د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

معصومې سلګۍ

سليم بيديا ساپي 04.02.2009 21:59

دښاغلي سليم بيديا ساپي درېيمه شعري ټولګه ) معصومې سلګۍ ( چاپ شوه.
کتاب په مجلده بڼه،ښه صحافت،سپين کاغذ په ۱۳۷ مخونو کې د۱۰۰۰ ټوکو په شمار په پېښور کې د دانش خپرندويې ټولنې  په تخنيکي څانګه کې چاپ شوی.
دکتاب په پیل کې دښاغليو لايق زاده لايق او انجنير ستانه مير زهير عالمانه سريزې ليدل کېږي چې د ښاغلي بيديا ساپي پر شعرونو او ادبي يون يې هر اړخيزه رڼا اچولې.
ياده دې وي چې دکتاب مخکتنه نن ماښام د وينا وال په کور کې د ښاغلي رحمت شاه سايل په مشرۍ وشوه چې پکې لايق زاده لایق،ډاکتر بصير ستوري،اسدالله دانش ساپي،مجيب الرحمان انګار، امجد شهزاد،سردار يوسفزي،عمرخېل،شفق،محمد فهيم عاطف او يوشمېر نورو ليکوالو او شاعرانو ګډون کړی و.
له مخکتنې او غوړې ماښامنۍ وروسته د موسيقۍ برخه وه چې دښاغليو سردار يوسفزي،امجد شهزاد او ظفر اقبال له خوا پکې خوږې سندرې واورول شوې.

سليم "بيديا"  په معصومو سلګيو کې!

سلګۍ په فزيکي لحاظ دهغو ښکاره او پټو  دردونو غبرګون دی، چې د سخت درد او غم په وخت کې  د انسان له خولې بې واکه وځي،  خو د مانا  له پلوه سلګۍ دظلم  په وړاندې د مظلوم پټه  ژړا او واويلا ده .
د سلګۍ کلمه په همدې  سمبوليکه مانا د پښتو په کلاسيک او معاصر ادب دواړو کې د بېلابېلو شاعرانو په شعرونو کې په تکرار تکرار  راغلې ده . په ګړني ادب کې خو بيا بې شمېره  لنډۍ او ټپې  هم شته، چې دسلګيو په اړه ويل شوي دي  :
ساه مې ديارپه غېږ کې خېژي
ځکه سلګۍ مې په خنداخولې ته راځينه

زړه خو مې تا وړی دی ياره
لکه ماهي پر وچه پروت سلګۍ وهمه
په ادبي ژانرونو کې ځينې ليکوالانو او شاعرانو له سلګيو سره نور صفتونه هم يوځای کړي  دي.  چا ورته وړې سلګۍ ، چا سوې سلګۍ او چا هم ورته پټې او وروستۍسلګۍ ويلي دي، خو سليم  "بيديا" ساپي همدغه  سلګۍ بيا ( معصومې سلګۍ )  بللې دي .که څه هم سلګۍ په خپل ذات کې  معصومې او پاکې  وي .
دسلګيو په قدر هغه څوک ښه پوهېږي،  چې د سلګيو قدر ورسره وي . له ډاکټر سليم  بيديا ساپي سره هرومرو د سلګيو قدر شته  .ځکه خو وايي :
فــــرياد مــو ستړی شوی ، نه اوښکې پاتې شوي
په خوله کې يو خاموشه ، اقرار مو لـه سلګو دی

