څلورم معلومول 

پنځم او شپږم معلومول

اووم او اتم معلومول

د یادونې وړ ده چې د لومړي پړاو د لوبو نمرې به د منځلوبې د نمرو سره یو ځای شمېرل کېږي، خو که په لومړي پړاو کې نمرې د هغو لوبډلو خلاف ګټل شوي چې منځلوبې ته بریالۍ شوي نه دي نو هغه نمرې بیا نه شمېرل کېږي.

د کرکټ نړیواله شورا دا مهال ویش په داسې حال کې خپروي چې په افغانستان کې د کرکټ مینه وال د افغانستان د کرکټ د راتلونکي په اړه سخت په تشویش کې دي ځکه چې د کرکټ اداره دوه تقسیمه شوې ده او د دې پر ځای چې د راتلونکو سیالیو دپاره تیاری ونیسي په مشرۍ لاس او ګریوان دي.

که په راتلونکو سیالیو کې افغان لوبډله خپلې موخې ترلاسه نه کړي نو بې شکه چې مسولیت به یې د هغو بې احساسه مشرانو په غاړه وي چې دا مهال د نوم او لیډرۍ دپاره نښتي دي.

مخلص افغانان او په ځانګړې توګه د پارلمان مخلص غړي باید د کرکټ د مشرانو ترمنځ په بیړه مداخله وکړي او لګېدلی اور مړ کړي که نه د مشرۍ په سر د ناندریو اور به د افغانستان د کرکټ ټوله راتلونکي وسوځوي او په افغانستان کې به د کرکټ د مینه والو ارمانونه ایرې کړي.

د اختلافاتو په اړه لاندینی رپوټ ولولﺉ:

د افغانستان د کرکټ په اداره کې بیا اختلافات رابرسېره شول