د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان د کرکټ په اداره کې بیا اختلافات رابرسېره شول

خبري - څانګه 09.02.2009 17:59

پس له هغې چې د افغانستان د کرکټ لوبډله د ارجنټاین د سیالیو اتله شوه، د افغانستان د کرکټ په اداره کې اختلافات بیا  رابرسېره شوي دي.

اختلافات هغه وخت رابرسېره شوي و چې څو میاشتې مخکې د کرکټ بورډ (چې هغه وخت یې رسمي نوم د کرکټ فدراسیون و) ټولټاکنې وکړې چې په نتیجه کې یې الله داد نوري د ۱۸ رایو په اخیستلو د بورډ مشر وټاکل شو او مخالف کاندید تاج ملوک د یوې رایې په اخیستلو پاتی راغی. هماغه وخت یو نوی منصب جوړ کړای شو تر څو شهزاده مسعود د بورډ سرپرست مشر شي.

د دې اختلافاتو په نتیجه کې اوس د کرکټ د بورډ سرپرست مشر شهزاده مسعود اعلان کړی دی چې ضياالرحمن رحماني یې د کرکټ بورډ د نوي مشر په توګه ټاکلی دی. معلومه نه ده چې ضياالرحمان رحماني په کوم اساس د بورډ مشر شوی دی ځکه چې په دې اړه د نوو ټولټاکنو چا څه نه دي اورېدلي. 

خو د بي بي سي به یو رپوټ کې چې نن خپور شوی راغلي دي چې شهزاده مسعود د الله داد نوري پرځای د ضیاالرحمان رحماني ټاکنه قانوني بولي ځکه چې په نږدې وختونو کې د کرکټ فدراسیون چې د اولمپیک فدراسیون په چوکاټ کې کار کاوه د کرکټ په خپلواک بورډ بدل شو. او د نوموړي په اند چې باید د قانون سره سم یې مشرتابه هم بدله شي.

په خبر کې نه دي راغلي چې شهزاده مسعود کوم قانون ته اشاره کوي. خو داسې ښکاري چې شهزاده مسعود اوس د تاج ملوک ملګرتیا غوره کړې او د تاج ملوک او خپلو پلویانو سره یوځای غواړي په الله داد نوري انقلاب وکړي او مشري ترې ونیسي. که نه دا څنګه امکان لري چې د الله داد نوري ټاکلې موده لا پای ته نه ده رسېدلې او بیا بل مشر وټاکل شو!

داسې رپوټونه هم شته چې په کابل کې د الله داد نوري په پلوۍ نن لاریون هم شوی دی. د اریانا تلویزیون نن د دواړه غاړو تر منځ یوه تلویزیوني ناسته لرله چې له ناندرو ډکه وه.

ټول افغان ته راغلي رپوټونه داسې ښایي چې د دواړه ډلو ترمنځ د اختلافاتو کچه دومره لوړه ده چې کېدای شي خبره څارنوالۍ او پارلمان ته ورسي.

د کرکټ په اداره کې اختلافات یواځي او یواځي د کرکټ په لوبه، د ملي لوبډلې د لوبغاړو په روحیه، او په نړۍ کې د افغانستان په نامه د منفي اغېزي سبب کېدای شي.

په هیواد کې او له هیواده بهر د کرکټ مینه والو ته دا یو درودونکی خبر دی. ښه به دا وي چې د کرکټ د ادارې مشران خپل اختلافات په یوه داسې فضا کې حل کړي چې په افغانستان کې د کرکټ په اړه منفي اغېزې او فکرونه راونه پاروي، که نه د کلونو خواري او ارمانونه به په سیند لاهو کړي چې مسولیت به یې یواځې د همدې مشرانو په غاړه وي او افغان ولس به ورته دا جفا هیڅکله ونه بښي.