د   اسمان     غېږه  په    زګيرويو    ډکه
د     سپوږمۍ   مخ   هم  په سلګو راغلی
تر هغه ځايه، چې زه  ډاکټر سليم بيديا ساپى پيژنم ،زيات  عمر يې په اروپا کې تېر شوی ، خو د يورپ ددنګو ماڼيو او د ښکلاګانو په ښارونو کې بيا هم د وطن په غم غمجن او په وير دردمندښکاري  :
د   يـــورپ   جيـــــــنکۍ   مستـــــې   دي حـــسينه
د     وطـــــــن   پېغــــلې   پــــريشانه  دي  غمګينه
د يــــورپ مېندې موسکا کړي خوشحالي کړي
د   وطــــــن  مېندې   مــــو خــــوري د زړګي وينه
د شعر په جوړښت کې  څلور توکي د زيات پام وړ دي  :مفکوره، تخيل ،  احساس ( عاطفه) او وزم ( اهنګ ).
وايي په شعر کې احساس ا و عاطفه  ډېر ضروري توکي دي . که شاعر  پخپله درد ،هيله ، ارزو ،اند ، قهر او تاثر ونه لري، نو لوستونکي او اورېدونکي به يې د شعر نه هېڅکله خوند وا نخلي .
د سليم بيديا په شعر کې ماته  احساس ډېر پياوړی او څرګند ښکاري ، کله د يوې پښتنې مور په غم غمجن  ښکاري  ، کله   د خپل هېواد دلوڅو لغړو او په ګيډه  نهرو ماشومانو ژوند  ته د حېرت ګوته په غاښ نيسي او کله  هم په وطن کې د اوږدې جګړې  نه په ميراث پاتې  کنډوالو ته سوې ساندې وايي :
هــــرې خواتـــــه چې نظر کــــړم _ پـــه نظر مې کنډوالې دي
په   وجـــود ټــوټې ټوټې يم  _ سوځيدلی په خپل کور يم

ټــــول جـــهان شين او زرغون دی _ ورته زړه مې هوسېږي
ای   زما    بده    قسمته   _ تور لوګی يم ، سوی سکور يم

د سليم بيديا له شعر نه داسې ښکاري، چې هغه لومړی  په ورځنی ژوند کې يو څه په خپلو سترګو ليدلي ، يا يې احساس کړي او بيا يې خپل همغه احساس په شعر کې پېيلى دی .
د شعر د جوړښت بل اساسي توکی  مفکوره ده او هغه هم د سليم بيديا په شعر کې  له ورايه ځلېږي .د مفکورې اصلي زړه يې ، د ناخوالو په وړاندې د خپلو هېوادوالو خبرول دي او هڅه يې کړې،  چې د هغوى  ژوند  د نورو پرمختلليو  ملتونو  او قومونو له ژوند سره پرتله او بيا يې ددوى تر مخ د تلويزون د پردې په څير وښايي .
زه له خپل اند او  ديد لوري  له پلوه  کولای شم، چې د ښاغلي سليم بيديا په شعر ډېر څه وليکم، خو لکه چې د ځمکې په خاورينه کره کې دوه انسانان کټ مټ په يو څيره نه پيدا کيږي ، همداسې يې فکرونه او ديدلوري هم توپير لري . چا ته يو شی تر هر څه ډېر ښکلی،  خو بل ته بيا همغه شی  ډير بدرنګ ښکاري ، ځکه ديدلوري بېل دي ، .برداشتونه بېل دي او قضاوتونه بېل دي .
هېڅوک دا نه شي ويلای،   چې زما اند يا ديدلوری تر ټولوغوره او ښه دی ، هغوى چې زما په څير فکر نه کوي نو هغوى ټول ناپوهه دي . دا خبره سمه نه ده، ځکه هر څوک په يو بېل چاپېريال کې ژوند کوي .څوک په کلي کې اوسېږي  او څوک په ښار کې ، څوک  د عمر له پلوه ځوان دی او څوک بوډا ، څوک د جنس له پلوه ښځه ده او  څوک بيا  نا رينه . څوک د تعليم او زده کړې له پلوه  لوستی دی او څوک نا لوستی ، څوک د عقيدې له پلوه  په يو مذهب دی او څوک په بل مذهب  .... همدغه په سلګونو او زرګونوتوپيرونه دي،  چې انسانان يې د اند  او ديد لوري  له پلوه په ډلو او ګروپونو ويشلي ، نو ځکه خو زه نه غواړم چې   خپل ذوق او سليقه،  د سليم بيديا د شعر ونو په بيلا بيلو لوستونکيو  له يوې مخې تحميل کړم . پرېږدئ چې لوستونکي پخپله دهغه  شعر ولولي ، د خپل ذوق په تله يې وتلي ، فکر پرې وکړي او بيا قضاوت پرې وکړي .
په پاې کې ښاغلي سليم بيديا ساپي ته د هغه ددريېمې شعري ټولګې( معصومې سلګۍ)  د چاپ  مبارکي وايم او د پښتو ادب په ښېرازۍ کې ورته دنويو برياليتوبونو او زيات زيار هيله کوم .

په درناوې

انجنير ستانه مير زهير شينواری
پښتونخوا _ پيښور ښار 
24/12/2008