د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په ملي کچه د کرکټ دملي اتلانو نازول

ګل آغا احمدي وردګ 07.02.2009 20:27

 

ګل آغا احمدي وردګ

افغان ولس هغه میړنی، لایق، باطور او با استعداده ولس دی چې د لازم فرصت، سولې او امنیت په فضا کې ډیر ژر د نړۍ د ویاړلو ولسونو په کتار کې خپل ځان ته ځای موندلی شي چې د کرکټ په ډګر کې  د ۱۳۸۷ کال مسلسلې بریاوې او په ارجنټاین کې وروستۍ  اتلولي  د دې ادعا غوره ثبوت ګڼل کیږي.

د کرکټ لوبه سره له دې چې پخوا به هم په هیواد کې وه خو په زیاته پيمانه په افغانستان کې دومره اوږد تاریخ نه لري بلکي د هیواد د کرکټ ملي ټیم په دې څو کلونو کې د ځینو ویاړلو او مستعدو افغانانو د خواریو، هڅو، تکلیفونو او زیار په وسیله دومره پرمخ تللی دی چې د نورې نړۍ ولسونه د دې ډول پرمختګ تمه په ۵۰ یا ۶۰ کلونو کې هم نه شي کولای.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د ۱۹۹۶ او ۱۹۹۷ میلادي کلونو را پدیخوا په رسمي توګه د افغانستان د المپیک کمیټه کې تشکیل او خپلو هڅو ته دوام ورکړی دی. نوموړي ټیم په ۲۰۰۰ میلادي کال کې په دې و توانیده چې د کرکټ د نړیوالې شوری غړیتوب ترلاسه کړي.د افغانستان د کرکټ ملي ټیم په ۲۰۰۳ کې د آسیايي ملکونو د کرکټ د ټولنې غړی شو او په ۲۰۰۴ میلادي کال یې د آسیاسي هیوادونو د کرکټ په لوبو کې خپل ټیم د ګډون لپاره بهر ته واستاوه چې د لومړي ځل لپاره د هیواد څخه بهر په نړیواله کچه په لوبو کې د ګډون زمینه ورته برابره شوه. په همدې کال له ۱۸ کلونو څخه د کم سنه لوبعاړو یو ټیم هم په هندوستان کې د کرکټ په سیالیو کې ګډون وکړ. په ۲۰۰۷ کال یې په کویټ کې د آسیاسي ملکونو  د شل او شل اورونو په سیالیو کې یې اتلولي ترلاسه او د جرسي په ټاپوګانو کې یې لومړی مقام وګاټه. د ۲۰۱۱ کال د نړیوال کپ د غوراوي لپاره یې د تانزانیا په څلورم ډیوژن سیالیو  کې بیا هم لومړی مقام تر لاسه کړ او په وروستیو سیالیو کې چې په ارجنټاین کې تر سره شوې افغانستان د کرکټ د لوبو اتل اعلان شو.

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړو د روزونکي یا کوچ الله داد نوري په وینا د نړۍ نور هیوادونه دومره سترې سترې بریاوې په ۵۰ او یا ۶۰ کلونو کې هم نه شي ترسره کولای لکه چې د کرکټ ملي ټیم د روان کال په جریان کې ترلاسه کړې دي.

افغانستان به د ۲۰۱۱ کال د نړیوال کپ د غوراوي لپاره د وروستي پړاو په لوبو کې ګډون کوي چې د ۲۰۰۹ د اپریل په کې به په سویلي افریقا کې دایرې شي او د نړۍ د کرکټ دولس وتلي ټیمونه به سیالۍ سره کوي. له دغه ۱۲ ټیمونو څخه به څلور ټیمونه د ۲۰۱۱ کال د نړیوال کپ په سیالیو کې د  ګډون لپاره غوره کیږي. تمه ده چې افغانستان به د هغو څلورو ټیمونو په کتار کې راځي چې د ۲۰۱۱ نړیوال کپ په سیالیو کې د ګډون ویاړ ترلاسه کوي.

