د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لورګات : د کریکټ نړیواله ټولنه د افغانستان په بري خوښه ده

خبري - څانګه 02.02.2009 12:11

د کرکټ د نړیوالې ټولنې (ICC) مشر هارون لورګات پرون د ICC په یوه غونډه کې د افغان لوبډلې د بې ساري کوښښ او د غورواي اخري پړاو ته د رسېدو ښه ویلي دي.

لورګات پرون د یکشنبې په ورځ د اسټرالیا د پرټ په ښار کې د ICC د مشرانو یوې غونډې ته وویل چې افغانستان د دې مستحق و چې په لویو لوبو کې ځان ته ځای جر کول وازموي.

هارون لوګارت منلې ده چې د افغانستان بری یو شمېر خلکو ته حیرانونکی و. په لویو لوبو کې د افغانستان د شتون په اړی نوموړي ویلي چې "زه فکر کوم دا د ډېرې خوښۍ خبره ده. دوی [افغانانو] چې د نړیوال کرکټ لیګ په هره سیالۍ کې برخه اخیستې، ګټلې یې ده، او فکر کوم چې چې د غوراوي په اخري پړاو کې برخه اخیستنه ورته ښه جایزه ده ."

افغانستان ۱۵نمره شو

له بلې خوا د درېم پړاو د ګټلو څخه وروسته د کرکټ په نړۍ کې د افغانستان وضعیت نور هم ښه شوی دی. د ټول افغان ټکی کام په اټکل د افغانستان لوبډله اوس د نړۍ په کچه ۱۵ نمره شوې ده. 

 په تانزانیا کې د څلورم ډوېژن د لوبو له ګټلو وروسته د نړۍ په سویه په ۱۱۱ هېوادونو کې د افغانستان مقام له ۲۹ څخه ۲۲ ته لوړ شوی و.

د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي رییس احمدزي د څلورم پړاو له ګټلو څخه وروسته د بي بي سي پښتو سره د اوومې سټوډیو په پروګرام کې ویلې و که افغانستان په درېم پړاو کې پایلوبې ته ووځي نو په نړۍ کې به ۱۵ یا ۱۶ م نمره شي. دا چې اوس یې د درېم پړاو سیالي وګټله، نو اټکل کېږي چې ۱۵ نمره به وي.

نړیوالې شورا لا نوې نمرې رسما نه دي اعلان کړي او د افغانستان کره نمره به وروسته لا روښانه شي.

لوبډله په خیر سبا کابل ته رارسي

د افغانستان د کرکټ فدراسیون وياند جاوېد هميم کاکړ د ټول افغان خبریال ته ویلي چې د اتلې لوبډلې الوتکه  سبا (د روان زېږدیز کال د فروري په ۳ نېټه د سې شنبې په ورځ  چې د ۱۳۸۷ د سلواغې د ۱۵ سره سمون خوري) د سهار په ۱۰ بجو د کابل په هوایي ډګر کې کېني.

د افغانستان د کرکټ فدراسیون پروګرام لري چې د ملي لوبډلې تود هرکلی وکړي. د کرکټ د فدراسیون مشر الله داد نوري هم په ولس، حکومت، شخصي شرکتونو او ملي سوداګرو غږ کړی چې د ملي لوبډلې تود هرکلی وکړي او په سوغاتونو او جایزو یې ونازوي.

راتلونکي سیالۍ

نړیوال جام ته د غوراوي د اخري پړاو سیالي - چې ICC WORLD CUP QUALIFIER ورته وایي - د اپرېل د میاشتې د ۱ څخه تر ۱۹ پورې په سویلي افریقا کې تر سره کېږي.

په دې لوبو کې ټولې ۱۲ لوبډلې لوبه کوي. افغانستان په B ګروپ کې لوبېږي. د لوبډلو ګروپونه په لاندې ډول دي:

A ګروپ: ایرلنډ، سکاټلینډ، عمان، کانډا، نامیبیا، یوګانډا

B ګروپ: افغانستان، برمودا، ډنمارک، عربي متحده امارات،  کینیا، هالینډ

د لوبډلې روزونکی کبیرخان رسنیو ته ویلي دي چې داسې کوم سبب نه ویني چې له وجې یې افغانستان نړیوال جام ته ونه وځي. کبیر خان په داسې حال کې چې د افغانستان د درېم پړاو بری یې د خپل ژوند خوښترینه او د افغانستان د کرکټ زرینه ورځ بللې ویلي چې د سویلي افریقا په سیالیو کې د نورو برخه اخیستونکو لوبډلو په اړه یو څه معلومات لري، خو لومړی موږ هېواد ته ځو چې د درېم پړاو بری ونمانځو. کبیر خان زیاتوي چې د نمانځنې په ترڅ کې به په هېواد کې لوبډلې ته ډېرې بلنې ورکول کېږي او ډېر تلویزیونونه به یې مرکو ته غواړي. نوموړی وایي چې له نمانځنې وروسته به کیني او په دې به سوچ کوي چې په پاکستان یا هند کې د تمرین دپاره کمپ جوړ کړي.

د یادونې وړ ده چې راتلونکو سیالیو ته د تیاري دپاره افغانستان له دوه میاشتو څخه هم کم وخت لري او باید زر تر زره تیاری پیل کړي.

نوروز منګل دې ټکې ته په اشاره نړیوالو رسنیو ته ویلي دي چېپه سویلي افریقا کې سخت کار ته اړتیا وي ځکه موږ به د ځینو پیاوړو لوبډلوې سره مخامخ کېږو. خو که موږ په راتلونکو میاشتو کې ډېر زیار وباسو، نو موږ موږ نړیوال جام ته د وتلو ښه چانس لرو.


افغانانو په ډېره بې وزلۍ او کمو وسایلو د کرکټ لوبه پیل کړې ده ...


... خو په ډېره بیړه د غوراوي اخري پړاو ته ورسېدل او لا د نورو بریاو هیلې یې هم شته دی.