د وردګو کلتوري یون په داسې حال کې چې د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم په اتلو لوبغاړو ویاړ کوي د کرکټ د ملي ټیم غړو، روزونکو د کرکټ د فدراسیون مشرانو، افغان ځوانانو، مینه والو او ټول افغان ولس ته د دې سترې بریا له کبله د زړه له کومي مبارکي وايي.

له دې خو ټول ښه خبر یو چې د کرکټ د ملي ټیم غړي د تیرې سه شنبه په ورځ په بریالۍ توګه هیواد ته راستانه شول او د نمانځلو له بهیر څخه هم ټول په ښه توګه خبر دي چې د دوی استقبال په کوم انداز سره وشو؟ او د مور د میرې د چلند الفاظ خو په وار وار زموږ په حلقاتو کې تکراریږي.

په هر صورت اوس هر افغان په دې ښه پوهیږي چې ګیله له ځانه په کار ده او له هغو پلورل شوو حلقاتو او اشخاصو به هیڅکله د خیر تمه او ګیله نه کوو چې اصلا ځانونه د افغانستان نه ګڼي او نه هم زموږ ملي ویاړونو ته ځانونه ژمن بولي نو له هغوی څخه د افغان اتلانو د نمانځلو ګیله یو تش او بې مانا کار دی.
بلکي  دا ارزونه کوو چې موږ پخپله څه کړي دي او څه باید وکړو؟
په دې ډاډه اوسی چې تاسو د دې هیواد تر ټولو ستر ځواک یاستی خو هغه مهال چې سره یو وی.

په دې لړ کې د شمشاد د تلویزیون د مشرتابه پلاوي او ټول کاري ټیم څخه مننه کوو چې زموږ د ملي اتلانو نمانځنه یې د ۱۳۸۷ د سلواغې په ۱۶ نیټه د یو شاندارو مراسمو په ترځ کې  وکړه او یو شمیر هیوادپالو افغانانو ته یې د خپلو اتلانو د نمانځلو په مجلس کې د برخې اخیستلو زمینه برابره کړه او زموږ ویاړلي اتلان د خپلو څرګندونو او مالي ژمنو په وسیله ونازول.

دا چې موږ او تاسو ټول د یوه افغان په صفت د خپلو اتلانو د نمانځلو په بهیر کې ریښتنې برخه اخیستې وي نو راځی چې د یوه ملي حرکت له مخې په هغه بهیر ورګډ شو چې د شمشاد د تلویزیون ادارې په لاره اچولې ده او له یوې افغانۍ څخه نیولي تر نامعلوم حد پورې د خپلو ویاړلو اتلانو مرستې ته را ور و دانګو.

د شمشاد تلویزیون د ځینو خبري رسنیو او بریښناپاڼو له لارې د تماس شمیرې اعلان کړې دي چې زه یې هم کټ مټ یو ځل بیا تاسو ته لیکم او د هغه له لارې اړیکې نیولی شی او خپلې مرستې اعلان کولای شي هغه شمیرې په لاندې ډول دي:
د افغانستان په داخل کې شمیر: 0799 312 938
له هیواد څخه د بهر تماس نیولو شمیره: 0093 799 312 938
زه فکر کوم چې د یوې افغانۍ وس به زموږ زیات شمیر افغانان و لري او زموږ له اتلانو سره د مرستې اندازه له یوې افغانۍ څخه پيل کیږي تر هغه اندازې پورې دوام مومي چې څومره ستاسو په وس پوره وي او د شمشاد د تلویزیون اړوندې ادارې ته سپارل کیږي.
که چیرې موږ د خپل ملي  یووالي دغه اړخ په ښه شکل هیوادوالو تمثیل، د هیواد د ننه او بهر یې په ننداره کښیږدو نو لرې نه ده چې موږ به د خپلو ملي اتلانو نمانځنه د یوه پراخ، هراړخیز او ملي جشن په وسیله هرو مرو ترسره کوو، خپل ملي بنسټونه به په ریښتنې مانا ځواکمن کوو او د خپل ځواک ننداره به د عمل په ډګر کې ږدو.

راځی چې خپل ملي اتلان په ملي کچه و نمانځو